په ننګرهارکې ديوه ماين دچاودنې له امله دملي اردو دوه سرتيري وژل شوي اودرې نورټييان شوي دي .
دننګرهاردوالي وياند وايي دغه پيښه تيره ورځ له غرمې وروسته دخوږياڼوپه ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوه کله چې دملي اردو موټر دسړک ته څيرمه پرځاى پرځاى شوې ماين وربرابرشو .
بلخوا دتورې بوړې محاذ وياند لراوبر ويب پاڼې ته په راليږلې خبر کې ويلي چې پرون سهارمهال پاوکم لس بجې د توره بوړې محاذدسرتيرو لخوا دالفتح عملياتوپه لړکي دننګرهار ولايت خوګياڼوولسوالۍ دچمتلي په سيمه کي پرهغوګوډاګيانوترځمکې لاندي ښخ کړی ماين چاودولی چي په سيمه کي تېرېدل، درامنځ ته شوې چاودنې په ترڅ کي دملي اردوپنځه تنه عسکرځای پرځای وژل شوي دي .
نوموړى زياتوي ترچاودنې وروسته سيمې ته چورلکې راغلې اوخپل ټول مړه شوي کسان يې له سيمې انتقال کړي خوويجاړټانګ يې ترډېره په سيمه کي پاتي وو.
دا يادونې وړده چې خوږياڼي دننګرهارولايت يوه لويه ولسوالي ده چې وخت ناوخته پکې ورته پيښې رامنځ ته کيږي .
دپارلماني ټاکنو ديوسلواتلسوکانديدانو نومونه چې دټاکنوپه لومړي ليس کې نه وه راغلي په وروستي ليس کې راغلل .