کور / تازه خبرونه / افغان سرپرست قونسل : هره ورځ سل پاکستاني وروڼو ته وېزې ورکوو

افغان سرپرست قونسل : هره ورځ سل پاکستاني وروڼو ته وېزې ورکوو

په پېښور کې د افغان قونسلگرۍ لخوا هغو پاکستاني وروڼو ته چې د افغانستان په بيا رغونه او يا د سوداگرۍ په هلو ځلو بوخت دي په آسانه ويزه ورکول کيږي. دا خبرې د پېښور د افغان قونسلگرۍ سرپرست صالح محمد شيرزي رسنيو ته د وينا پر وخت وکړې او ويې ويل چې مونږ د هر چا درنښت کوو. او غواړو چې د هر چا خدمت په ورين تندي وکړو. نوموړي زياته کړه چې مونږ هره ورځ سل پاکستان وروڼو ته د وېزې ورکولو لارې چارې برابرې کړي دي ترڅو دوى وکولاى شي د افغانستان په بيا رغاونه کې برخه واخلي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي د پخوا په څېر قوي شوي او نورې به هم ځواکمنې شي. نوموړي دا هم وويل چې افغان قونسلگرۍ د ټولو افغانانو د کور په څېر ده او هر څوک کولاى شي چې په آسانۍ يې ستونزې حل شي. نوموړي د اداري فساد پر ضد د مبارزې په لړ کې د خپلو چارواکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.