دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت دنفتي توکو پلورونکو او واردونکوته خبردارې ورکړى چې که د راتلوونکو درې ورځوپورې دنفتي توکوپه بيه کې کموالى رانه شي دغه وزارت به بازارکې په جدي ډول عمل وکړي .
دغه وزارت وايي دنفتي توکويوشميرستروکمپنيو دتيلو ټانکرونو له هيواده بهر درولي چې دهمدې امله په بازارونو کې دنفتي توکو بيه لوړه شوي ده .
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت ديوشميرسترونفتي موادو دواردونکوتصديولخوا دافغانستان او ازبکستان په پوله کې څه دپاسه يوزرو پنځه سوه ټنه نفتي موادو درول له دولت څخه يوډول غچ اخيستنه بولي او وايي له همدې امله په تيره اونۍ کې دنفتي مواد بيي له نهه ديرشو څخه درې پنځوس افغانيوته لوړه شوې ده، چې د دولت په مداخلې سره به په بازارنوکې دنفتي موادو بيه راټيټي شي .
په ورته وخت کې زيات خلک دنفتي موادو دلوړيدوڅخه انديښمن دي اوله غوښتنه لري چې په دې اړه دولت جدي اقدامات واخلي .
خودسوداګرۍ اوصنايعو وزارت وايي يوشميرشرکتونه چې نفتي مواد يې دټيټ کيفيت له امله د دولت لخوا په حيرتانو بندرکې ضبط شوي غواړي دهيواد دپولوڅخه بهر دنفتي موادو دټانکرونوپه درولوسره د دولت خلاف غبرګون ښکاره کړي اوپه دې ډول دتيلو بيه لوړه کړي.