کور / تازه خبرونه / کندهار: چاودني مرګ ژوبله واړوله

کندهار: چاودني مرګ ژوبله واړوله

د کندهار له ښار څخه دباندي د پنجوايي پر دوه لاري يا د ګونديګان اډې په سيمه کي نن سهار يوه چاودنه سوې چي د يوه پوليس په ګډون يې درې تنه وژلي او شاوخوا لس کسان يې ټپيان کړي دي.
راپورونه وايي په ټپيانو کي هم دوه پوليس شامل دي، خو پاتي نور کسان ولسي وګړي دي، چي شپږ تنې يې ښځي دي. بايد وويل سي چي پرون د کندهار د ولايت مقام ته څرمه هم يوه چاودنه سوې وه چي يو تن يې وژلى او ١٤ ټپيان کړي وو.