په ولسي جرګه کي د کابل د خلګو استازې آغلې ملالۍ شينوارې وايي که چيري استاد رباني د دې جرګې رياست ته دوام ورکړي دا به ګډون ونکړي.
آغلي شينواري له بي بي سي راډيو سره په مرکه کي وويل چي د رباني او ملګرو هغه خبري يې تر اوسه په ياد دي چي له همدې بي بي سي راډيو څخه يې ويل پر طالبانو غت غت بمونه واچوئ. نو اوس به دى په کوم مخ د طالبانو سره خبري کوي او هغوى به څنګه د ده سره خپلي پخوانۍ دښمنۍ هيري کړي.
آغلي شينواري وويل په جرګه کي ډيرو استازو د رباني له انتصاب سره مخالفت ښکاره کړئ، چي جرګه وروسته د همدې مخالفت له امله د تفريح په بانه وځنډول سوه.
بايد وويل سي چي د مشورتي جرګې رياست ته د استاد رباني پر انتصاب له تيرو څلورو ورځو راهيسي په رسنيو کي خبري کېدې او د ډېرو کسانو له مخالفت سره سره ولسمشر کرزي نوموړى دې دندي ته انتصاب کړ.