په افغانستان کي مېشتو د ناټو قواوو په کندهار ولايت کي د طالبانو د لوړ پوړي قومندان د وژلو ادعا کړې ده.
د فرانس پريس آژانس وايي ملاامير په کندهار کي د طالبانو له دوو غټو نظامي قومندانانو څخه وو چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالي کي وژل سوئ دئ.
راپور وايي ملاامير د ناټو په يوه هوايي بمبار کي له خپلو نورو ملګرو سره له منځه تللى دئ.