کور / تازه خبرونه / نن (جمعه) د سولې د ملي جرګې وروستۍ ورځ ده

نن (جمعه) د سولې د ملي جرګې وروستۍ ورځ ده

ټاکل شوي د نن ورځې په پاى کې دغه جرګه د دولت د مخالفينوسره دخبرو اترو په اړه دخپل کار پايلې اعلان کړي.
اخوا دسولې ملي مشورتي جرګه دافغانستان له دولت اوبهرنيوځواکونوڅخه غواړي ترڅودې جرګې ته ژمنه ورکړي چې پريکړوته يې درناوي کوي .
دا په داسې حال کې ده چې ددې جرګې اته ويشت کميسونونو پرون په جرمونوباندې دتورنو طالبانو دخوشې کولو اودښکيلوډلو ترمنځ داوربندپه اړه خبرې وکړي .
په ورته وخت کې په افغانستان کې دامريکادمتحده ايالاتونو سفيردسولې دملي مشورتي جرګې څخه ملاتړکوي او وايي ولسمشرکرزي ډيره ښه ويناوکړه اودخپلو خبرو په ترڅ کې دملي مشورتي جرګې موخې بيان کړي .
يوشميرکارپوهان ددې جرګې جوړيدل د دولت دمخالفو وسلوالوسره دخبرو دبهيرلپاره اغيزمن کار بولي .