کور / تازه خبرونه / کندهار: د بم چاودني ۱ وژلى ۱۴ ټپيان کړي

کندهار: د بم چاودني ۱ وژلى ۱۴ ټپيان کړي

نن (شنبه) دکندهار د والي دفتر ته څېرمه، پر ىوه بايسکل ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکيو، د چاودنې په پايله کې يو پوليس وژل شوى او ۱۴ عام وګړي ټپيان شوى، چې د څلور حالت نازک ښودل شوى دى.
د والي وياند ايوبي رسنيو ته ويلي چې د پىښې پر مهال کندهار والي توريالى ويسا په دفتر کې نه و.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې همدا پرون په کابل کې د سولي ملي مشورتي جرګه پاى ته ورسېده، تر څو د افغان دولت له مخالفو ډلو سره د سولې خبرې وکړي.
بل خوا په همدې ولايت کې نړىوالو ځواکونو ويلي چې د وسله والو پر وړاندې د پراخو عملياتو پلان لري.
په تېرو ورځو کې د کندهار ادارې هم له کندهاريانو سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به يې له بې امنۍ خلاص کړي.