لندن : کمبریا کښي د ناپیژندل شوي کس د ډزو له امله څو کسان وژل شوي. د حمله کونکي کس د نیول لپاره پلټني رواني دي. برطانوي امنیتي مقامات وايي چي ډزي ډیرک برډ نومي شخص کړي د کوم تصویر چي پولیسو خپور کړي دی . د سیمه ایزي راډیو له راپور سره سم په دي حمله کښي تر دي مهال څلور کسان وژل شوي ، خو کیدای شي د وژل شويو کسانو شمیر زیات شي. له حملي څخه وروسته په کمبریا،وایټ هیون،سي اسکیل او کونتس علاقو کښي د وګړو په منځ کښي شدیده ویره خپره شوي ده. پولیسو د سیمي خلګو ته ویلي چی خپل کورونو کښي پاتي شي.