نثر په اصل کي يو عربي کليمه ده چي په پښتو کي د تيت او پاشان مانا ځني اخستى سو او د پاشلو،غير منظومو،نا اوډلو خبرو مانا هم ځني تعبېرېدلاى سي1.
په انګليسي ژبه کي (Prose) ورته وايي چي د (Prosa)يا (proversa)له کليمې څخه راوتلې ده چي د سيده او مستقيم مانا ورکوي چي په پښتو کي د هم هغه ساده او روان په مانا ده او د شعر(poetry)او نظم (Verse) بلعکس مانا ورکوي2.
نثر د طرز او ډول له مخي پر درو برخو وېشل کيږي چي ساده يا مرثل نثر،اولسي نثر او هنري نثر دى.
هغه مخيل کلام چي د قافيې،عروضو او نورو ورته شعري او نظمي قيودو او اساساتو څخه خلاص وي،له ادبي تصنعاتو څخه مالامال او تر عام نثر لوړ وي ،ليکوال په هغه کي د داسي طرز او ډول څخه کار اخستي وي چي لوستونکى خپل ځان ته داسي ور وکاږي چي ټول حواص يې يوازي هلته را ټول سي،لوستونکي ته د خيال وزرونه ور کړي او تخيل د اسمان په لاهوتي فضا کي الوت ورکړي او د پيښو او وقعاتو انځورګري په داسي توګه پکښي وکړي چي له هر ډول بديعي جوړښتونو څخه کار پکښي واخلي دا ډول نثر د هنري نثر په نوم ياديږي.
هنري نثر ته موږ منثور شعر هم ويلاى سو ځکه هنري نثر خپله يو شعر دى مګر د نثر په قالب کي يعني هنري نثر په اصل کي نثر دى مګر شعري کيفيت لري،هنري نثر په ١٩ پېړۍ کي په يوې نوې بڼه د نړۍ په سار اږدو کي خپور سو چي وروسته د نړۍ مشهور ليکوالو:لامارتين، الکساندر پوشکين،شارل بودلر،جبران خليل،رابيندرنات ټېګور،بليتيس،ويليم شکسپير،ويکټور هوګو،ګويته او… لخوا څخه پراختيا ور کول سوه او د شلمي پيړۍ په اويلو کي افغانستان ته راغلى.
په پښتو ادب کي د لومړي ځل لپاره هنري نثر د ثبت سو اسنادو په رڼا کي د علامه حبيبي رحمة الله عليه له يوې هنري ټوټې څخه را پيله ولاى سو چي د مچي په نوم ياديږي او په لاندي توګه ده:
((مچه
سر مي کوز سو، شونډو مي يوه ښکلې رنګينه طلايي پاڼه مچ کړه او خلکو ويل : دا قرآن دئ. زما په زړه کي د دې مچي سره يو تقديس آلوده د ارادت لېونۍ جذبه وه.
بله ورځ مي د مور لاسونه په احترام مچ کړل او دې هم زه پر تندي مچ کړم، خو د دې مچو په منځ کي د مځکي او آسمان فرق و. ما د مور لاسونه په درناوي او ميني مچ کړل، خو دې زما تندی په مهربانۍ او شفقت مچ کئ، بله پلا زما کوچنى زوی په ناز ناز، په خندا او ښکلا راغی، ما په غېږ کي ونيوی او پر سرو – سرو باړخوګانو مي په داسي محبت مچ کی چي د دې مچي خوند بېل وو.
ګوره ! دغه يوه شونډه په يوه مچه کي څوني ډول ډول خوندونه او مقصدونه لري؟! خو ! هغه خوند، هغه مزه، هغه مينه او هغه جذبه چي يو زلمی يې د پيغلي په سرو شونډو کي مومي، دا خو ځانله بېله خورا خوږه دنيا ده.
په دې مچه کي د عشق اور بليږي، دلته مينه،الفت،احترام او تقديس ټول سره ګډېږي. دا مچه د انسانيت د خوندونو يوه غوټه ده.
مچه ډېري معناوي لري، ډېر خوندونه لري او د دې ټولو نتيجه ده د انساني توکم دوام !))
وروسته وروسته دا ډول هنري نثر په پښتو کي خورا پراخ سو او په دې ډول نثر کي لوى لوى ليکوال لکه رواښاد ګل پاچا الفت،اروښاد اغامحمد کرزى،اروښاد محمد دين ژواک ارواښاد قيام الدين خادم،ارواښاد عبدالروف بېنوا او…. را منځ ته سول.
خو په دې ټول کي ارواښاد عبدالروف بېنوا ځکه د ځانګړي سبک او ځانګړي روش درلودنکى او ممتاز کس بللاى سو چي ښاغلي بېنوا په دغه زمانه کي پر پښتو او دري ژبه سربېره پر عربي او انګليسي ژبه هم ښه لاس بري درلودله او د نړۍ وال هنري نثر لوړي او ژوري تر نورو ښه ورته مالومي وې،نو په دې اساس د هغه هنري نثر تر ټولو ممتاز او په ټولو کي معياري هنري نثر بللاى سو او ان بې ځايه ادعا به نه وي چي و وايو د هغه زيات شمېر هنري ټوټۍ د نړيوالو شهکارنو سره سر خوري.
ارواښاد بېنوا په خپل هنري نثر کي د يوه خور لوى او مبتکر فلسوف په څېر خپل نظريات په داسي توګه وړاندي کړي چي لوستونکي ته هيڅ د خو ځاى نه پکښي پيدا کيږي،د ارواښاد بېنوا هنري نثر يوازي د هغه تر ادبي ټوټو پوري مقيد نه دى پاته سوى بلکي د هغه پر ټول نثر يې خپل سپېڅلى او خوندور سيورى غوړولى دي مانا داچي د استاد بېنوا ټول نثر د هنري نثر په مالګه مالګين سوى دى،زما د دغي ادعا د زبات لپاره و ګورى د افغانستان نوميالي،پښتني مېرمني او اوسنى ليکوال.
او د رابندر نات ټېګور د ګېتانجلي په ژباړه ارواښاد بېنوا دا و زباتله چي هغه نه يوازي دا چي د يوښه هنري نثر ليکوال دى بلکي هغه د هنري نثر يو ښه ژباړن هم دى.
ښاغلى قديم پتيال د خپل اثر پردېس بېنوا په ١٢٦ مخ کي د استاد بېنوا د هنري نثر په اړه يو ډېر ښه او هنري نظر لري چي په لاندي توګه دى:
ارواښاد استاد بېنوا د ادبي نثر په برخه کي ځانته جلا طرز لاره او زياتره مهال يې په ادبي نثرونو کي د فکر تله تر هنري او شاعرانه هغې سپکه ښکارېدله.ارواښاد بېنوا د لنډو ادبي ټوټو په ليکلو کي کمال کاوه او لوستونکى يې د خيالي اسمانونو پر نظام په اريانوونکي سفر بېوى،دى د غرنو پر ګړنګونو،د هسک پر لاهوتي څنډو،د سيندو پرنازکو او لطيفو څپو او د طبيعت پر کږليچونو د يوه خيالي او ښکلي سفر په تلوسه کي وو.
بېنوا د ښکلو سترګو په مرغلينه ځلا کي د سهار د نسيم په طراوت کي او د ګلونو په رنګارنګۍ کي د يوې ابدي او تلپاتي ښکلا په لټه کي وو.
بېنوا د خپل نګار د ياد لپاره په شپو شپو شبګيرۍ پر ځان منلې او د باد پر وزرونو يې د شاعرانه خيال په پوښ کي خپل يار ته د زړه دردونه او آهونه ورلېږلي.
استاد د خپل يار په درد کي سوى لوى اوسېدلى او تل د نګار له جفاوو زوکلېدلى او ځورېردلى دئ.خو له دې سره تر څنګ يې د خپل خيالي جنت هيواد مينه هم له زړه وتلې نه ده،تل يې د دغي مېني په عشق کي د خپل زړه غوښي کباب کړي او د کباب له دغه سياهي څخه يې د خپل قلم رنګ جوړ کړى او بيا يې د دې مقدسي خاوري په ستاينه کي په يوه ښکلي هنري انداز ډيري مرغلري سره پېيلي دي.)
په حقيقت کي هم ارواښاد بېنوا هغه څوک چي خپل ټول ژوند يې د ځان پر ځاى د نورو لپاره کړى وو نو په دې اساس څنګه چي ښه ليکنه،ښه شعر او ښه هنر هغه دى چي د اولس رنګ او د اولس اواز پکښي له ورايه څرګنديږي نو د بېنوا ټول اثار له دې اړخه بشپړ دي.
استاد بېنوا په خپل هنري نثر کي پنځه هنري اثار لري چي درې يې ژباړي دي او دوه يې خپل مستقيل اثار دي.
د هغه لومړۍ هنري اثر د زړه خواله په نوم دى چي استاد بېنوا د خپل خيالي اشنا په نوم د ليکونو په توګه ليکلى دى او هره موضوع يې يو ليک دى،دوهم اثر يې د پرېشانه افکار په نوم د تکړه مهتمم ښاغلي مطيع الله روهيال لخوا د هيواد د بېلابيلو ورځپاڼو او اونيزو څخه د استاد ادبي ټوټې پکښي راټولي کړل سوي دي.
باغوان د رابندر نات ټېګور د شعرنو مجموعه د چي د ښاغلي بېنوا لخوا په هنري نثر کي ژباړل سوې او د طلوع افغان په ورځپاڼه کي په پرله پسې توګه خپره سوې،بله ټولګه يې د څرک په نوم ده چي لا خپره سوې نه ده دا ټولګه د نړۍ د مشهور هنري نثر ليکوال جبران خليل د لنډو ټوټو ژباړه ده. او وروستۍ هنري اثر يې د ربندر نات ټېګور ګيتانجلي ده چي په هنري نثر کي مناجاتونه دي او د دغه اثر ژباړه لوى هنري استعداد او اوچت تخيلي پرواز ته اړتيا لري چي ارواښاد بېنوا په ښه توګه د دغه کار تر عهده وتلى دى.
زه خپله دغه کوچنۍ ليکنه چي د استاد بېنوا رحمة الله عليه د هنري نثر د ناوکۍ له مخ څخه په هيڅ توګه په سم ډول پلو نسي ليري کولاى د استا بېنوا په دې لنډه ادبي ټوټه راټوله وم:
آه! د سګريټ دوده!
چي نيمه شپه سي ځان بيدار كړه
چـي پكښي واورې د ويشتلو فريادونه
(پښتو لنډۍ)
د كوم بې نيازه په ياد يوازي په بستر كي پروت او د دې نيمي شپې په فضا كي ستا ننداره كوم؟
د سپوږمۍ رڼا ته ښه ښكارې، په څه مستۍ له خولې راوزې او د سر دپاسه مي نڅا كوې، ورو ورو پورته كېږې.
آه ! تر يوي ثانيې وروسته بيا څه سې؟
آيا ته د نامراد ميين د سوي زړګي له آرزوګانو څخه تركيب سوى نه يې؟
آيا ستا سره هر وار د ناكامي ميني ساړه ساړه آهونه په فضا كي نه خپرېږي؟
ته چيري ځې؟
د مين د مقصد لور ته روان يې، كه د عدم؟ پوهېږم چي زما د زړه خبري له ځانه سره وړې، مګر كوم ځاى ته؟
بيا به بيرته راوګرځې؟ او كه به د نامرادي نجلۍ د ژوند په شان د ټولو اميدو سره محوه سې؟
نيمه شپه ده، ګرده خلك بيده دي، د رحمت دروازې خلاصي، او د عاصيانو مناجاتونه قبلېږي، مګر افسوس …
زما آه بې اثره، او آرزو مي بې نتيجې ده.
نو اې وروستنى دوده !
تر هغه چي فضا تا محوه كړي، زما بې نيازي ته ورسه او د الهام غوندي ورته ووايه :
“مين دي يوازي دى!”.
ماخذونه
١:پتيال،عبدالقديم،پردېس بېنوا،علامه رشاد خپرندويه ټولنه کندهار،صحاف نشراتي اداره ،١٣٨٧
٢:فسايي،منصور رستګار،انواع نثر فارسي،سازمان مطالعه و تدوين کتاب علوم انساني دانشګاهها(سمت)١٣٨٠.
٣:مرهون،محمود،نثر،مستقبل خپرندويه ټولنه،رسالت تخنيکي څانګه،١٣٨٨.