په پکتيکا ولايت کې د دولت دوه تنه مخالفين دپوليسوله ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول اويوه اندازه وسلې هم دپوليسو لاسته ورغلي دي .
دغه پيښه په داسې مهال رامنځ ته شوې چې پوليس دهغه ماين په شنډولوکې بوخت وه چې دوسلوالوطالبانولخوا پرې بريدوشوه چې له امله يې جګړه رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې د دولت دوه وسلوال مخالفين وژل شوي اودهغوى دوه کلاشينکوفونه ،يولاسي بم،يوماين دپوليسولاس ته ورغلي دي .
په ورته وخت کې دارزګان ولايت پوليس په دغه ولايت کې دوسايطوضدداته ماينونو دشنډيدو خبر ورکوي .