فرانس پریس آژانس لیکی چی په بګرام کی دوه امریکایی افسران د دوو افغان الاصله امریکایانو څخه د رشوت اخیستلو په تور تر محاکمې لاندی دي . دغو دوو افسرانو په ۲۰۰۴ کی د « اې . زیډ . کارپوریشن » د څښتن اسد رحیم او د هغه د ورور طاهر رحیم څخه پنځوس زره ډالره رشوت اخیستی و تر څو د پنتاګون لخوا یې یو قرارداد هغوی ته ورکړی وای . کله چی « رحیم » وروڼو دا مبلغ ورکړ ، نو هغوی هم ساختمانی قرارداد دغو وروڼو ته ورکړ څو چی وروسته مسأله رسوا سوه او څلور واړه اوس تر تحقیقاتو او محاکمې لاندی دي .