کور / تازه خبرونه / تازه خبر: حنيف اتمر او امرالله صالح استعفاوي وکړې

تازه خبر: حنيف اتمر او امرالله صالح استعفاوي وکړې

د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر او د ملي امنيت رئيس امرالله صالح له خپلو دندو استعفاوي کړي دي.
د ملي امنيت رئيس امرالله صالح خپله استعفاء نن ماځيګر په رسمي توګه اعلان کړه، خو د کورنيو چارو وزير تر اوسه رسنيو ته په دې باب څه نه دي ويلي.
د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي ولسمشر کرزي د دواړو چارواکو استعفاوي منلي دي.
د کورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر او د ملي امنيت رئيس امرالله صالح تېره اونۍ د ولسمشر کرزي له سختو نيوکو سره مخ سول او له هغوى څخه يې د استعفاوو غوښتنه کړې وه.
راپورونه وايي چي ولسمشر کرزى ځکه دواړو چارواکو ته په غوصه وو چي د سولي پر ملي مشورتي جرګه د طالبانو د حملې په مخنيوي کي پاته راغلي وو.
محمدحنيف اتمر له ٢٠٠١ کال راهيسي د ولسمشر کرزي په کابينه کي د کليو او پراختيا، ښووني او روزني او د کورنيو چارو پر وزارت باندي کار کړى دئ. همدا راز امرالله صالح د ولسمشر کرزي په لومړۍ انتخابي دوره کي د ملي امنيت د رئيس په توګه کار کاوه.