افغان چارواکي وايي په کابل کې نړيواله غونډه او په ټول هيواد کې پارلماني ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.
داچې دابه څنګه ترسره شي په اړه يې زيات افغانان انديښنه لري او وايي که دکورنيو چارو وزارت اودملې امنيت لوي رياست ترهرڅه ژر کانديد کسان دحکومت لخوا ونه پيژندل شي راتلوونکې غونډه اوپارلماني ټاکنې به له زياتوستونزوسره مخ شي .
که څه هم دافغان چارواکو په وينا يواځې څوتنه د دولت مخالف وسلوال توانيدلي چې دسولې ملي مشورتي جرګه په نښه کړي اونوردغه کسان له مخکې نيول شوي وه خوداپيښه اوهمدارنګه هغه څه چې دملې مشورتي جرګې په ودانۍ کې دبريدکوونکو دشتون په اړه ويل کيږي دپوښتنې وړکيدى شي .
که څه هم ددغې پيښې په اړه دنوموړو دوو لوړپوړوچارواکو دمسؤليت له منلو ټول ستاينه کوي خوددې کار له پايلو انديښمن دي.
بلخوا خلک چې دامنيت په هيوادکې اصلي اړتيا بولي وايي ددغو دووچارواکو ګوښه کيدو ته له څواړخونو ګوري دوى وايي ددغه چارواکو له دندې ګوښه کيدل دافغانستان لپاره يوه کلکې ماتې ده .دسولې دملې مشورتي جرګې پيښې په داسې حال کې دغه راز جنجال رامنځ ته کړى دى چې له دغه راز پيښوسره دمقابلې لپاره دامکاناتو دنشتوالې دپخوانيوامنيتي چارواکو له څرګندونو سره،سره امرالله صالح دخپلې استعفا په وخت کې تايده کړه چې امنيتي ځواکونو دټولوامکاناتو په درلودلوسره ونه توانيدل ددې بريد چې دده په وينا دحقاني دډلې لخوا ترسره شوى وه مخنيوى وکړي .