د سلام فرهنګي ټولني اعلاميه
05.02.02
د هېواد ملي ګټي دا سپارښتنه کوي چي د ملي دريځ پلويان د اوسنيو روانو سياسي او نړېوالو حالاتو په پوهېدلو او ارزولو خپلي ليکي غښتلي او د يوه کلک ملي مورچله خپل تنديريز ږغ پورته کړي . ټولي پخوانۍ او رواني ناخوالي يوه اړخ ته پريږدي او د يوموټي لوۍ افغانستان د پاللو او ساتلو لپاره سره يو شي . همدا يوالۍ د ټولو ستونزو د حل بنسټيزه لار ده .
د يوموټۍ او لوۍ افغانستان پاللو او ساتلو لپاره زموږ دکلک هوډ څرګندول به هغه لومړنۍ ګام وي چي د تلپاتي خپلواک هېواد په توګه د سيمي او نړۍ هېوادونوډاډاو باور خپل او تر لاسه کړو ، د دې پرته به اوسنۍ نيمګړۍ افغانستان هر مهال د ګاونډيو او بهرنيو د لاسوهنواو تيريو لپاره وړ چاپيريال وي .
ټول هېوادوال پوهيږي چي دنړيوالو زبرځواکونو تر منځ اړودوړ خورا پيڅلي پړاو ته رسېدلۍ دئ ، له بده مرغه د دې ځواکونو يو شميرپه زياتي لېوالتيا ضعيف افغانستان غواړي ، او زموږ د ملي روا ګټو خلاف د سيمي د کنترول لپاره خپل پخواني ژاندارم ته د واک او ځواک د ورسپارلو څرګندي ناروا هڅي کوي .
زموږ باور دا دۍ چي په اوسنۍ واکمني ادارې او د هغې سياسي مخالفينو ( ملي جبهه او نور سياسي ګوندونو ) او نظامي مخالفينو( طالبان ، اسلامي ګوند او نورو ) په منځ کي زښت زيات دا سي افغان هېواد پال شته چي د هېواد ژغورني لپاره تر خپلو ټولو ځاني ، ګروپي او سياسي ګټو تير شي او د هېواد ژغورني تر نوم لاندي د ټولو ملي ضد او افغاني ضد پروګرامونو او توطئومخنيوي ته په زغرده ودريږي او مقابله يې وکړي . د شک پرته اوسنيو سيمه ايزو او نړېوالو حالاتو هغه پړاو را رسولۍ دۍ چي دا ومنو: ( اوس به يوکيږو که نه ورکيږو )
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب