دپاکستان په لاهورښارکې په يو روغتون کې دوسلوالوکسانو په بريدکې دولس تنه وژل شوي اوڅه دپاسه څلويښت نورټپيان شوي دي .
دپاکستان روغتيايې چاروکې وايي بريدکوونکې چې دپوليسو جامې اغوښتې وې پرون ماښام ددغه هيوادپه لاهور ښارکې دجناح په روغتون کې بريد وکړ.
دلاهور ښارپه دې وروستيوکې دزياتو چاودنو شاهد دي څلور ورځې مخکې وسلوالوکسانو په دوو جوماتونو بريد وکړ چې له امله يې کابو سل تنه ووژل شول اوڅه دپاسه دوه سوه تنه نورټپيان شول .