دهلمندولايت دمارجې ولسوالۍ څخه د مخدره موادو د کښت بنديدل يوشميرخلک اړکړي چې له دغه ولايت څخه ګډه وکړي .
په لښکرګاکې دکډوالو اوراستنيدونکو چارو ريئس غلام فاروق نورزى وايي په مارجې سيمه کې دمخدره موادو نه کرل کيدل اوهلته حاکميت ټينګيدل ديوشميرخلکولپاره مارجې ولسوالۍ کې استوګنه مفيده نه وه نوځکه له دغه سيمې ګډوال کيږي .
نوموړى وايي ددغه کسانوپرته مارجي ولسوالۍ ته ديوې مياشتې په اوږدوکې ترپنځه سوه کورنيوزياتي لشګرګاه ته راکډوالې شوي دي .
بلخوا دمارجې کډه کوونکې وايي چې دوي سيمه دناامنيو له امله پريښې اوسيمې د دواړو لورو له ګواښونوسره مخه ده
خودهلمند دوالي مرستيال په مارجې کې دناامنيوخبره مني خو وايي په ډېرنږدې راتلوونکې کې به يولوړپوړى پلاوى دامنيتي ستونزو دحل په موخه مارجي ته ولاړشي
په داسې حال کې په مارجې کې له کډوالو کورنيوسره هيڅ مرسته نه ده شوې چارواکې وايي دوى په هڅ کې دې چې دسرپنا اوخوراکې توکولپاره ورته مرستې ترلاسه کړي .