کور / تازه خبرونه / خوست ناپېژاندو وسله والو مرګ ژوبله واړوله

خوست ناپېژاندو وسله والو مرګ ژوبله واړوله

په خوست ولايت کې په يوموټرباندې دناپيژندل شويو وسلوالوپه بريدکې يوتن وژل شوى اودوه نورټپيان شوي دي .

دخوست ولايت دوالي وياند وايي دغه پيښه دسې شنبې په ورځ سهار ددغه ولايت په اسماعيل خيلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې .

نوموړى زياتوي ددغه پيښې قربانيان عام وګړي دي. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم په دې ولايت کې د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې د خوست ولايت د کرکيټ يو لوبغاړى وژل شوى وو.