کور / تازه خبرونه / دوو امريکايي بانکونو په افغانستان کې پانګونه وکړه

دوو امريکايي بانکونو په افغانستان کې پانګونه وکړه

دسوداګرۍ اوصنايع خونه په افغانستان کې د دوو لويو امريکايې بانکونو دپانګونې خبر ورکوي .
دغه اداره وايي چې داګزم اوبيجمارګين په نومونو دوه لويه امريکايي سوداګريزبانکونه دې ته ليواله شوي چې افغانستان ته دخپلو برخوالوپه راوستوسره په بنسټيزو پروژ کې پانګونه وکړي .
دسوداګرۍ اوصنايع خونه وايي چې دامريکادولت په افغانستان کې دبيارغاونې اوپانګې اچونې په بهيرکې ددغو بانکونو دونډې اخيستولپاره دهغوى بيمه هم پرغاړه اخيستي ده .
ويل کيږي ددغه دوه بانکونو په راتګ سره به په افغانستان کې ديوشميرپروژو دلګښت ورکولوسربيره چې زياتوپيسوته اړتيا لري شرکتونو اوخلکوته دپور ورکونې لارهم هواره شي .
له بل پلوه دسوداګرۍ اوصنايعو خونه په افغانستان کې دپانګونې پروړاندې دپرتو ستونزوپه اړه دانديښنې په څرګندونې سره وايي چې دولت بايد دپانګونې دستونزو دحوارۍ لپاره ګام واخلي اودې هيواد ته ددغو بانګونو دڅآنګو دراوړلو اودهغوى دشريکانودراتګ لار هواره کړي .