کور / تازه خبرونه / د مشورتي جرګې لومړۍ ورځ پای ته ورسيده

د مشورتي جرګې لومړۍ ورځ پای ته ورسيده

د سولي مشورتي جرګه چي نن په کابل کي پيل سوه تر ماځيګر شپږو بجو يې دوام وکړ، ددې جرګې د مطبوعاتي چارو مسول ګل اغا احمدي وردګ لراوبر ته د راليږلي خبرپاڼي په يوه برخه کي داسي ليکلي:  له غرمې څخه وروسته د سولې د ملي مشورتي جرګې د ۲۸ ګونو کمیټو غونډې د رئیسانو او منشیانو د انتخاباتو لپاره ځانګړې شوې وې چې د مازدیګر تر شپږو بجو پورې یې دوام درلود او هرې کمیټې د خپل کاري بهیر د ښه والي لپاره رئیس او منشي و ټاکل.   


د سولې د ملي مشورتي جرګې د لومړۍ ورځې غونډې د ټاکلې اجندا سره سمې پر مخ ولاړې او د مازدیګر په شپږو بجو په بریالیتوب سره پای ته ورسیدې. د جرګې دویمه ورځ د کاري کمیټو کار ته ځانګړې شوې ده چې خبري پوښښ نه لري.