باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې د ملي مشورتي جرګې پايلو ته په اشارې ليكلي، چې اوس افغان ولسمشر كولې شي، چې د خلكو له ملاتړ سره له طالبانو سره د سولې خبرې پيل كړي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې د جرګې برخه والو افغان ولسمشر ته د هغه څه په اړه زرغون څراغ وركړې، چې ده له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه غوښتل.
ورځپاڼې په افغانستان كې د مسيحت په تبليغ كې د ځينو ګاونډيو هيوادونو د لاس لرلو په اړه شويو اشارو ته په پام سره ليكلي، چې اوس ګاونډي هيوادونه له دين نه هم د استخباراتي حربې په توګه كار اخلي.
ورځپاڼې په دوام كې ددې مسئلې د جدي تعقيب او په هغې كې د بهرنيو كړيو د لاس وهنې د مخنيوي غوښتنه كړې ده.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې له پريكړو نه د نړيوال ملاتړ مسئله راخستې او ليكلي، كه څه هم سوله او پخلاينه په بشپړ ډول يو افغاني بهير دې، خو ددغه بهير د بريا لپاره د نړيوالې ټولنې غوڅ ملاتړ ته اړتيا ده.
ورځپاڼې ليكلي، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې غړو د همد ټكي په پام كې نيولو سره افغان دولت ته سپارښتنه كړې، چې ددې جرګې پريكړې د كابل د نړيوالې غونډې په اجنډا كې شاملې كړي.
ورځپاڼې د دې جرګې په اړه د نيويارك ټايمز او واشنګټن پوسټ په څير ځينو بهرنيو ورځپاڼو تبصرې هم راخستي او په غټو ټكو سره يې ليكلي، چې دې جرګې بريالۍ پايلې درلودلې او د سولې لپاره يى د ولسمشر كرزي له پلان نه ملاتړ وكړ.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم د سولې په ملي مشورتي جرګې بحث كړې او ليكلي، چې دا جرګه په خير سره پاى ته ورسيدله او د ولسمشر كرزي هيلو هم رنګ راوړلو.
ورځپاڼې ليكلي، چې اوس ددې وخت رارسيدلې، چې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د افغانانو هيلو ته هم پام واړولې شي.
د ورځپاڼې په وينا په افغانستان كې موجوده حالات په هيڅ صورت د منلو وړ ندي او نړيوله ټوله بايد د شتو ستونزو په هواري كې پراخه همكاري وكړي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې په حكومت باندې د فشار راوړل هم كومه ګټه نلري، بلكه ددې برخلاف وسلوالو مخالفينو ته پلمه په لاس وركوي، څو خپل خوځښتونه پراخ كړي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د مسيحت د تبليغ په لانجې تبصره كړې، خو د افغانستان د كورنيو چارو د وزير په حواله يى ليكلي، چې دوى له كليساو سره تړلې اووه موسيسې تړلي دي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د سولې د ملي مشورتي جرګې پايلو او اغيزو ته انتقادي نظر غورزولې او هغه يى يوه داسې ناسته بللې، چې د ورځپاڼې په وينا ډير ژر به هره كړاى شي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د جرګې برخوالو كومه ځانګړې اجنډا نه درلودله او د هغې په سر كې هم داسې كسان موجود وو، چې په افغانستان كې د بشر د حقوقو د سرغړاوونكو په توګه ياديږي.
د ورځپاڼې په وينا هغه كسان، چې په تيرو كلونو كې ماجرايي شخصيتونه بلل شوي په راتلونكې كې هم ماجرا جوړولې شي.
ورځپاڼې په عينې حال كې ددې جرګې د پريكړو د پلې كولو لپاره د افغان چارواكو نظرونه هم راخستي، چې ويلي يى دي، ددې پريكړو پلې كول وخت ته اړتيا لري.