سږ كال د فبروري له دوه ويشتمې څڅه د مارچ تر اتمې پورې هند ته د يو سفر چانس په لاس راغى. په دې سفر كې زه پنځوس روځې د هند په مركز او څېرمه ښارونو ( كورگاون او فريد آباد ) كې پاتې شوم.
په دې سفر كې چې هند ته زما له پخواني سفر څخه اتلس كاله وروسته وشو، ما د هند د لوى هېواد، د هند د ستر تاريخ، د هند د خلكو د فرهنگونو، عقايدو او دودونو د توپير، د هنديانو د ستر زغم او د هند د گړندي پرمختگ په برخه كې ډېر څه زده كړل چې ډېرې يې د ليكلو او خپرولو وړ دي.
په دې سفر كې ما ته هغه خاطره راياده شوه چې اوس اتلس كاله پرې تېرشوي او د يوه دفتر له پاره د يو منيجر د ټاكنې ډېره په زړه پورې كيسه ده. زه غواړم چې هغه خاطره له تاسو سره شريكه كړم چې وگورئ چې د هند ستر خلك، ستر زعامت او ستر پرمختگ په دغه هېواد كې داسې شرايط رامينځ ته كړي چې د تقرر په وخت كې د روابطو په ځاى ضوابطو ته په درنه سترگه گوري او هيڅوك له دولتي چارواكو يا پانگوالو سره د خپلوۍ، گاونډيتوب يا ملگرتيا په توسن نه، بلكې د لياقت، زده كړې، پوهې او تجربې له مخې په دندو گومارل كېږي .
هغه وخت يعنې اتلس كاله مخكې اسيايي بانك د خپلې هغې څانگې له پاره چې د ټول هندوستان مسووليت يې په غاړه درلوده، د يوه منيجر د ټاكلو تابيا كړې وه.
بانك د همغه وخت د هندوستان د اخبارونو، راډيوگانو او ټلويزيونونو له لارې هندي ځوانانو ته خبر وركړى و چې د هند د منيجرئ له پاره يو سړى ته اړتيا ده چې سن يې دومره وي، زده كړې يې دومره وي، تجربه يې دومره وي، په كومو- كومو ژبو وپوهېږي، څومره ديپلومونه ولري او څه او څه…
تاسو باور وكړئ چې اسيايي بانك د دغه منيجر د ټاكلو له پاره دومره درانده شرايط ايښي وو چې تا به ويل په دې شرايطو خو هيڅوك هم نه پيدا كېږي!
له اعلان څخه درې روځې نه وې تېرې چې په مومبي كې د اسيايي بانك سيمه ايز دفتر ته په زرگونو ليكونه، فكسونه او نور اسناد ورسېدل او په ټول هند كې په لسگونو كسانو ځانونه د دغه دندې نېولو ته كانديدان كړل.
زه هغه وخت د يوه بانكي سيمنيار له پاره هند ته تللى وم او دغه موضوع مې د هندي مطبوعاتو او د هند په بانكونو كې د شخصي دوستانو په مرسته تعقيبوله. ما باور نه كاوه چې په هند كې به داسې كسان پيدا شي چې ټول هغه شرايط ولري چې اسيايي بانك د منيجر د غوراوي له پاره ټاكلي و.
څو روځې وروسته زما يوه هندي ملگرى چې گوپتا نومېده او په بنگلور كې يې د يوه بانك له پاره كار كاوه، ما ته وويل چې هغه د اسيايي بانك د منيجر كيسه ښه په درب كې روانه ده او له كانديدانو څخه راز- راز نظرې او عملي ازموينې اخيستل كېږي.
گوپتا وويل چې سره له دې چې اسيايي بانك د دغه منيجر د غوره كولو له پاره د زده كړې، تجربې او قد او قوارې ډېر درانده شرطونه ايښي دي؛ خو بيا هم په سوونو كسان په سياليو بوخت دي او هره روځ په څو ښارونو كې راز- راز ازموينې اخيستل كېږي.
بيا څو روځې وروسته گوپتا وويل چې له هغه څوسوه كسيزه ډلې څخه يوازې د گوتو په شمار كسان پاتې دې او نور رخصت شوي.
درې روځې وروسته د گوپتا وروستۍ خبره دا وه چې اوس يو نفر پاته دى او نور تللي. د دغه سړي عكسونه د هند په مطبوعاتو كې راووتل. ده دوه ويشت كاله تحصيل كړى و، په څلورو خارجي ژبو پوهېده، د كار لس كلنه تجربه يې درلوده، د نړۍ شلو- ديرشو هېوادونو ته يې سفرونه كړي و، متاهل و او دوه لوڼې يې درلودې، په شپاړسو نړيوالو سيمينارونو كې يې برخه اخيستې وه، په خپله اصلي PHD سر بېره يې د سريلانكا له يوه پوهنتون څخه افتخاري دكتورا درلوده، شپږ كاله يې په مومبي كې پس له وخت په پوهنتون كې درس ور كړى و، اته كتابونه او څو سوه مقالې يې ليكلې وې او…
رښتيا- رښتيا هغه وخت ما ته ډېر ارمان ودرېد. ما ډېر له وخته راهيسې دا هيله درلوده چې يوه روځ خپل افغانستان په ډاكترانو، ماسټرانو او تعليم يافته خلكو ډك ووينم. ما به ويل چې په افغانستان كې هېڅ نه واى؛ خو ښوونځي واى او پوهنتونونه واى او دا وطن د علومو، فنونو او هنرونو په متخصيصينو ډك واى او د بېسوادۍ، ناپوهۍ او هر راز تورتم ريښې له بيخه ايستل شوې واى! خير زموږ سيمينار په هند كې پاى ته ورسيد. زه مياشت نور هلته په خپل لگښت پاتې شوم او ميسور او گوا ته لاړم. په پاى كې يوځلې بيا د گوپتا كورته ورغلم او شپه مې ورسره تېره كړه. له چاى او ډوډۍ څخه وروسته دواړو ډېرې خبرې وكړې. د هند او افغانستان پر روانو حالاتو مو بحثونه وكړل، د دواړو هېوادونو په بانكي سيسټمونو وغږېدو، دودونه مو وڅېړل او ناڅاپه ما ته هغه د اسيايي بانك د منيجر خبره راياده شوه. گوپتا وخندل او وې ويل چې هغه يوازنى گټونكى هم پاتې راغى او كار يې ونه شو!!
گوپتا وويل چې د اسيايي بانك مرستيال دغه سړى د ليدلو له پاره غوښتى و. اوس دغه خبره ما ته په ياد نه ده چې دغه مرسيتال هغه وخت په مانيلا كې و او كه په سنگاپور كې ؟ خو ده وويل چې دغه مرستيال څه عجيبه غوندې امتحان ترې اخيستى او بيا يې د ده له تقرر څخه بخښنه غوښتې وه. گوپتا وويل چې د بانك مرستيال دغه نفر د غرمې د ډوډۍ له پاره بللى وو. د غرمې د ډوډۍ په وخت كې مرستيال له خپل ميلمه څخه غوښتي و چې ډوډۍ نوش جان كړي، ميلمه ځان ته غوښۀ يا وريجې يا سابه … هرڅه چې وو اخيستي او بيا يې سمدلاسه ښه ډېره مالگه پرې دوړولې وه.
له ډوډۍ څخه وروسته آسيايې بانك مرستيال دا سړى له ډېرو پوښتنو وروسته رخصت كړى او ورته ويلي و چې په هند كې له اړونده څانگې څخه به نور معلومات تر لاسه كړي.
گوپتا وويل كله چې دغه گټونكى سړى په نوي ډيلي يا مومبي كې د بانك د استخدام له مسوولينو څخه د خپل كار په هكله پوښتنه كوي. هغوى ورته وايي چې د آسيايې بانك مرستيال ستا له پاره د ډېرو برياليتوبونو غوښتنه كړې؛ خو په آسيايې بانك كې يې ستاسو له مقررېدلو څخه بخښنه غوښتې ده!
گوپتا وويل چې دې مرستيال په هند كې د استخدام مسوولينو ته ويلي و چې دغه سړى د اوبو له ليدلو څخه مخكې گاولۍ ويستي، چې داسې كسان د بانكونو له پاره ډېر خطرناك دي.
مرستيال د استخدام مسوولينو ته ويلي و چې موږ د بانكي چارو يا بل هر كار له پاره داسې كسانو ته اړتيا لرو چې لومړۍ د يوې خبرې په هكله ښه فكر وكړي، د هغې مثبتې او منفي خواوې وڅيړي او بيا پرېكړه وكړي.
گوپتا وويل چې د بانك مرستيال د استخدام مسوولينو ته ويلي و چې دغه سړي له خپلو ټولو ديپلومونو سره- سره مخكې له دې چې د خوړو مزه وڅكي، په خپلو خوړو مالگه ودوړوله او كېداى شي چې مالگين خواړه يې بد خونده كړې وي!
مرستيال ويلي و چې هېڅوك لومړى په دې نه پوهېږي چې دا ډوډۍ مالگينه ده او كه بې مالگې ؟ په كار ده چې سړى لومړى د خوړو مزه وڅكي او بيا مالگه پرې ودوړوي. همدغه راز كېداى شي چې خواړه په مالگه پوره وي او هېخ مالگه و نه غواړي.
گوپتا وويل چې د اسيايي بانك مرستيال عقيده درلوده چې بانكي مامور بايد خورا ځيرك وي. لومړى د اړوندو مسايلو په هكله ښه فكر وكړي او بيا د كړن پرېكړه وكړي او كه خداى مه كړه بيړنۍ او ناسنجولې پرېكړه وكړي، بانكي سوداگرۍ ته زيان رسي؛ نو په كار ده چې داسې وړ كسان ورته ومومو چې له هره حيثه په تول پوره وي او د بانكي سوداگرئ لپاره گټور ثابت شي.
دا اوږده كيسه مې ځكه وليكله چې په افغانستان كې چارواكو ته ووايم چې خلك د وظايفو له پاره د مسوولينو د ټاكلو په برخه كې څومره دقت كوي او څومره اوچت معيارونه ورته ټاكي؟ زه نه پوهېږم خپلو مشرانو ته ووايم چې دنيا ته وگورئ او كه دنيا ته ووايم چې د افغانستان له چارواكو څخه يې زده كړى !
نړيوالو خو د كارونو له پاره مسلك، تخصص، زده كړې او تجربې په پام كې نيولې او هغه دى په آسمانونو كې گرځي. د علومو، فنونو او هنرونو په برخه كې د دوى پرمختگونه دومره حيرانوونكي دي چې كله نا كله يې زما په شان د ساده انسان عقل منلى هم نه شي . د نړۍ ډېرو هېوادونو او ډېرو خلكو كار په رښتيا اهل ته سپارلى او خپل وجدانونه يې هوسا كړي دي.
اوس به راشو افغانستان ته. دلته له وروستۍ اوږدې جگړې څخه مخكې وضع نسبتاً ښه شوې وه او تر ډېره ځايه پورې هڅه كېده چې كارونه اهل كار ته وسپارل شي؛ خو كودتاگانو او جگړو هر څه په اوبو لاهو كړل او د هېواد د ويجاړولو له پاره داسې گامونه اوچت شول چې اوس هېڅوك د دغه خونړي او ورانوونكي سېلاو مخه نه شي بندولاى.
كمونستانو ډېر تنكي، احساساتي او بې تجربې ځوانان د واليانو او ولسوالانو او نورو چارواكو په توگه وټاكل. دوى د افغانستان د خلكو پېچلي ذهني جوړښت په پام كې ونه نيوه او داسې گړندي او بيړني گامونه يې اوچت كړل چې افغان ملت يي لومړى مقاومت او بيا ملي پاڅون ته اړ ايست.
كله چې مجاهدين ښارونو ته ننوتل او په دولتي او شخصي شتمنيو تالان گډ شو، دوى دولتي چوكۍ هم جنگي غنايم وبلل او په خپلو كې يې سره وويشلې. دوى وزارتونه او نور دولتي وظايف د (ونډې) پر بنسټ د تنظيمونو تر منځ تقسيم كړل او بيا تنظيمي وزيرانو، معينيتونه، رياستونه او لوى مديريتونه پر همدې حساب د (وروڼو) تر مينځ تقسيم كړل او په دې توگه (حق) (حق دار) ته ورسېد او ټول كارونه په ټپه ودرېدل.
طالبانو خو هڅه كوله چې له اميرالمړمنين څخه نيولې بيا د جومات تر چړي پورې ټول طالبان وي. دوى عقيده درلوده چې چارواكي كه په كار پوهېږي او كه نه ؛خو چې سپينه يا توره پگړۍ ولري، ږيره يې ښه اوږده وي او سترگې يې په رانجو تورې كړې وي ! بس دا سړى د هر كار وس لري. هغوى ته دې خبرې توپېر نه كاوه چې دا كار څومره علمي، تخصصي او مسلكي دى يا نه دى! طالبانو ته يو شى ډېر اهميت درلود او هغه دا چې دا ورور له حقانيه څخه فارغ شوى وي او د فضليت پگړۍ يې تړلې وي!
دوى د همدې منطق پر بنسټ ملا پلانى د دفاع وزير ټاكلى و او ملا بستانكى د عامې روغتيا وزير !
خير طالبان هم لاړل، امريكايان او نور نړيوال پوځونه افغانستان ته راغلل او په افغانستان كې يې د يوه نظام د جوړولو لپاره د (بُن) غونډه جوړه كړه. دې غونډې ډېرې پرېكړې وكړې؛ خو يوه پكې دا وه چې د افغانستان عبوري دولت به د اداري اصلاحاتو خپلواكه كميسيون جوړوي او كار به اهل كار ته سپاري !!!
د بُن په غونډه كې على العجاله په دولتي وظايفو او وزارتونو باندې چور گډ شو او خلكو ته وويل شول چې وضع اضطراري ده او ځينې مصلحتونه په پام كې نيول شوي دي.
خير خلكو هغه وخت ځانونه غلي ونيول او گومان يې كاوه چې په اضطراري لويه جرگه كې به وضع ښه شي.
په بيړنئ لويه جرگه كې هم همغه اش او همغه كاسه !؟ د يوې جنگي ډلگۍ ټوپكيان به د غونډې په مينځ كې له تومانچو سره گرځيدل او گډون كوونكي به يې ويرول چې د دوى وړانديزونه ومني، په خپلو پرېكړو كې له احتياط څخه كار واخلي او كه نه ژوند ته به يې خطر پيښ شي!
ستاسو ټولو به په ياد وي چې د ښاغلي كرزي نيمه لومړى كابينه د يوې ولسوالۍ له خلكو جوړه وه. كه دا كسان د لوړو زده كړو خاوندان واى او د تخصصي كار ستره تجربه يې درلوداى؛ نو د څه گيلې ځاى نه و، ټول د افغانستان خلك ياستو او هرڅوك حق لري چې د خپل استعداد په اندازه امتياز واخلي؛ خو په عين حال كې مسووليت هم ولري!
د كزري صيب په لومړي كابينه كې امتياز و؛ خو د مسووليت نوم هم چا نه اورېدو. په هغه مياشتو كې ما د ننگرهار په ولايت كې شخصي كار كاوه، تاسو يقين وكړئ چې د ننگرهار نيمايي چارواكي بېسواده وو!! د قول اردو قوماندان بېسواده و، د پوليسو مشر بېسواده و، د ملي امنيت مسوول بېسواده و او تاسو به دا خبره هيڅ ونه منئ چې د مخابراتو رييس هم بېسواده و! يو قوماندان چې هغه وخت يې له قوماندان حضرت علي سره ښې اړيكې درلودې او د هغه له پاره يې كار كاوه. يو جنگي قوماندان د يوويشتمې پېړۍ په پيل كې د مخابراتو رييس !
ټول افغانستان همدا حالت درلود، هرځاى ټوپكيان او يا د ټوپكيانو خپلوان په دندو گومارل شوي و او ټولو دا هڅه كوله چې ژر لږ ( اولجه) وكړي، خپل جيبونه او صندوقونه ډك كړي، كورونه واخلي، نوي ودونه وكړي، سره اوسپين ذخيره كړي او په دې توگه د خپل څوارلس كلن زيار ( اجوره) تر لاسه كړي.
دا وضع د كرزي صيب په نورو كابينو كې هم تكرار شوه. هرځلې د كابينې وزيران د ( ونډو) په حساب وټاكل شول، هېڅ كله هم د وزير تحصيل، پوهې، تجربې، ديپلوم، عملي كار، هېواد پالنې، صداقت او تېر شفاف ژوند ته ونه كتل شول، هر ځلي كابينه په ونډو وويشل شوه، دا د استاد ونډه، دا د استاد ونډه، دا د استادانو د استاد … ونده، دا د معاصر خالد بن وليد ونډه، دا د صاحب، دا د صاحب، دا د مشرقي د شورى ونډه، دا د شمالي ټلوالې د پهلوانانو ونډه او همداسې نور.
د دې ونډو په نتيجه كې داسې حكومتونه جوړ شول چې موږ يې اوس د كار نتيجې په سترگو وينو! يو ارام شوى وطن بېرته ياغي شو، په مليونونو خلك له دولته بېزاره شول، تښتيدلي طالبان بيا راژوندي شول، په ملياردونه ډالره داسې ورك شول چې هيڅوك يې حساب نه شي وركولاى، نړيوال په ښاغلي كرزي همدا زور راوړي چې دولت دې له فساده پاك كړه! ښاغلى كرزى بېوزلى لاړ شي خپل ۱۵۰۰۰ ډالره په فورمو كې ثبت كړي او په خپلو ملگرو ږغ وكړي چې يه خلكو ورشئ او خپل جايدادونه ثبت كړئ؛ خو هېڅ څوك هم په دې خبره غوږ نه گروي؛ ځكه دا فورمې د ځينو ښاغلو چارواكو د جايدادونو او شتمنيو له پاره وړې دي. د ځينو افغاني چارواكو د اوسنيو جايدادونو او شتمنيو د ثبت له پاره كتابونه په كار دي، په فورمو نه كېږي. په زرگونه جريبه زمكې، په كابل او ولاياتو كې بلند منزلونه، سره او سپين، درجن- درجن موټران، تجارتي شركتونه، د دوبۍ او لندن په بانكونو كې مليونونه ډالره، د ټوپكيانو لښكرې او …
دې چارواكو بيا د خپلو – خپلو واكمنيو په قلمرو كې ځانته ورته مامورين ټاكلي، معينان د وزيرانو په شان دي، لوىرييسان د معينانو په شان دي، رييسان لويو رييسانو ته ورته دي، لوى مديران د رييسانو په خوښه ټاكل شوې او دا لړۍ همداسې تر پايه روانه ده.
دلته نه سواد مهم دى، نه ديپلوم، نه تجربه، نه پوهه او نه هېواد پالنه. له بده مرغه چې دلته روابط مهم دي. د يوه تنظيم د مشر يا د كوم پياوړى قوماندان خپلوان يا پلوي اوسه او يا له كوم سفارت يا مهم سړي سره اړيكي ولره، بس هره دنده چې غواړي تر لاسه كړه. ډېرې دندې دلته په پيسو خرڅېږي. ډېرې دندې سرقلفي لري. پيسې وركړه او مقرر شه. بيا خپلې پيسې بېرته وگټه او پانگه هم جوړه كړه حتى سفارتونو ته ؛ خو بيسواده كسان ټاكل كېږي!!
چې بېرته راوگرځو اصلي خبرې ته د هندوستان او افغانستان توپير دا دى چې هلته يو څوك له ديپلومونو او تجربې سره_ سره هم د كار چانس نه شي تر لاسه كولې؛ خو دلته په سپيره او بې خاونده افغانستان كې اړيكي ولره، د يو چا شخصي گټې تامين كړه او داسې دنده تر لاسه كړه چې په كال كې د كورونو، زمكو، ښځو، سروزرو، بانكي حسابونو او په دوبۍ او لندن كې د لكونو يا مليونونو ډالرو خاوند شي او بيا تسبح اړوه او نورو خلكو ته د صراط المستقيم وعظونه كوه!