دکابل دمشورتي جرګې په اړه داسلامي امارت دویاند ذبیح الله مجاهد مطبوعاتي څرګندونې :
له تیروڅو میاشتو راهیسې دیرغلګرو اودکابل درژیم دنورو تیرایستونکو برنامو په لړکې دسولې دمشورتي جرګې په نامه دیوې غونډې جوړیدل هم درسنیوپه سرټکو کې وه چې له بیا بیا ځنډولو وروسته دتیرې چارشنبې په ورځ بالاخره دایره شوه .
ددې جرګې په اړه اسلامی امارت له وړاندې هم په خپل عکس العمل کې په ډاګه کړې وه چې داجرګه دتیروهغو غوندې یوازې یوه نمایشي جرګه ده چې دنړیوالو اشغالګروپه فرمایش دافغانانو دتیرایستلو لپاره په کارګمارل شویده ،دجرګې په اړه داحقیقت له هغه وروسته ښه رابربنډشوچې کله څوورځې وړاندې یوې لویدیځې معتبرې نشریې ( کرسچن ساینس مانیټور )په خپل یوه راپورکې په ډاګه کړه چې چې دسولې په نامه داجرګه دسپیني ماڼۍ او داوباما دادارې په رسمی غوښتنه اواجازه رابلل شویده دهمدې راپورله مخې دې جرګې ته له هغه وروسته دامریکایانوله خوارسمیت ورکړل شوچې کله یې د خپلو استعماري ګټو ددفاع په لاره کې دجرګې دپریکړوپه اړه دکابل له رژیم څخه پوره ډاډ اوتضمین ترلاسه کړ .
اوس چې جرګه پای ته رسیدلي دصادر شوي پریکړه لیک په اړه یې داسلامي امارت له دریځّ څخه په نمایندګۍ په لنډو لاندې ټکې ابلاغوو
لومړی – سره له دې چې دجرګو اومشورو رسم ته دافغان مسلمان اولس ترمابین دیوه منلي اودستونزو دپای ته رسونکي اصل په سترګه کتل کیږي اوهمیشه له دې لارې دهیواد مهمې ستونزې حل شویدي مګر دکابل تازه پای ته ر سیدلې جرګې پرته له دې چې دهیواد دستونزو دلازیاتولو اودبهرني اشغال ددوام اوتقویې لپاره لاره هواره کړي نوریې هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده .
دوهم – دجرګې په پریکړه لیک کې دروانو ستونزو اومشکلاتو دکیلي ( دبهرني اشغال دپای ته رسولو ) څخه هیڅ یادونه نه ده شوې ، بلکې له امریکایي او نورو نړیوالو اشغالګرو څخه غوښتنه شوې چې دهیواد داشغال دبقالپاره خپلو هراړخیزو سرمایه ګذاریو ته دوام ورکړي ، چې داډول پریکړه زمونږ له انده دافغانستان له خپلواکۍ او دمؤمن اولس له دیني اوملي ارزښتونو سره تاریخي جفا بلل کیدای شي .
دریم – دبې ګناه بندي افغانانو دخلاصون اوددوی په اصطلاح دتور لیست دسپینولودمشروطو وړاندیزونودبیاتکرار غوندې دجرګې دپریکړه لیک په ټول متن کې کومه داسې نوې خبره نه ترسترګو کیږي چې دافغانستان دروان بحران دپایته رسولو په لارکې لږترلږه دیوه ګام حساب پرې وشي ،په صادر شوي پریکړه لیک کې بیاهم ټول هماغه موضوعات راغلي چې له تیرو څو کلونو راهیسې ترې دکابل درژیم چارواکي په بیابیایادونه کوي اوداسلامي امارت له خوا ورته په خپل وخت مناسب عکس العمل وړاندې شوی دی .
دافغانستان داسلامی ویاند