کور / تازه خبرونه / لوړ پوړي وزيران او چارواکي ولسي جرګې ته وغوښتل شول

لوړ پوړي وزيران او چارواکي ولسي جرګې ته وغوښتل شول

د شنبې په ورځ د کورنيوچارو وزير محمدحنيف اتمر، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، د ملي امنيت عمومي رئيس امرالله صالح اولوى څارنوال محمداسحق الکو د دوو بنسټونو له لورې دمسيحت دين دخپرولو دمخنيوي په کارکې دافغانستان دحکومت داقتداماتو اوځواب ويلولپاره ولسي جرګې ته غوښتل شوي وه .

ولسي جرګې هغه بهرني بنسټونه چې په هيوادکې دمسيحت دين د دودولو لپاره کارکوي په کلکه نيوکه کوي .

دکورنيوچارو وزير وکيلانو ته دخپلو خبرو په ترڅ کې وويل ددغه وزارت څيړنې ښيي چې دمسيحت دين په تبليغ او رواجولو کې ګاونډې هيوادونه لاس لري .

په ورته وخت کې په هرات ولايت کې يوشميرزدکوونکو اوښوونکو دبهرنيوبنسټونو له لورې دمسحت دين په رواجولو په غبرګون لاس په مظاهرو پورې کړى دى .

اعتراض کوونکې دافغانستان له حکومت څخه غواړي ترڅو دغه بنسټونه له افغانستان څخه ژرترژره خارج کړي او د هغې عاملين دي عدليي اوقضايي بنسټونوته وروپيژني .