د امريکا اوافغانستان دپاره د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک وايي اصلاح سوي طالبان کولاى سي چي په افغان حکومت کي ونډه واخلي.
د رويټرز آژانس د هولبروک په حواله وايي چي امريکا او لوېديځ هيوادونه په دې پوهېدلي چي نه يوازي د افغانستان شخړه، بلکي د نړۍ هيڅ يوه کشاله په جنګ باندي نه ده حل سوې. د هالبروک په وينا د اوباما اداره په دې راضي ده چي اصلاح سوي طالب مشران په افغان حکومت کي ومني.
نوموړي په دې باب وضاحت نه دئ ورکړئ چي د طالب مشرانو څخه يې د هغوى مشر ملامحمدعمر هم مراد دئ، که يوازي د هغوى ټيټ پوړي مشران يادوي.