کور / تازه خبرونه / د پنجاب پوليسو دوولس افغان ټپيان نيولي دي

د پنجاب پوليسو دوولس افغان ټپيان نيولي دي

پاکستاني چارواکي وايي د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کي يې ١٢ افغانان نيولي دي چي دلته په ورستيو وختونو کي د علاج دپاره راغلي وو.
پوليس وايي دوى لومړى کراچي ته تللي او بيا له هغه ځايه څخه د لاهور ښار ته د درملني دپاره انتقال سوي دي.
د شينهووا آژانس وايي له دوى سره دوه بهرني طالبان هم نيول سوي دي او دغه کسان په افغانستان کي له ناټو ځواکونو سره په جګړه کي ټپيان سوي دي. د پاکستان حکومت ويلي له نيول سويو کسانو څخه تحقيقات کوي چي د طالبانو کوم مشر به هم پکښې وي که يا.