دجاپان د لومړي وزیر یوکیو هاتویاما له استعفی دوه ورځي وروسته اوتوکان ددي هیواد نوي صدر اعظم انتخاب کړای شو.
کان د یوکیو هاتو یاما په کابینه کښي د ماليي وزیر وو. د جاپان واکمن ګوند (ډیموکراټیک پارټی) نوموړی خپل نوي مشر وټاکه. نوموړي د خپل ګوند مننه وکړه او د نوو اصلاحاتو وعده يي وکړه.
کان په دریو کلونو کښي د جاپان پنځم وزیراعظم دي. ددي هیواد پخواني وزیراعظم هاتویاما دوه ورځي مخکي د امریکايي فوځ د جنجالي آډي له امله استعفی ورکړه.
نوې صدراعظم خپل ګوند ته په وینا کښي وویل چي له امریکا سره اتحاد به دجاپان د هیواد د خارجي پاليسي مهمه برخه وي. نوموړې د امریکايي فوځیانو د اډي به اړه څه ونه ویل.
درو شپیته کلن کان په جنوري کښی ددي هیواد د ماليي وزیر وټاکل شو.دي له دي سره،سره د لومړي وزیر معاون هم پاتي شوي دي. توقع کیږی چی په راتلونکو څو ورځو کښي به خپله کابینه اعلان کړي