په کندوز کې دموټردمسلکې زده کړې مرکزيا VTCچې دالمان هيوادپه مالې لګښت سره جوړشوې نن په ياد ولايت کې دالمان داقتصاد وزيرنيبل (DIKU NIEBEL اودياد ولايت چارواکوله خوا دپرانيستې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دالمان هيواد داقتصادوزيرنيبل په خپلوخبروکې خبريالانو ته وويل:چې دادده دويم سفردي چې ياد ولايت ته يي کوي هغه وويل تير ځل ما دد3 الماني او6 تنوافغان ملي سرتيرودوژنې په مراسموکې ګډون کړئ ووچې دازما لپاره اوزما خلکولپاره دردوونکې پيښه وه. خوداځل دي په دي خوښ دي چې ديوې پروژي پرانيسته کې برخه اخلئ. هغه څرګنده کړه : چې هيواديې دافغانستان سره داوږده مهال مرستولپاره ژمن دي.
هغه زياته کړه چې دافغانستان خلکولپاره اوس وخت کې ترټولولوې ګواښ دوسلوالوطالبانوشتون دي چې هغوي هروخت تهديدوي هغه وايي هيوادبه يي دافغان دولت سره يوځاي اوږه په اوږه دهغې دځپلولپاره اودټول ګټوپروژواوښې حکومتدارې په برخوکې خپلومرستواوهلوځلوته دوام ورکړي .
هغه داهم وويل چې يادمرکزکې به ځوانانوته حرفوې زده کړي ورکړل شي ترڅوځوانان ددي لارې وکولاي شئ په راتلوونکې کې خپلې کورنۍ اړتياوې اودکارموندنې ښه زمينه ځانونوته برابره کړئ .
همدارنګه دغونډې بل ويناوال دياد ولايت دوالې مرستيال حميدالله دانشي هم دالمان دمرستونه مننه وکړه ، اوزياته يي کړه چې د ورته تاسيساتوپه جوړولوسره به افغان زلميان وکولاي شئ خپله راتلوونکې تامين کړي . يادروزنيزمرکزپه يوه وخت د(100) سلوتنوزده کوونکيودکاراواوسيداَظرفيت ولرئ چې د يوسلولس زره يوروپه لګښت په پاخه اواساسې ډول دجرمنې هيواد له لورې ورغول شو، هغه وويل چې المان هرکال په بيلابيلوبرخوکې 430 ميليون يورو لګښت لرئ .
دامهال په يادمرکزکې (46) تنه زده کوونکې د(6) تنه المانې او(12) تنه افغاني ښوونکيودروزنې لاندې په کاربوخت دي.
ددغه مرکزيوتن زده کوونکې 30 کلن خاوانې وويل : دي خوښ دي ځکه چې دکاردزده کړې ترڅنګ دته دمياشتې 2800 افغاني تنخاه هم ورکوي همدارنګه دي وايي دغرمې ډوډې اوځنې نورسرويسونه هم لرئ خونوموړې دهغې نوم وانه خيست ِ،
داپه داسې حال کې ده چې دالمان دهيواد لخوادغه دويم لوې روزنيزمرکزدي چې په ياد ولايت کې پرانيستل کيږي خو يوشمير دکندوزاوسيدونکې په دغه ولايت کې په ميشتو جرمنانونيوکه کوي چې په اتوکلنوکې يي لوې پروژي چې خلکوته په کې کارپيداشئ ندي عملې کړي او اوس هم ددغه ولايت ډيرې خلک بې کاردي .