کور / تازه خبرونه / حکومت: برګمټال ولسوالي له طالبانو ونيول سوه

حکومت: برګمټال ولسوالي له طالبانو ونيول سوه

د افغانستان حکومت او ناټو ځواکونه وايي تېره شپه يې د نورستان ولايت له لاسه وتلې ولسوالي برګمټال بيرته د طالب جنګيالو څخه ونيوله.
د ياهو نيوز ايجنسي په خپل تازه خبر کي د افغان چارواکو په حواله وايي، چي ولسوالي يې بېله کوم شديد مقاومت څخه تېره شپه د ناټو ځواکونو په مرسته نيولې ده.
برګمټال ولسوالي چي طالبانو د شنبې په ورځ له افغان پوليسو څخه نيولې وه، د ډيورنډ سره پر پوله پرته ناقراره ولسوالي ده چي د چارواکو په وينا د سوات څخه تښتېدلي طالبانو فعاليتونه پکښي شروع کړي دي.