دافغانستان بانک چارواکې وايي چې اقتصادي وده ښه ده دپيسوپړسوب ترکنټرول لاندې دى او افغاني پيسوله تيرو اتوکلنو راهيسې خپل ارزښت ساتلي دى .
مرکزې بانک داپريکړه هم وکړه چې تردووکلوپورې خصوصي بانکوته جوازونه نه ورکول کيږي .
دافغانستان بانک عالي شورا په دې وروستيوکې دبانکې نظام دښه تنظيم او په هيوادکې داقتصادي ودې اوپولي تورب دکنټرول په مقصدپه يوه ناسته کې دخصوصي بانکونوجاج هم واخيسته اويولړ پريکړې هم صادرې کړي .
دافغانستان بانک لوي ريئس قديرفطرت په خبرې کنفرانس کې دبانک عالي شورا دصلاحيتونوپه بانکې چاروکې دلوړ تصميم نيونکې ارګان په توګه يادکړل او ويې ويل داقتصادي حالت دڅېړنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې اقتصادي وده په مطلوب پړاوکې ده .
په داسې حال کې چې په ديارلسوه اوه تياهجري شمسي کال کې په هيوادکې داقتصادي ودې له پلوه دناخالص دولتي کچه په سلوکې درې اعشاريه څلور وه چې په تيرکال کې دغه وده په سلوکې دوه ويشت اعشاريه پنځوته رسيدلې وه اوپه وران کال کې تردې مهال دغه کچه په سلوکې يولس اعشاريه يو اټکل شوي ده چې دبانک دعالي شورا له نظره مطلوبه سلنه ده .
ښاغلې فطرت دهغه پريکړې اعلان هم وکړه چې له مخې به يې دراتلوونکې دووکلونوپورې خصوصي بانکونوته جواز نه ورکول کيږي .
ديادونې وړده دامهال په هيوادکې اولس خصوصي بانکونه دجواز په لرلوسره په فعاليتونو بوخت دي چې دچارواکولخوا دغه تعداد کاپي ښودل شوى دي .