کور / تازه خبرونه / امريکا: سمندري طوفان ١٤٢ کسان مړه کړل

امريکا: سمندري طوفان ١٤٢ کسان مړه کړل

د امريکا د وچي په درو مرکزي هيوادونو ګواتيمالا، ايلسواډور او هونډرس کي د سمندري طوفان له امله ١٤٢ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دئ.
راپورونه وايي په زرونو کسان له کورونو بې ځايه سوي، کورونه نړېدلي او ډېر مالي تاوانونه يې رسولي دي.
د طوفاني سيمو چارواکي وايي د يو لک په شاوخوا کي کسان يې له باد، باران او سېلابونو څخه خوندي سيمو ته رسولي دي، خو ٥٣ تنه اوس هم ورک دي.