نيټه: د ۲۰۱۰ ميلادي كال د جون د مياشتې ۰۵ نيټه
ترتيب: حميد مهمند
په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره د سولې په ملي مشورتي جرګې او د هغې په پريكړه ليك بحثونه كړي.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د جرګې د پريكړه ليك دا برخه راخستې، چې افغان دولت بايد د سولې بهير د يوې دايمي ملي ستراتيژۍ په توګه پخپلو كاري پروګرامونو كې شامل كړي.
ورځپاڼې د جرګې د مشر استاد رباني دا وينا هم راخستې، چې د سولې ملي مشورتي جرګه بايد يو نمايشي او لنډ مهاله كار نه وي، بلكه د سولې د ټينګښت لپاره بايد د يو هوډ په توګه وكارولې شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په اړه د طالبانو د دوو پخوانيو چارو مولوي وكيل احمد متوكل او ملا عبدالسلام ضعيف نظرونه راخستي.
د ورځپاڼې په وينا كه څه هم دوى دواړو د ځينو نزاكتونو له كبله پدې جرګه كې د ګډون بلنه رد كړې وه، خو د جرګې د بريا لپاره دا ضروري بولي، چې بهرني ځواكونه بايد د هغې پريكړو ته درناوې وكړي او د سولې خبرې بايد د كوم قيد او شرط پرته په پوره ځواك سره پيل شي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياتره مطالب د سولې د ملي مشورتي جرګې بحثونو او پايلو ته ځانګړې كړي او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې دا جرګه د افغان ولس په ملي ژوندانه كې د يوې سترې تاريخي پيښې په توګه په بريالۍ توګه پاى ته ورسيده.
ورځپاڼې ددې جرګې په اړه په يو بل سرليك كې ليكلي، چې دې جرګې په هيواد كې د سولې لپاره د ولس ځواكمنه اراده نندارې ته وړاندې كړه.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د سولې د ملي مشورتي جرګې په پريكړو بحث كړې او ليكلي، چې دا جرګه په افغانستان كې سولې ته د رسيدو لپاره د يو ستر ملي يون پيلامه ده.
ورځپاڼې ليكلي، چې د افغانستان ټول خلك بايد پدې ملي يون كې فعاله برخه واخلي، ځكه د ورځپاڼې په وينا د جرګې د پريكړه ليك پلي كول د حكومت او خلكو ګډ مسؤليت دې.
سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو د پلې كيدو په څرنګوالي بحث كړې، چې د ورځپاڼې په وينا يو ازمون دې.
ورځپاڼې د جرګې په پريكړه ليك كې وړاندې شويو سپارښتنو ته په اشارې ليكلي، كه دولت، نړيواله ټولنه او وسلوال مخالفين هغه عملي كړي، نو د سولې په وړاندې پاتې خنډونه به په نشت حساب شي، كه نه نو د ورځپاڼې په وينا هيڅ ډول پايلې به ونلري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا دا خبر وركړې، چې اروپايي ټولنې او امريكا د سولې د ملي مشورتي جرګې له پريكړه ليك نه خپل ملاتړ اعلان كړې او دا جرګه يى په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره يوه مهمه موقع بللې ده.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې پدې جرګه كې د محقق او دوستم د نه ګډون لاملونه څيړلي او ليكلي، چې دا له سولې سره ددوى د مخالفت معنې لري.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په پريكړو بحث كړې او ددې ترڅنګ، چې هغه يى د درنې جرګې درنې پريكړې بللي، هيله يى څرګنده كړې، چې ټكي په ټكي پلې شي.
ورځپاڼې د افغانستان د شتو ستونزو په اړه د جرګې په كاري كميټو كې شويو بحثونو ته په اشارې ليكلي، چې د ولس استازو خپل مسؤليت ادا كړ او اوس دې خداى چارواكو ته دا ايمان او غيرت ور په برخه كړي، چې د سولې دا بيړۍ تر ساحله پورې و رسوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د دې جرګې د مشر استاد رباني د څرګندونو ځينې برخې هم راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې د سولې دا جرګه د سولې د خبرو لپاره مهمې لاسته راوړنې لري.