په افغانستان کي د دولت د مخالفينو سره د مذاکراتو په باب خاطر راغوښتل سوې د سولي ملي مشورتي جرګه نن په کابل کي تر درې ورځنۍ غونډي وروسته د پرېکړه ليک په صادرولو پاى ته ورسېده. د جرګې ګډونوالو له تور ليست څخه د افغان طالب مشرانو د نومونو د پاکولو، د شپې له خوا د تلاښيو د نه ترسره کولو، د ملکي کسانو مرګ ژوبلي ته د جدي پام کولو او له طالبانو څخه د القاعدې سره د اړيکو د پرې کولو غوښتنه کړې ده. د جرګې په پرېکړه ليک ويل سوي چي دولت دي له طالبانو سره د خبرو اترو ور پرانيزي او له حکومت او طالبانو دواړو څخه يې غوښتي چي مذاکراتو ته د پخوانيو وړاندي سويو شرطونو څخه تېر سي. په پرېکړه ليک کي دا هم راغلي چي نړۍ واله ټولنه او افغان حکومت دي د دې جرګې د پرېکړو څخه ملاتړ او درناوى ورته وکړي او راتلونکې مياشت په کابل کي جوړېدونکي نړۍ وال کنفرانس ته دي دغه پرېکړه ليک د بحث دپاره وړاندي سي. بشپړ پريکړه ليک په دې ډول دی :
پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره مفاهمه، مذاکره او موافقه
۱. موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي په جګړه کې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کوو، څو د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو مطابق، د افغانستان د خلکو غږ او غوښتنې ته د جګړې، ورور وژنې د بندولو او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره لبیک ووایي او د مفاهمې او مذاکرې لاره خپله کړي. دا د ټولو افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې نوښت دی او په هېڅ توګه بهرني افراطي عناصر او نړیوالې ترهګرې شبکې نه رانغاړي.
۲. دولت باید د سولې د پروسې د پیل لپاره د سولې د ملي مشورتي جرګې دپرېکړو په پام کې لرلو سره یو هراړخیز پروګرام جوړ او د سولی د تامین لپاره دوامداره برنامی د یوې ملي او دایمي ستراتیژۍ په توګه اعلان کړي.
۳. د سولې هڅې باید د نظام لاسته راوړنې او د هغه قانوني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې رانه ولي چې په هېواد کې د تازه کړکېچ د رامنځته کېدو سبب شي.
۴ . پایه دارې سولې ته د رسېدو په مقصد د ټولو اړخونو هراړخیزې او صادقانه ژمنې یو ضروري کار دی. موږ ګډون کوونکي جدي هیله لرو، څو د افغانستان د خلکو او د سولې د ملي مشورتي جرګې د ګډون کوونکو غوښتنو ته درناوی وشي او د دې جرګې پرېکړې په جدي توګه په عمل کې پلې شي. پرته له دې به د جرګو تاریخي ارزښتونو ته زیان ورسیږي
۵. موږ له ټولو ښکیلو خواوو څخه هیله کوو څو له هغو مخکې شرطونو څخه چې د مذاکرې او مفاهمې د پیلولو زمینه ناشونې کوي، ډډه وکړي او د تفاهم د پیل لپاره جوړونکي او انعطاف منونکي چلندونه ترلاس لاندې ونیسي او خپل ښه نیت څرګند کړي.
۶. قومي، سیمه ییزو، ژبني، سمتي، تنظیمي، مذهبي او سیاسي مسایلو ته د لمن وهلو مخنیوی ، چې د ملي وحدت د زیانمنولو سبب کېږي، د ښکیلو خواوو په کاري لومړیتوبونو کې ونیول شي.
۷. د اقتصادي بنسټ د پیاوړي کولو لپاره د پانګې اچونې د زمینو برابرول، د بوختیا د پیدا کولو په مقصد د بشري منابعو او د هېواد د بنسټونو پرمختیا او وده، د بې وزلۍ کمول او د اسلامي او عمومي تعلیماتو د ظرفیتونو لوړول دې د دولت د برنامو په سر کې ځای کړای شي.
له ناراضیانو سره د مذاکرې د چوکاټ جوړول
۸. موږ د افغانستان له دولت او په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونو څخه غوښتنه کوو چې:
– د ښه نیت په عنوان دې دولت د هغه شمېر افرادو د آزادولو په اړه چې د غلطو رپوټونو او یا ناثابتوتورونو پر بنسټ په بېلابېلو جېلونو کې پراته دي سملاسي او جدي اقدام وکړي.
– دولت باید له نړیوالې ټولنې سره په تفاهم کې له تور لست څخه د مخالفینو د نومونو په وېستلو کې چټک اقدام وکړي.
– دولت او نړیوال ځواکونه باید د هغوکسانو چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي د امنیت او خوندیتوب د تامینولو ضمانت وکړي او د هغوی لپاره دې، خوندي ژوندانه ته د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.
– له نړیوالو او افغاني ځواکونو څخه جداْ غوښتنه کېږي، څوله بې مورده نیونو او د کورونو پخپل سرو تالاشیو او د استوګنې په سیمو باندې له بمبارۍ څخه چې د ملکي تلفاتو سبب کېږي، په کلکه ډډه وکړي.
– دولت باید د پوځي عملیاتو د رهبري کولو او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ لپاره جدي اقدامات وکړي.
– وسله وال ناراضیان باید تاوتریخوالی او هغه ټول فعالیتونه چې د ګرانو هېوادوالو د وژلو او د بنسټونو د تخریبولو سبب کېږي، پرېږدي اوخپلې اړیکې دې له القاعده او سیمه ییزو ترهګرو شبکو سره پرې کړي.
– له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کېږي څو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تجهیزولو، روزلو او پیاوړي کولو کې جدي همکاري او اقدامات وکړي څو دا ځواکونه وکولای شي د هېواد او خلکو د امنیت د تامینولو مسوولیت پخپله غاړه واخلي.
– موږ له نړیوالې ټولنې څخه د اوږدمهالو ژمنو غوښتونکي یوو څو افغانستان بیا د سیمه ییزو سیالیو د کړکېچونو په ډګر بدل نه شي، د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی وشي او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړي کولو لپاره زمینه مساعده شي.
– موږ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو څو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر مشرۍ لاندې د سولې له پروسې څخه هراړخیز ملاتړ وکړي.
– دولت دې د خلکو په همکارۍ د ښې حکومت دارۍ د جوړولو، کار د کار اهل ته د سپارلو لپاره او له اداري او اخلاقي فساد سره د مبارزې او د مرکز او ولایتونو په کچه د ځمکې د غاصبینو پرضد اقدام وکړي. دا اقدامات پر دولت د خلکو د باور په ترلاسه کولو او له دولت سره د ملت په نږدې کولو او د سولې د پروسې په بري کې کلیدي رول لوبوي.
– د افغانستان خلک د عادلانه سولې غوښتونکي دي چې په هغې کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هېواد د ټولو اتباعو حقونه په پام کې نیول شوي وي او د ټولنیز عدالت د تامینولو په مقصد جرګه ټینګار کوي څو قوانین پرټولو اتباعو یو شان تطبیق شي.
۹. موږ د دې جرګې ګډون کوونکي له علمای کرامو، د چاپي، صوتي او تصویري رسنیو له مسوولینو او کارکوونکو څخه غوښتنه کوو څو د سولې د تبلیغ او تاوتریخوالي د پرېښودو لپاره د جوماتونو له منبرونو او ډله ییزو رسنیو څخه رسالتمنده او مسوولانه استفاده وکړي.
۱۰. موږ د دې جرګې ګډون کوونکي له خپلو ټولو دیندارو خلکو څخه غواړو څو له دولت سره یو ځای د هېواد د اوسنیو ناارامیو د پای ته رسولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي او د دې پروسې د بري لپاره هڅه وکړي. دولت باید د خلکو په همکارۍ ټول لازم تدبیرونه د امنیت د تامینولو لپاره تر لاس لاندې ونیسي څو د جنایتکارانه او ترهګریزو اعمالو مخه ونیول شي.
له ناراضیانو سره د مذاکرې لپاره د میکانیزم جوړول
۱۱. په هېواد کې د سولې د پروسې د پرمخوړلو او د جرګې د مشورو د عملي کولو لپاره دې د ولایتونو او ولسوالیو د نمایندګیو په لرلو سره، واکمن کمېسیون یا د سولې عالي شورا جوړه شي، چې د هغه په ترکیب کې دې د خویندو او ورونو په شمول مصلح، زړه سواندي شخصیتونه، علمای کرام، قومي مشران، د ملي شورا له دواړو مجلسونو څخه یوـ یو تن استازی او هغه مخالفین چې له تاوتریخوالي څخه یې لاس اخیستی وي، شامل شي. دا شورا باید بندیانو ته د رسېدګۍ، خلاصولو او عادي ژوند ته د هغوی بېرته ستنیدو لپاره د رسېدنې په مقصد ځانګړې کمیټه جوړه کړي.
۱۲ . موږ د دې ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي ژمنه کوو څو د دې جرګې د سولې د پیغام ورکوونکو په توګه خپلو سیمو او ځایونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال د دې جرګې پیغام خپلو خلکو ته ورسوو او په دې لار کې به د سیمه ییزو ادارو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او ښځو په همکارۍ هراړخیزې هڅې وکړو څو خپله ملي او دیني ونډه د سولې په تامینولو کې ادا کړو.
۱۳ .د سولې د ملي مشورتي جرګې له پرېکړه لیک څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مکلفیت لري څو هغه د کابل د کنفرانس په اجندا کې شامل کړي.
۱۴. دولت باید د هغه میکانیزم له لارې چې جوړېږي، د سولې د برنامې د پرمختګ په اړه خلک په دوامداره او روښانه توګه خبر کړي.
۱۵. د جرګې د ۲۸ ګونو کمیټو سپارښتنې د سراسري سولې د عمل د برنامې او د سولې د ستراتیژۍ د جوړولو او تعقیبولو په مقصد له دې پرېکړه لیک سره مل دي.
۱۶. په پای کې د سولې ملي مشورتي جرګه د افغانستان د مسلمان ملت په استازیتوب، په نړیوالو اوبو کې د فلسطین د بېوزلو او محاصره شویو خلکو لپاره د غزې په تړانګه کې د بشردوستانه مرستو پرکاروان د اسراییلو د پوځي ځواکونو وحشیانه برید چې د لسګونو تنو د وژلو او ټپي کېدو سبب شو په کلکه غندي، د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره خپله همدردي څرګندوي او د لوی خدای له در بار څخه هغوی ته صبر او استقامت غواړي.
له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کېږي څو د غزې د تړانګې ظالمانه محاصرې ته د پای ټکی کېږدي.