د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کي د بهسودو پر پله باندي د بهرنيو ځواکونو پر يوه موټر بريد سوئ چي ١٣ کسان يې ژوبل کړي دي.
د ننګرهار ولايتي مقامات وايي د دې بريد له امله يوازي ځانمرګى بريد کوونکى مړ سوى دئ.
د ننګرهار د عامي روغتيا رئيس وايي روغتون ته ١٣ ټپيان ور وړل سوي چي څو تنه ماشومان هم پکښي شامل دي.
عيني شاهدان وايي په دې بريد کي د بهرنيو ځواکونو يو ټانک هم له منځه تللى، خو د بهرنيانو د مرګ ژوبلي په باب تر اوسه جزيات نه دي څرګند سوي.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه حمله په خپله ډله پوري تړي او وايي اته تنه بهرني پوځيان يې پکښي وژلي دي. نوموړي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي په باب څه نه دي ويلي.