د سولي مشورتي جرګه د ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانيستل سوه، نوموړي هيله وښوده چي د افغانستان ستونزو ته به د دې جرګې له لاري د حل لاره پيدا کړي.
ولسمشر کرزي وويل د دې خاوري د هر بچي، هري ښځي، هر سپين ږيري او هر وګړي دا دئ چي په هيواد کي سراسري امن وويني.
د ولسمشر تر وينا وروسته حضرت صبغت الله مجددي د مخکنۍ پرېکړي پر اساس د جمعيت اسلامي ګوند مشر پروفيسر برهان الدين رباني د جرګې د رئيس او مولانا قيام الدين کشاف د مرستيال په توګه انتصاب کړل.
د دې جرګې په هکله که څه هم طالبانو او حزب اسلامي وختي لا مخالفت ښودلى وو، خو د ولسمشر کرزي له خوا په غير ديموکراتيکه توګه رياست ته د استاد رباني انتصاب پر جرګه باندي د عام ولس باور هم له شکونو سره مخ کړ.
متنقدين وايي چي يو پخوانى جنګسالار د رئيس په توګه انتصابول د افغاني جرګو ته سپکاوى دئ. د دوى په وينا استاد رباني د طالبانو او اسلامي حزب سره په کلونو جګړې او په زرونو مړي سره کړي دي، ځکه خو به اول رباني پخوانيو تربګنيو په ته پام سره په خپله دنده کي مخلص نه وي او بل به طالبان او اسلامي حزب هم پر هغه باور ونکړي.