دبغلان ولايت دملاخيلو اومغل ها په سيمه تيره شپه د امريکا دځانګړو ځواکونو يوه چورلکه لويدلې ده . دياد ولايت دچارواکو له قوله چې هغوې دبهرنيوځواکونو په حواله خبر ورکوي دغه چورلکې دتخنيکي ستونزوله کبله بيړنې ناسته کړيده .
ولې بل خوا په سيمه کې وسلوال طالبان وايي چې چورلکه د دوي په ډزوسره رانسکوره کړيده چې په پايله ټول سپاره يي په کې وژلې دي . همدارنګه د وسلوالو طالبانو وياندذبيح الله مجاهد هم دپيښې مسووليت په غاړه واخيست اوزياته يي کړه چې چورلکه په راکټ سره ويشتلې شوي ده .
دبغلان ولايت چارواکې وايي چې تيره ورځ دمرکزې بغلان په ملاخيلواومغل ها سيموکې د د ولت ضدوسلوالو پرخلاف دسپيشل فروس ځواکونو عمليات پيل شوي وو چې په پايله کې دهغوې په وينا په دغوعملياتوکې 20 تنه وسلوال نيول شوي دي خو وسلوال طالبان بيا دخپلوکسانو نيول ردوي .