په پکتياولايت کې ديوه غره دښويدو له امله دمرکز سره دشپږو ولسواليومؤصلاتي لارې تړل شوي دي .
دنوموړې ولايت دوالي وياند وايي دفوائدعامي رياست کارې ډله دبيارغاونې لپاره سيمې ته رسيدلي دي خوپه ويناغر اوس هم ښويږي اودهمدې له امله دوى هم نه شي کولاى خپل کارپيل کړي.
ديادونې وړده دروانې مياشتې په څلورمه نيټه دسرپل ولايت چارواکو هم ددغه ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې ديوه غره دحرکت خبر ورکړ او ويلي يې وه چې له امله سلګونه کورنه له ګواښ سره مخ دي .