طالبانو ویلی چی د الفتح عملیاتو په لړ کی یې نن بهرنیو او کورنیو پوځیانو ته درانه تلفات اړولي دي ، مثلأ : په خوست کی ۸ امریکایانو ته مرګ ژوبله ، په کونړ کی امریکایی اکمالاتی کانټینر وسوځول سو ، په تګاب کی ۴ فرانسویان ووژل سول ، په نورستان کی ۴ امریکایان وژل سوي دي ، په مارجه کی یو امریکایی ټانک په ماین والوزول سو ، په بادغیس کی ۱۵ خارجی او داخلی پوځیان ووژل سول ، د کندهار په ارغنداب کی چاودنی ۴ خارجی عسکر ووژل ، په فراه کی دوه امریکایی ټانکونه د ماین خوراک سول ، د هلمند په سنګین کی د انګریزانو ټانک په ماین والوزول سو ، په ګریشک کی د بهرنیانو دوه ټانکونه په ماین والوزول سول ، په موسی کلا کی چاودنی پنځه انګریزان ووژل ، په مارجه کی د امریکایانو یوه الوتکه راولوېده ، په موسی کلا کی یو برتانوﺉ ټانک د ماین خوراک سو .
ویل کیږی چی طالبانو د خپلو پسرلنیو پوځی ( الفتح ) عملیاتو په ترڅ کی چی د مې پر لسمه یې پیل کړي ناټو ته د سر او مال ستر تلفات اړولي دي .