نړۍ والو رسنيو د القاعدې شبکې پوري اړوند ويبپاڼو په حواله د دې ډلي د يوه مشهور غړي د مړيني خبر ورکړ.
د فرانس پريس آژانس وايي د القاعدې ويبپاڼو خپلو غړيو ته د مصطفى ابواليزيد د مړيني خبر ورکړى، خو دا يې نه دي ويلي چي څنګه او په کومه سيمه کي وژل سوئ دئ.
راپور وايي له هغه سره يې مېرمن، درې لوڼي، يوه لمسۍ او نوري ښځي، سړي او کوچنيان هم وژل سوي دي.
په شېخ سعيد سره مشهور مصطفى ابواليزيد د القاعدې په ډله امريکا ته مطلوب کس وو، او پر نوموړي باندي تور وو چي د يوولس سپټمبر په پېښه کي يې محمدعطاء (هغه کس چي ويل کېږي لومړنۍ الوتکه يې د نيويارک په تجارتي برج کي ووهله) ته له دوبۍ څخه پيسې لېږلي وې.
اليزيد د مصر تبعه، د اسامه بن لادن نيژدې ملګرى او د القاعدې شبکې مالي مسئول وو.