ژباړن : احسان الله ارينزى
تر هغه ځايه پورې چې ښكاره ده، له همغه ماشوموالي څخه، په تېره بيا له هغه وخته راهيسې چې د تاريخ د ښوونكو د خبرو د اوريدو وس مو وموند، زموږ په غوږونو كې داسې اذانونه شوي دي چې دا وخت په (اريايانو) پيليږي.
بيا له دوهمې نړيوالې جګړې څخه وړاندې او وروسته، د ( ارين) كام ( قوم) د نژادي (ښه والي) د فكر او ايديالوژي د حضور له امله د سياسي فضا ككړتيا، نور نو پخوا وختونو ته د عيني او علمي كتنې امكانات پرې نښودل . بيا وروسته ورو_ ورو دا خبره دومره پخه شوه چې مخالفت يې بند او حرام وبلل شو.
تر اوسه په دې برخه كې د ډېرو حقيقتونو له روښانتيا سره _ سره، ځنې له موږ نه، حتى روڼ اندي، په پاسنۍ خبره ټيګار كوي او د نژادي ښه والي غږ په داسې يوه هېواد كې له خولې باسي چې د قومي ښكلا يوه انځور ته ورته دي.
په هر صورت بايد دا خبره روښانه شي چې سمه لار او كږه لار سره وپېژنو. زما په فكر كه تېر وختونه زموږ د هېواد د اوسني سياسي جغرافيې په وړوكي چوكاټ كې وڅېړو، پخوا ته كتنه به له څه د پاسه يوې پېړۍ څخه ډيره نه وي.
ټول په دې پوهيږي چې ( انګلستان) او ( روسيه) چې د نولسمې عيسوي پېړۍ په پاى كې داسې ستر ځواكونه بلل كېدل چې د يوه په خاوره كې لمر نه ډوبيده او د بل خاوره په ( اسيا ) كې د لمر له ختونځاى( ختيځ-خاستگاه- رآمدگاه) څخه په ( اروپا ) كې د لمر تر پريوتځاى( پريوتځى- غروبگاه- نشتگاه) پورې وه، زمووږ تر ګاونډ پورې را ورسيدل.
دغه دوه نړۍ نيونكي هېوادونو، د نورو د كورونو تر مينځ د ديوالونو د جوړولو او برخليك ټاكنې په برخه كې وروستۍ پريكړې كولې. همدغه دواړو وغوښتل چې زموږ د هغه پراخه قومي جوړښت څخه، چې د تاريخ د ډېرو هسكو ټيتو پېښو په بهير كې رامينځ ته شوى و، د خپلو پراختيا غوښتونكو گټو پر بنسټ، هېواد جوړ كاندي. په دې توګه دوى داسې يوه سيمه چې له قومي پلوه يې رنګارنګ بړستنې يا د كوم فقير پيوند_ پيوند چپنې ته ورته والى درلود، د دې ځاى د ( مشرانو) د جګوالي او پريړوالي په اندازه جوړه كړ او د هغه ( امير) حوب يې رښتيا كړ چې د خپل انگړ شا او خوا يې د يوه ديوال د تاوولو هيله درلوده.
په دې توګه يو( هېواد) جوړ شو چې د سيا سي جوړښت له مخې د قومي لږكيو كور و( دلته له ښاغلي ليكوال سره توفق ستونزمن دى ؛ ځكه په افغانستان كې ټول اقليتونه نه دي ا وقومونه په خپلو كې غټ او واړه لري _ پښتو ژباړونكى ). زما په فكر د دې له پاره چې تېرو وختونو ته وكتلى شو، لومړى بايد دې پولو ته ډېر و نه ګورو ؛ ځكه چې قومونو له ډېروالي او لږوالي سره مخامخ دي او بل دا چې فرهنګي شتون ته بايد ډېر پام وكړو ؛ ځكه چې فرهنګ پولې نه پېژني.
همغسې چې ښكاره ده، تمدن او ښاريتوب د سيندونو په څنګونو كې پراختيا مومي ؛ ځكه چې اوبه د ژوندانه بنسټ جوړوي. له همدې امله د مصر تمدن د ( نيل) سوغات بلل كېږي، د ( چين) تمدن د ( ژړ) سيند په څنګ كې مينځ ته راغلى او د ( سومر) تمدن د ( دجله) او ( فرات) د سيندونو تر مينځ چې ( بين النهرين) هم بلل كېږي، جوړ شوى دى.
د موږ په هكله بايد د دريو سيندونو خبره وشي. يوې خوا ته ( اندوس_ اباسين يا سند) ، بل لور ته (اكسوس، جيحون يا امو) او درېيمې خوا ته د ( سيردريا، jaxartesيا سيحون) سيندونه بهيږي . ښكاره خبره ده چې فرهنګي لاس ته راوړنې بايد د دغه اوبو په څنډو پورې اړونده ونه بولو، د فرهنګ ځغلنده اس، له دې اوبو څخه په اسانۍ تېريږي او د ششنا غږونه يې له سيندونو څخه ها خوا ته هم اوريدل كېږي.
كه مسله د همدې پولو په مينځ كې وڅېړو، مخكې له دې چې زموږ هېواد د ( اريايانو) د يرغلګر او كوچي قوم تر پښو لاندې شي، د پاسنيو دريو سيندونو تر مينځ يو ستر تمدن وجود درلود.
تاريخ ته زموږ كتنه تر دوو مخكنيو پېړيو پورې، د اعرابو په لاس زموږ د هېواد له نيونې څخه ډېره ها خوا ته نه تله . موږ خپل تاريخ په هغه كسانو پيلاوه چې ( موږ) خپله په هغه كې ځاى نه درلود.
همغسې چې پوهيږو، زموږ د هېواد او تمدنې حوزې تاريخ په هغه څېړنو ولاړ دى چې اروپايي پوهانو كړې دي. دغه څېړنې د نولسمې پېړۍ له نيمايي څخه پيل شوې دي.دې پوهانو هغه وخت چې د څېړنو او ګرويږنو له پاره دې ځاى ته را ورسيدل، د نړۍ په پخوانيو وختونو باندې د پوهيدنې په لړ كې زموږ سيمې ته هم ژوره، هر اړخيزه او پوهنيزه كتنه پيل كړه.
دا سيمه له پخوا څخه ( هند) ته د تګ لاره بلل كېده . دا سيمه ياد سمندرونو اوبو او يا د ( هماليا) جګو غرونو چې د نړۍ تر ټولو لوړ غرونه بلل كيږي كلا بنده كړې وه او هند ته لاره يې بنده كړې وه. له همدې امله د ( هند) شمال لويديځه برخه د ( منځنۍ اسيا) او ( ايران) تړونځاى( تړنځى_ پيوند ګاه) بللى شو.
د پروفيسور ( اسكوپر پولا Askoparpola په خبره، چې د دغه تمدن د سپړلو په برخه كې يې ډېر كار كړى او پخواني ليكدودونه يې په ډېر زيار لوستي دي ( د هندوكش د غرونو د دواړو خواوو تر مينځ يووالى او هم غږي، دواړو خواوو ته د فرهنګي را كړې وركړې لاره اواره كړه) .
موږ په پخوانيو اثارو كې په دې برخه كې ډېرې بيلګې وينو. په زړه پاړسي كې د ( هيندوش Hindus) ويئ ( واژه_ كلمه) او د سانسكريت ( سندهو Sindhu) يا ( سيند) هم عام نوم دى او هم خاص. بيا دغه زوړ پاړسي ويئ يوناني ژبې ته ورغى او ( اندى Indi) شو .
په ( رګ ودا ) كې دا غونډۍ، پوښتې او زړې خاورې ( تل ها) يا (ارما Arma) په ډېرو نومونو يادې شوې دي لكه: تيت او پرك بهرني استوګن چې نورو سيمو ته كوچيدلي دي. د ( يونان) د نامتو جغرافيه پوه (استرابو Strabo) په وينا هغه وخت چې ستر ( الكساندر) په كال ۳۲۶ م كې ( اريستو بولوس Aistobovlas ) د كوم كشف له پاره واستاوه، ( د داسې يوې سيمې يادونه كوي چې زر كلي او ښارونه يې درلودل؛ خوكله چې د (سند) خپل لورى بدل كړى، ټول په كنډالو بدل شوى دى) .
له دوه زره كالو څخه وروسته
داسې ښكاري چې دلته ژمنى خوب دوه كاله شو او دې اوږدايى هر څه په خلكو هېر كړل. د نولسمې پېړۍ پيل و چې پلټونكي انګريزان په سفر ووتل او دلته را ورسيدل. دوى داسې ډېر يونليكونه وليكل چې وړې_ وړې خبرې هم نه وې ترينه پاتې. په دې مينځ كې ځوان اسكاليندي افسر الكساندر برنس A.bornes لوړ ځاى لري. ده په لاهور كې د خپلې استوګنې په موده كې د ( هاراپپا) ښار ته لاړ چې د ( راويAavi د وچ سيند په څنډه ( د سند يوه څانګه) موقعيت لري.
په دې سيمه كې علمي او پوهنيزه پاملرنه هغه وخت پيل شوه چې سر( وليام جونز sir William jones ) په كال ۱۷۸۴ كې د ( اسيايې ټولنې) بنسټ كېښود. ده د ( هند) د پخوانيو ادبياتو د څېړنو سپارښت وكړ او د ( سانسكريت Sanskrit ) ژبې په څېړلو يې لاس پورې كړ. ده په دې هڅه كې د ( هند_ اروپايې) ژبو پرتليزه څېړنه پيل كړه .
خو جمس پرنسپ ( james prinesp ۱۷۰۹- ۱۸۴۰م ) د ( هند-يونان) د مسكوكاتو په څېړنو لاس پورې كړ. ( پرنسب) په دې بريالى شو چې د( اشوكا Ashoka ) د ډبرليكونو د ژبې كلمې ومومي او هغه ولولي.
جنرال ( الكساندركن نينګهام Alexander conningham ) ( ۸۱۴- ۱۸۹۳م ) د پرنسپ ځوان مرستندوى د زړو ړنګو ودانيو څېړنو ته مخه كړه. ده له تقاعده وروسته په دې په دې برخه كې زيار وګاله او د ( هند د لرغون پېژندنې د څېړلو اداره) تر مشرتابه پورې ورسيد.
جنرال له ۱۸۵۳م كال څخه وروسته په ( هاراپپا ) كې په كيندنو پيل وكړ. ده په كال ۱۸۷۵ م كې د خپلو څېړنو پايلې وليكلې. په دې ليكنه كې د هاراپپا د نقشې تر څنګ د هغه مهر نښې وښودلې چې له نورو ميندل شوو ليكنو او ليكدودونو څخه يې توپير درلود . ده داسې سندونه وموندل چې دى يې اريان كړ، له هغه ځايه چې ده د اوومې پېړۍ د چينايې زاير ( هوسانګ تسانګ Hosang tsang ) په شان د بودايي عبادتځايونو لټه كوله، فكر يې وكړ چې دا سندونه به په هغه ښارونو پورې اړه ولري چې د ( تسانګ) په يون ليك كې ياد شوي دي.
وروسته بيا سر( جان مارشال Sir Jhon marshall ) هندي لرغونپوه ( داى رام سهاني Dai ram Sahani ) دې ته وهڅاوه چې په ( هاراپپا ) كې كار وكړي. ده په هغه مقاله كې چې په ۱۹۲۴ م كې د ( لندن مصور خبرونه ) په مجله كې خپره شوه د هغه تمدن يادونه وكړه چې ډېر وړاندې هېر شوى و.
دې مقالې د لرغون پېژندنې نړۍ ته ټكان وركړ او په پوهانو يې دوه اغيزې وكړې:
_ لومړى دا چې په تاريخ كې يو تمدن په نوي بڼه كشف شوى دى .
_ دوهم دا چې دې تمدن د ( اريايانو) له راتګ يا يرغل د ( رګ ودا ) يا د هغې د خور( اوستا) د فرهنګ له خوريدو مخكې وجود درلود.
د دې سندونو علمي څېړنه وښوده چې كشف شوي تمدن له ميلاد نه مخكې ۱۹۰۰_ ۳۶۰۰ كاله عمر درلود. په داسې حال كې چې د ( رګ ودا) يا ( اوستا) د سرودونو عمر له ميلاد څخه ۷۰۰_ ۱۵۰۰ مخكنيو كلونو ته رسيږي.
دلته بايد دا خبره ياده كړو چې په سومري سندونو كې د ( سند) د تمدن پخوانى نوم د ( مى_ لو_ ها Meh _luh_ ha) په بڼه ثبت شوى دى. د پروفيسور ( پارپولا) په قول چې د ( سند تمدن) د ليكونو او ليكدودونو د كلۍ د موندلو په برخه كې يې ډېر زيار ويستلى، دا نوم په ( درويدى ) ژبه كې د ( مت _ اكام Met_acam ) راغلى چې د ( غرني يا جګ هېواد) ما نا وركوي. دى همدا راز په دې اند دى چې د ( ملككا Melcaca ) سانسكريت ويئ چې د پردي، وحشي، بې فرهنګه يا نا اريايي ما نا وركوي، د ( سند) د اوسېدونكو له پاره هم ويل كېده.
دا كتنه
له هغه ځايه چې د مارشال مقاله د ( سند) د تمدن د وروستيو څېړنو پيلامه بلل كېږي، ځنې مهمې برخې يې له انګليسي څخه راژباړو:
(( … د ( شليمن) په شان لرغون پېژندونكو ته يو نادر وخت په لاس ورغى. د ( تيرينز Triyns ) ( د يونان پخوانى ښار چې په كال ۴۸۶ ق م كې د ارګيريس له خوا ړنګ شو او بيا د لرغون پوهنيزو كيندنو په ترڅ كې داسې ديوالونه پكې له خاورو را ووتل چې له ناتوږلو تېږو جوړ شوي وو _ طرزى) ، ( ماى سى نى Mycenae) ( په يونان كې يو زوړ ښار چې له ميلاد څخه د ۱۹۵۰ _ ۱۰۰۰ مخكنيو كلونو تر مينځ يې د ( ماى _ سى نى ) په نامه ستر تمدن هم درلود _ طرزى) او يا د تركستان په ډا ګونو كې د ( شتاين_ stein) ښارونه، چې په هغه تمدنونو څېړنې وكړې چې له پخوا څخه هېر شوي دي. موږ اوس په ( سند ) كې د همداسې يو ستر كشف په درشل كې ياستو.
… د ( هند) د لرغونو او پخوانيو وختونو په هكله څېړنې موږ له ميلاد څخه وروسته درېيمې پېړۍ ته بيا يي شي. لرغونپوهانو تر اوسه په دې خبرو رڼا نه ده اچولې: د يونانيانو ( ستر اسكندر_ طرزى) له راتګ څخه د مخكنيو وختونو وضعيت، د ( موريا Moria) د كورنۍ واكمن كېدل، د سترو سيندونو ( سند او امو_ طرزى) په څنډو كې د تمدن زيږون او وده، د هغه خلكو د فرهنګ پراختيا چې له شمال او لويديځ څخه يې په دغه ټاپو وزمه را ودانګل او ليرو او تياره پخوانيو وختونو په هكله نورې خبرې . هغه څه چې له هغه وخته زموږ لاس ته راغلي، د ( ډبرې) او (مفرغ) له وختونو سره نژدې تړون، د دغه ټاپووزمې په جنوب كې له تاريخ څخه پخوانۍ هدېرې او د ( بيهار) د ايالت په ( راجا ګريها) كې له نا توږلو ډبرو څخه څو پخواني ديوالونه دي. بل پلو موږ اوس له درېيمې ميلادي پېړۍ څخه د مخكې وختونو بېلګې لرو: د انسانانو لاسي كارونه، دين، د كورونو جوړښټ، مخ په وده هنر، جنګي وسايل، د پخلنځي سامان، د سينگار شيان او هغه ملغلرې چې په ځان پورې به يې نښلولې، مسكوكات، ګرانې ډبرې او خط چې ليكنې به يې پرې كولې.
… او چې هر كله په لرغونو او پخوانيو وختونو رڼا واچول شي، پرته له دې چې په كومو خلكو يا دين پورې اړه لري، داسې امكانات برابريږي چې دوى په يو ه محدود چوكات كې ؛ خو په پوره ډاډ له خپل وخت او طبقې پورې وتړو.
… اوس دا مسله په اريانونكى توګه په (سند) او ( پنجاب ) كې سر له خاورو راباسي، د ډېر نوي شيان دي او له هغه شيانو سره چې پخوا موندل شوي وو، هيڅ اړيكې نه لري له دې اثارو سره هيڅ داسې سند نه دى موندل شوى چې موږ چې د دوى وخت او اصالت پې معلوم كړو.
د ( هاراپپا) او ( موهنجودارو) سيمې چې دا كشفيات پكې شوي دي يو له بله څلور سوه كيلو متره واټن لري. په دواړو كې داسې غونډۍ او خاورې پرتې دي چې ترې لاندې يې د ودانو ښارونو پاتې شونې او نښې نښانې خوندي دي. دا ړنګې چې له ځمكې څخه تر شپيتو (پا) ( فټ)پورې جګوالى لري، څرګندوى چې دا په سلګونو كلونه تر خاورو لاندې پاتې شوي دي. په سند كې داسې خاورې او غونډۍ ډېرې دي لكه همغسې چې د ( د جله او فرات) د سيندونو تر مينځ او د ( نيل) په څنډه كې پرتې دي. دا ځلې دا خاورې و غوڼډۍ د داسې يوه وچ سيند د بهيدو د وخت په څنډو كې پرتې دي چې اوس يې د اصلي سيند او څانګو په څنډو كې هم ليدلى شو، نه يوازې په (سند ) كې بلكه په ( پنجاب ) كې هم ))
مارشال وروسته له دې چې د دې سيمې په بډايتوب ډاډ څركندوي، دا د راتلونكي له پاره يو ستر اميد بولي. دى ليكي:
(( په ( موهنجودارو) كې د ستر ښار اصلي لار هغه لويې لارې ته ورته ده چې د سيند له جنوبي څنډو څخه په جنوب ختيځ لور غزيدلې وي او دواړو خواوو ته يې سترې _ سترې ودانۍ جوړې شوې دي. د ښاغلي (بنرجي Banerji ) په وينا د دغه لويې لارې په پاى كې شاهي ماڼۍ وه. ها بله خوا چې اوس د وچ سيند بستر بلل كېږي، څو ټاپوګان ښكاري چې يو وختې به د ښار عبادتځايونه وو. په دې كې تر ټولو ستره بودايي استوپه (سرپټى عبادتځاى) چې په يوه مستطيلي صفه ودانه او د راهبانو او زيارت كوونكو په خونو احاطه شوې ده.))
مارشال وروسته د سيمو د خاورو لاندې برخو په هكله خبرې كوي چې ډېرې ارزښتمنې دي:
(( ښكته، د بودايي اثارو تر خاورو لاندې په دوو پوړونو كې داسې ودانۍ شته چې په ډېرو پخوانيو وختونو پورې اړه لري او له پخو خښتو جوړې دي. په دې برخه كې سرپټى دهليزونه ( لارې) او سترې كوټې (تالار) او داسې ښايسته خونې او ودانۍ چې ديوالونه يې ۸-۷ ( پا) پريړوالى لري ليدل كېږي. په دې ودانيو كې د نلونو د تېريدو ځايونه ليدل شوي، كيندونكي په دې اند دي چې په دې نلونو كې د عبادتځاى او هلته د بوتانو په شان د تجسمي شيانو د وينځلو له پاره اوبه ورتلې. په بله برخه كې له كوچنيو خښتو څخه جوړ محراب ښكاري او د خيرنو اوبو د وتلو لارې))
مارشال له دې عبادتځاى څخه د اخستل شوو عسكونو په توضيح كې ليكي:
(( په هاراپپا Harappa ) كې د ښاغلي ( ديارام سهانى D.R.sahahni ) د كيندنو له مخې هلته داسې ۷_۸ سر په سر خاورين پوړونه ( لايه) ليدل كېږي چې له دريمې ميلادي پېړۍ څخه سلګونه كاله مخكې د بېلابېلو خلكو په لاس جوړ شوي دي. په دې جوړ ښتونو يا پوړونو كې د كورونو د جوړولو له پاره له ښو خښتو څخه كار اخيستل شوي دي.
دى وروسته د هغه كنډوليو په هكله خبرې كوي چې په لاس يا څرخ جوړ شوى مسكوكات، چاړې او د سطرنج دانې يادوي او بيا داسې ټينګار كوي:
(( د دغه زړو اثارو تر ټولو ارزښتمنه برخه ډبرين مهرونه دي. دا مهرونه نه يوازې د خپلو هغه نښو په توسن د ارزښت وړ دي چې تصويري ليك لري، بلكه د حكاكي بڼه يې او هغه څېرې چې په ( هند) كې له ټولو هغه هنري اثارو څخه چې تر اوسه ميندل شوي په زغرده تو پير لري)).
دى د څارويو يادونه كوي (( په څارويو كې دغواوو او غوايانو څېرې ليدل كېږي؛ خو هندي بوګام لرونكى غوايه او مېښ( ګاوميش) نه پكې ښكاري)).
مارشال د ميندل شوو ليكونو په هكله وايي:
(( د تصويري ليكنو په برخه كې چې د تورو ( حرف) ځاى نيسي، درې ټكي د ياد ولو وړ دي :
لومړى : هغه نښې ( ممكن غږ لرونكې) چې له ډېرو انځورونو سره نښتې دي، د ودې يوه لوړه سطح څرګندوي.
دوهم : په ( موهنجو دارو) كې ( دهاراپپا په پرتله) د ليك ګام په ګام پرمختګ په سترګو ليدل كېږي.
درېيم : دا چې دا ليك له نورو هغه ليكونو څخه پخوا په ( هند) كې ميندل شوى وو، هېڅ ورته والى نه لري؛ خو د ( مديترانې) د سيمې د ( ماى سي ني) د تمدن د وخت له تصويري ليكونو ( خط) سره نژديتوبونه لري. له دې سره_ سره_ دا دواړه يو شان نه شي بلل كېداى)) .
مارشال وروسته د هغه ډبرو يادونه كوي چې د كړۍ په شان دي او وايي چې د ( بنرجي) په اند د ( تلپاتې اور) له عبادتځاى سره نژدې اړيكې لري. مارشال د دغه دوو پوښتنو په هكله چې د ( سند) تمدن په كوم وخت او كومو خلكو پورې اړه لري، داسې وايي چې دا كار د ډېرو اوږدو پېړيو په بهير كې سرته رسيدلى او په يقيني توګه يې د ( موريا) د كورنۍ تر واكمنيدو پورې چې ( اشوكا ) يې د اوج ټكى دى دوام كړى دى؛ خو مارشال د دوهمې پوښتنې په برخه كې د ( بنرجي) له هغه باور سره چې دا په ( مديترانه ) كې د (اژه) له فرهنګ سره نژدې بولي په احتياط چلند كوي او داسې اند دود جنجالي بولي.
مارشال وروسته بيا ليكي:
(( شهود داسې وايي چې دا هير شوى تمدن له ( سند) څخه مينځ ته راغلى دى، لكه د فرعونانو تمدن چې په ( مصر) كې جوړ شوى دى. د بشريت د هغه پرمختګ په برخه كې چې د ( ډبرې) ، ( مس) او ( ژړ) و په پېرونو كې شوي، د سترو سيندونو ونډه د هېرېدلو نه ده. د همدې سيندونو په سواحلو او څنډو كې ( لكه مصر چې د نيل سوغات بلل كېږي _ طرزى) اسانه شرايطو، ځاى، د زمكو ښه حاصل، د انسانانو ترمينځ اسانه تګ راتگ، ارتباط، داسې شرايط برابركړي چې ډېر خلك سره نژدې شي، له ( كوچيتوبه ووځي_ طرزى) ښاري ژوند پيل كړى او د تمدن له پرمختګ سره مرسته وكړي)) .
(( همغسې چې پوهېږو د ( نيل) ،( دانيوب) او ( دجله_ فرات) سيندونو، په پيل كې د بشر له ودې او پرمختګ سره مرسته كړې ده . دا چې (سند) او ( ګنگا) څومره په دې برخه كې مرسته كړې، بايد نورې څېړنې هم وشي. د ( سند) په هكله دا خبره سمه ده چې پرله پسې مهاجرتونو او له بهر څخه كډوالو د سيمې د بومي تمدن په وده كې مرسته كړې، لكه څنګه چې دا گټور اغيز ( نيل) او ( دجله_ فرات) كې هم ليدل كېږي. له دې سره _ سره موږ دا نه شو ويلى چې د دې سيمې فرهنګ له نورو ځايونو څخه راغلى او يا يې د دوى د بومي تمدن ټولې ځانګړتياوې په ژوره توګه بدلې كړي دي.))
اخځ: .ح. مارشال، په هغه تمدن باندې لومړنې رڼا چې له ډېره وخت هېر شوى، د لندن مصور خبرونه، د كال ۱۹۲۴ د سپتمبر ۲۰، ۳۲،۴۸او ۵۲۴ مخونه. د ( ت.ر. تراوتمن) د كتاب (اريايي بحث) ص ۱۴_۲۱ ، ۲۰۰۶ .
نوي شواهد يا لاسوندونه
لا د( مارشال) د ليكنې رنګ نه و وچ شوى چې دوه اونۍ وروسته ( ج. ژ. گد J.G . Gadd ) او ( سدنى سيمت Sidney smith ) په هغه خپرونه كې د ( هندي) او (بابلي) تمدنونو د پيوستون تر نامه لاندې يوه ليكنه خبره كړه. د دوى په اند د ( سند) د مهرونو نښې د ( سومريانو) له تمدن سره نژدې پيوستون لري. دوى ويل چې د نوي لاسوندونو يا شواهدو له مخې له ميلاد څخه مخكې د ۳۰۰۰_ ۲۸۰۰ كلونو ترميځ ، د ( سند) او ( سومر) تر مينځ نژدې اړيكې وې. دا خبره ښيي چې دا اړيكې په ۱۵۰۰ ق_ م كې د ( اريا) د قبيلې له راتګ يا يرغل څخه مخكې وې.
بومي يا غير بومي:
دغه كشف د پوهانو تر مينځ دوه د خبرو وړ جنجالي بحثونه را پورته كړل: لومړى دا چې د (سند) تمدن په ښكاره توګه بومى دى او دوهم دا چې دوهم تمدن( هند – ارين) د همغه بومي تمدن دوام دى او له بهره نه دى را ولاړ شوى. د ( ادموند ليچ A.lich) په وينا دې خبرې د پوهې او باور نړۍ ته كلك ټكان وركړ او هغه پخوانى تصور چې ( داسيان Dasas ) ( بوميان ) چې په ( رګ ودا ) كې ورته لومړنى او بې فرهنګه وحشيانويل شوي وو، نا څاپه د يوه ستر او له برمه ډك تمدن په جوړونكو بدل شول. دغه ټكى د ( رګ ودا) په نورو برخو كې هم ليدل كيداى شي.
د دغه تمدن د ودې پراو
څېړنې له هغه وخته بيا تر دې وروستيو وختونو پورې دا واقعيت څرګندوى چې دا تمدن په څه د پاسه يو مليون كيلومتره مربع پراخه سيمه كې خپور و. دا پراخوالى په شمال كې د زاړه ( باختر) د ( امو) په څنډه كې له (شورتوكى shortughai ) څخه، په جنوب كې د ( ګنګا) تر څنډو پورې ليدلاى شو. په ختيځ كې د ( كابل) ، ( جيلم) ، ( ګومل) ، ( سولتج) او ( راوي) سيندونو چې ټول د ( پنج اب) په نامه ياديدل، د ( هماليا) د غرونو له اوبو سره دې تمدن ته اوبه رسولې. په لويديځ كې په هلمند كې د ( مونديكګ) او په ( سيستان) كې د ( شهر سوخته) ښارونه د تمدن په دې كړۍ كې شامل و. د دې تمدن فرهنګي اغيز په دې پولو كې ايسار نه پا تې كېده او موږ يې ځنې نښې په ( عيلام) او ( سومر ) يا د دوو اوبو يا (بين النهرين) تر مينځ هم ليدلى شو.
په دې برخه كې نوې مومدنې څرګندوى چې د ( سند_ هلمند) تمدن د دې خاورې د سيمه ايز فرهنګ له ورو_ ورو ودې څخه مينځ ته راغلى . د اكيندنې يو بل واقعيت هم څرګندوي چې له ( منځي ختيځ ) څخه تر ( منځنۍ اسيا ) پورې پراخه بهرنۍ اړيكې هم وې. لرغون پېژندونكي او پوهان په دې اند دي چې دا تمدن د پيل، ودې او ړنګېدو ټول پړاوونه وهلي دي.
ښارونه په دې تمدن كې
د لرغون پېژندونكو كېندې داسې وايي چې په دې سيمه كې ښارونه وو. تر ټولو نوې څېړنې وايي چې په دې برخه كې د ( دواركار) ښار د يادولو وړ دى چې په اوبو كې ډوب شوى. په زړه پورې خبره دا ده چې دا ښارونه به د پلان او پروګرام له مخې جوړيدل. لومړى به واټونه ايستل كېدل، بيا به د ناولو اوبو ويالې جوړېدې او بيا به كورونه جوړيدل او خلك وركډه كېدل.
دا واټونه به سيخ او موازي وو، خو په هغه ځاى كې به چې واټونه يو پر بل تېريدل، زاويه به نوي درجه وه. دا واټونه له اوسنيو واټونو څخه هم پراخه وو. د دې واټونو په څنډو كې د اوبو ويالې داسې جوړې شوې وې چې نه اوبه پكې بنديدې او نه يو څاڅكى اوبه بې ځايه تلې. كورونه دوه پوړه او يو شان دى. ټول انګړ لري، دوهم پوړ ته د ختلو زينې لري، د ځان وينځلو ځاى او د اوبو څاه چې دواړه واړه دي. دغه كورونه له پخو خښتو جوړ شوي او هېڅ ور يا كړكۍ د عمومي واټونو لورې ته نه پرانستل كېده. كورونو ته ورتګ خپلې فرعي لارې درلودې. واټونه په داسې خښتو فرش شوى وو چې د درنو ګاډيو او اسونو زور يې پورته كولې شواى.
د دې كورونو په زړه پوريوالى د هغوى په لويوالي كې دى. په هر كور كې څو كورنۍ ځاييږي.
( ل. كارلوفسكى L.kor lovesky) د دغه تمدن ټولنيزې او فرهنګي همغږئ ته اريان دى. دى د دې لامل د وينې هغه مظبوط ډله ايز پيوستون يا خپلولي بولي چې په دې ټولنيز جوړښت كې موجود و. كارلوفسكى په يوه طبقاتې ټولنه كې سيالي ( رقابت) د توليد د راز_ راز لارو د پيدايښت لامل بولي، په داسې حال كې چې په داسې ( ورته) ټولنه كې، لكه په پاسنۍ سيمه كې، يو شانوالى او همغږي وجود درلود. دا خبره په داسې ځاى كې چې مركزي دولت يا د ډلې مشر نه وي، ثبات مينځ ته راوړي.
كه چېرې د دې ښارونو جوړښت د ( سومر) او( مصر) له تمدنونو سره پرتله كړو، يو په زړه پوري ټكي ته ځير كېږو: د ( سومر) او ( مصر) په تمدنونو كې به كورونه او ودانۍ د خدايګوټو د كورونو او عبادتځايونو شا او خوا جوړيدل؛ په بله ژبه لومړى به عبادتځاى جوړيده او بيا به ښار بې له پروګرامه پرې را وګرځيد، دلته به د خلكو كورونه، اداري برخه او عبادتځايونه گډوډ جوړيدل؛ خو د ( سند) په تمدن كې دا درې برخې هره يوه ځانته جلا ځاى لري.
په پاسني تمدن كې عبادت
تر اوسه پورې په عمومي او خصوصي عبادتځايونو كې د اور له پاره د قرباني ځايونه او يا دلماانځنى نغري پيدا شوي . د دې په څنګ كې د حمامونو پاتې شونې او د څارويو د هډوكو ټوټې ميندل شوې چې د څارويو د قرباني كولو مانا وركوي. همدا راز د ښځو خاورينې مجسمې او مهرونه كشف شوې چې كيداى شي د مور او يا د ميرمنې د خدايګوتو ( خدابانو+ خدا مادر) ځاى به يې درلود. په مهرونو كې يو ښكرلرونكي څاروى ښكاري چې يو اسطوره اى موجود دى . دا افسانه اى څاروى اس دى چې په وچولى كې ښكر لري. دا اس چې د ښيګڼې او بد ګڼې ( نيكي+ بدي) دا وړه ځواكونه لري، ډېر ښآيسته دى او په خپل ښكر كې پادزهر( د زهرو ضد) لري . د (سند) په تمدن كې د دې اسطوره اى موجود ځاى د لوړ دريځ او منصب ښكارندوى ( نماد) دى . د دې ښكرور اس تر څنګ، د قرباني له پاره د ځان سوزونې او د نورو څارويو څېرې ښكاري: پړانګ، د اوبو اس، اوښ او داسې نور.
داسې يو مهر هم پيدا شوى چې ( ا. و. فاير سرويس A. Walter faivsevvece) يې ( انيل) او (مارشال) يې د ( شيوا) پخوانى انځور بولي. دا مهر ډېر ستر ارزښت لري. لرغون پېژندونكو دغه مهر د ځناورو پادشاه بللى . د مهر څېره د جوګي په څېر سيخ، په ګونډو ناست دى او يوه ښكروره خولۍ يې په سر ده. د دغه كس شا او خوا راز _راز څاروي ښكاري او پاس يوه ليكنه ښكاري، د ( سند) په تمدن كې د عبادت راز_ راز ولې پوهان او لرغون پېژندونكي دغه بحث ته را بللي چې ايا خلكو په يو خداى باور درلود او كه راز_ راز عقيدې يې پاللې؟
ځنې پوهان په دې اند دي چې هغه وخت له اور ځايونو څخه دوه ډوله كار اخيستل كېده : يو د اور د ساتلو له پاره؛ ځكه چې د اور بيا بلول دروند كار و او دوهم دا چې دى كار ورو_ ورو د عبادت بڼه غوره كړه.
په دې تمدن كې لاس ليكنه
د ( سند) د تمدن ستره ستونزه د لاس ليكنو په هكله ده. تر هغه ځايه چې موږ پوهېږو د دې تمدن ۶۴ مهرونه او ۴۰۰۰ ټوټې نور اثار لاس ته راغلي چې پر ټولو يو ناپېژندلى ليك شوى دى. د دې ليك طلسم د ډېرو هڅو سره _ سره او د ډېرو فني لارو چارو په مرسته تر اوسه نه دى مات شوى. كه كله دا طلسم مات شو ډېرو هغه پوښتنو ته به ځوابونه وموندل شي چې تر اوسه بې ځوابه دي. تر اوسه لا پوهان په دې سلا شوي نه دي چې دا سيلابي – نښه ايز ( نشانه اى) ليك دى او كه سيلابي؟
نوې موندنې په تېره بيا د پروفيسور اسكوپرپولا Ask parpda ) څېړنې دا ښيي چې دا ليك Logo _ Syllabic) يا نښه ايز_ غږيز دى. د دې ليك د طلسم ماتول به تر هغه وخته چې ژباړه يې له لوستل شوي متن سره يو ځاى نه وي ستونزمن وي؛ خو پروفيسور ( پرپولا) وايي چې بايد خپل اميد له لاسه ور نكړو او هڅو ته دوام وركړ.
په دې توګه دا هير شوى تمدن له هغه مقالې سره چې ( مارشال) وليكله، نور نو له هغه اذهانو څخه را ووت چې پخوا وختونه يې هير كړى و او يا يې د نژا دې ښه والي له پاره د ( ارين) د نژاد لمن ټينگه نيول وه. دې خبرې داسې تاوده بحثونه پيل كړل چې تر اوسه ران دي. د بلخ د ( مولانا ) په قول په دې برخه كې هر څوك د خپل ګمان له مخې په بحث كې ور ګډ شو.
په دې ځاى كې ژبه
تر هغه ځايه چې د دې تمدن ليكنيزې څېړنې ښيي، ليكونه ( خط) او ليكنې يې يو شكل يا بڼه لري؛ خو دا داسې مانا نه لري چې ټولو خلكو په يوه ژبه خبرې كولې. دا قاعده په نورو ځايونو كې هم ليدلى شو؛ خو اصلي پوښتنه دا ده چې دې ژبې د ژبو په كومه كورنۍ پورې اړه لرله؟
( مارشال) له همغه پيله له ( دراويدى) ژبې سره د دې ژبې د پيوستون خبره وكړه. په دې دليل چې دا ژبه له ( براهويي) ژبې سره چې همدا اوس د افغانستان او بلوجستان په ځينو سيمو كې خبرې كېږي، گډه ريښه لرري. د ( پراهويي) ژبې ځانګړتيا دا ده چې د ( هند_ اروپايي) ژبو په ډله او نور څانګو لكه ( هندي)، ( اردو) ، ( پنجابي) ، (سندي)، ( زړه، منځنۍ او نوې پاړسي) ، ( اوستا) ، ( كردي) ، ( بلوچي) ، ( اور موري _ اورمړي . پښتو ژباړن) ، (پښتو )، ( كافري) ، ( راز_ راز پاميري ژبې) او نورو پورې يې اړه نه لري.
خو د ٰځينو پوهانو په اند ( براهويي) ژبه داسې د ( بلوڅي) تر اغيز لاندې راغلې چې دا فرضيه په سختي سره منلاى شو. په دې برخه كې د پروفيسر ( پرپولا) څېړنه چې په ډېر دقت او وسواس تر سره شوې ده، خورا په زړه پورې ده. دى ليكي(( داسې ښكاري چې دا ژبې به په قوي احتمال د ( دراويدى) ژبې يوه څانګه وي)) ځيني پوهان لكه ډاكتر ( طارق رحمان ) د ( انتقال) او ( ادخال) فرضيه وړاندې كوي . د دې نظر له مخې لومړنۍ ژبه د وخت له پلوه د لومړيتوب له امله پر دوهمه ژبه ( انتقالي) يا ( ادخالي) اغيزې لرلى شي. په دې توګه هغه ويي چې له ( دراويدي) ژبې څخه ( هند_ اروپايي) ژبې ته ډېر وروسته ننوتلي له ( انتقال) او ( ادخال) سره اړه نيسي.
د هغه وييونو په هكله چې په ( رګ ودا) كې له ( دراويدي) څخه اخيستل شوي دي، دوه دري بېلګې دلته راړو: ( فالم) phalam و ( ميوه) ، ( موكهم Mukham ) ( خوله) او ( كهاله khala) يا ( كور) د دروايدى ژبې په كورنۍ پورې اړه لري.
دا خبره وايي هغه كسان چې په دې وطن كې د پخوانيو او اصلي اوسېدونكو دعوې كوي د عربستان په ځاى تركستان ته روان دى، په دې توګه د ژب پېژندنې او لرغوني اسناد ښيي هغه كسان دلته زوړ تاريخي سابقه لري چې ژبه يې له هغه وخت سره پيوستون يا نژديوالى ولري چې د ( هند_ اروپايي) ژبې ويونكى لا دلته نه و راغلي.
پوهنيزې لاسته راوړنې وايي چې ( براهويي) ژبه چې د ( راويدي) يوه څانګه ده او هغه خلك چې په دې ژبه خبرې كوي. د دې سيمې تر ټولو پخواني استوګن دي. دا كشف هغه كسان چې په ( هند_ اروپايي) او بېلا بېلو څانګو يې خبرې كوي، د ې سيمې نوي استوګن گڼي،
د هغه كسانو په هكله چې په ( التايي_ مغولي) ژبه خبرې كوي بايد ځانګړې څېړنه وشي. زه په دې تنګ وخت كې څو ټكي يادوم.
د څلورمې م پېړۍ په دوهمه نيمايي كې، ځينو خلكو له شمال ختيځ لورې څخه د ( ساسانيانو) په سترواكۍ يرغل وكړ. دې خلكو په التا يې ژبه خبرې كولې او له ( مغولستان) څخه راوتلى وو. دوى په منځنۍ اسيا كې د (ساسانيانو) واكمني پاى ته ورسوله. د ( التايي) د ژبو د كورنۍ توم د ( التاى Altay ) له غره څخه چې په (منځنۍ اسيا) كې د ( سايبريا_ چين) په څنډه پروت دى اخيستل شوى. دا كورنۍ به په دريو سترو برخو( تركي، مغلي او ماخو_ تونګوز) ويشلى شو. ځينې كسان كوريايي او جاپاني ژبې هم د دې كورنۍ ژبې بولي. ( فوګلسا نګ) په دې اند دي چې د دې يرغلګرو لمړنى ډله د ( يونان) يا ( هونان) په نامه د څلورمې م پېړۍ په نيما يې كې د افغانستان ( شمال) ته ننوته. د دوى له نامه ( هوني) څخه د دوى ځانګړتيا په زغرده ښكاري. بيا ( يفليانو) د دوى ځاى ونېوه.
په دې هينداره كې بايد ځان ته وګورو، نه دا چې دا هينداره ماته كړو.
د دې تمدن شيندل كېدل
همغسې چې مو مخكې يادونه كړې وه، دغه تمدن په پاى كې ړنګ شو. دې برخه كې دوې نظريې شته:
لومړنۍ دا وايي چې دا تمدن په طبيعي توګه او د سيندونو د تګلورو د بدلولو له امله ړنګ شوى، دوهم دا چې ( اريايي) كوچيانو له نيولو وروسته دغه ښارونه ړنګ كړي دي. د ( رګ ودا) په سرودونو كې دا اشارې شته چې دغه ړنګولو او فتح ته ګوته نيسي:
( اندرا Indra ) د ( ابها يا وارتين كامايا Abhyarartin cayamana ) په مرسته د وارسيكا variskha ولې ( ريښه) له مينځه ويوړې.
هغه په ( هاريو پيا Hariyvpiyah) كې د ( ورسيوانس Vrcivans) مخكښو ( پيشقراول) ته كلك ګزار وركړ او شاتنيو ځواكونو له ويرې، تيښته غوره وبلله.
( رګ ودا_ ۶ برخه، ۲۷ سرود، ۵ ايه ( بيت- پښتوژباړن)) .
( هاريوپيا) ته اشاره همغه ( هاراپپا) ته اشاره ده.
د ( ج. م. كنيور J.m.kenoyer ) په اند : (( د هاراپيا په هيڅ برخه كې تر اوسه د داسې جګړې نښه نه ليدل كېږي؛ خو په تاريخ كې د ډېرو وانوونكو جګړو په شان كيداى شي دا جګړه هم له ښاره بهر شوي وي. كه د ښنه ماته خوړلي وي؛ خو د ښار ورانولو ته څه اړتيا ليدلى كيده؟ )) .
زموږ تاريخ ليكونكي او تاريخ جوړونكي او دا تمدن
په شلمه ميلادي پېړۍ كې زموږ تاريخ ليكونكي او تاريخ جوړونكي _ نه تاريخ پوهان _ پخوانيو له بيهقي څخه نېولې بيا تر كاتب پورې بايد جلا خبرې وشي، ( احمد علي كهزاد) ، ( ميرغلام محمد غبار) ، ( عبد الحى حبيبي ) ، (محمد حسن كاكړ) او ترټولو نوى ( مير محمد صديق فرهنگ) بايد د دوى د اثارو د پاى د وخت له مخې په نښه شي.
دې پړاو ته د دوى كتنه سړى له اريانتيا سره مخامخ كوي.
لكه چې مود مخه هم اشاره ورته وكړه، ښاغلى( كهزاد) له دوهمې نړيوالې جګړې څخه وړاندې او ورسسته د ( ارينتوب) او په ځانګړې توګه د ( ارين) د لوړ نژاد په هوا كې و. ده يو مخمس ليكلى و چې د افغانستان تر نامه لاندې په كال ۱۳۲۱ ل. /۱۹۴۲ م پورې اړه لري.
د دغه ( مخمس) په لومړى برخه كې چې د ( كهزاد فرهنګي بنسټ) د كاركوونكو په اند ( د ستر كهزاد!؟ وطنپاله احساس څرګندوي) ( نداييه او سخريه – طرزى دي) داسې راغلي دي:
اى كشور افغانستان
اى سرزمين باستان
مهد فروغ اريان
پاينده نامت جاويدان
پاينده نامت جاويدان
( د تاكيد نښه د طرزي ده).
په دې مخمس كې كه وضيعت همغسې دوام كړى واى او دا په داسې يوه هېواد كې چې بېلا بېلې قومي ډلې لري په ملي سرود! بدل شوى واى، د ( اريان) او ( افغان) له نومونو پرته نور نه دي ياد شوي.
كهزاد سره له دې چې د ( سند) د تمدن په هكله د ( مارشال ) په ليكنو او په دې تمدن كې زموږ په پياوړي حضور خبر و؛ خو د ( تاريخ افغانستان) په كتاب كې يې دا موضوع حاشيې ته ايستلې ده.
كهزاد د دغه لرغون پېژندونكي نوم په قوسونو كې ( سرجان مارشال انګليس) راوړى دى. ده د ( سر) تورى چې يو لقب دى او د ( انګليس) توري چې د ( انګليستان ) د خلكو نوم دى، د ( مارشال) له نامه سره داسې نښلولى چې مبتدي لوستونكى فكر كوي چې همدا د انګليسي لرغون پېژندونكي بشپړ نوم دى.
ټول پوهيږي چې زموږ په پارسي ژبه كې ( انګلستان ) او ( انګليسي) كارول كېږي نه ( انګليس).
زه نه پوهېږم چې دا تېروتنه د كتاب په لومړى چاپ ( ۱۳۲۵ هـ،ش) كې هم شوې وه او كه يوازې په دوهم چاپ ( ۲۰۰۰م) كې چې د ( كهزاد فرهنګي مركز) يې زيار ويستلى دى، د تېروتنه تر سترګو كېږي. د دوهم چاپ په نامه كې هم د ژباړې امانت نه دى ساتل شوى، د بيلګې په توګه د كتاب نوم ( تاريخ افغانستان) په ( يك تاريخ افغانستان) ژباړل شوى او تر غټ عنوان لاندې يو بل غوانګى ( يك تاريخ جامع افغانستان هنګامى كه اريانا خوانده ميشد) راغلي او د اريانا تورى غټ او ځلانده چاپ شوى دى. لږ لاندې ( لومړى ټوك) ليكل شوى او مخې ته يې په قوسينو كې چې ډېر د مانا له پاره استعماليږي پارسي ويي راغلى، چې هيڅ اړتيا ورته نه ليدل كېږي. بيا ليكل شوي ( از پيش از تاريخ تا سقوط خاندان موريا) او د دې د كورنۍ د سم نوم maoryans په ځاى Manion ليكل شوى چې نه پاملرنه څرګندوي.
راځو اصل مطلب ته (كهزاد) بيا د( مارشال) له ليكنې څخه گټه اخلي؛ خو پرته له دې چې د اخځ نوم واخلي دا تمدن د شرق ( اريانا) قالب ته اچوي د ( افغانستان ص ۱۸). هغه څه چې په دې يوه پاڼه كې هير شوي، په دې تمدن كې زموږ د ځاى خبره ده. بيا د دې كتاب ډېره برخه د ( اريايي) ښامار په خوله ننوځي.
بيا ښاغلي ( غبار) او (حبيبي) د تاريخ په ( جوړولو) پيل وكړ . موږ لا تر اوسه هغه پړاو ته نه يو رسيدلي چې تاريخ وليكو.دې دواړو په كال ۱۳۴۶ هـ،ش/۱۹۶۵ م كې د ( افغانستان در مسير تاريخ) او ( تاريخ مختصر افغانستان) كتابونه وليكل.
چارواكو له مطبعې څخه د غبار د وتلو مخه ونيوه . يوازې يو څو ټوكه را وتلي وو او دا كتاب بيا د ثور تر كودتا پورې ونه ليدل شو.
په دې توګه دا كتاب ( شهيد) شو او يو ډول سپيڅلتيا ور په برخه شوه. زما په اند كه دا كتاب هغه وخت نه واى مصادره شوى او كره كتنه پرې شوې واى دومره دريځ يې نه شواى موندلاى.
لكه چې وينو مستبد سياسي نظامونه خپلې پښې خپله په تبر وهي. لنډه دا چې ما دا عمل د يوه ستر استبداد په وړاندې ډېره ستر پرخاش وموند. ښكاره خبره ده هر څومره چې غوسه او پرخاش پياوړې وي، د واقعيتونو د ليدلو اندازه كمزورې كيږي.
راځو اصلي خبرې ته
اوس نو د ( ارياييتوب) پخواني سوزنده فضا سړه شوې وه، د وخت د واكمنو د هڅو بلوراو په تېره بيا د ځوان نسل، په دې تمه چې د ( هند) په نيمه وچه باندې به د (هيتلر) له واكمنى كېدو سره جوخت د هېوادونو د نېولو خپل ستر خوب، رښتيا وويني، د ماتې په ډبره لګيدلى او مات_ مات شوى و.
د ( غبار) په كتاب كې د ( ليرې تېروخت) تر سرليك لاندې د ( سند) د تمدن په هكله څه نه ليدل كېږي، سره له دې چې تر هغه وخته پورې حتى په هېواد كې د ننه ځينې معلومات د لرغون پېژندونكو له خوا او د (غبار) په وينا د ( لويي دوپرې) په واسط برابر شوى و، يوازې ( مونديګك) ته يوه وړه اشاره كوي او هغه د ( سند او ايران د تقاطع لويه لار)) بولي ( غبار ۱۹۶۷ ص / ۳۴ ) .
دغبار په وينا چې د ( اويستاد) او بيا ( اويستا) په سرليك كې ويل شوي، زموږ تاريخ له همدغه ځايه پيليږي.
په دې كتاب كې ( غبار) د (( نومونو)) په برخه كې ( اريانا ) يادوي اوهغه د هېواد ډېر پخوانى نوم بولي. دى وروسته د ( اويستا) په هكله ډېرې خبرې كوي او د ( اريانا) په هكله كمې او يو ځل د ( اويستا) له خولې وايي:(( اويستا دا سيمه ( اريانا) بولي او هېواد ته يې د اريا خاوره وايي)) ( غبار۱۹۶۷ص ۳۷) .
وروسته بيا پرته له دې چې په دې برخه كې د لرغون پېژندونكو د كېندونو كار يادونه وكړي، د ( سند) تمدن په هكله خبرې كوي او په ډېرو ځايونو كې بېلا بېل پړاوونه يوله بل سره گډوي او ( مونديګك Mundiga)او د كندهار په شمال لويديځ كې د ( ده مراسې Deh Marasi ) غونډۍ يادوي. دى دا ځاى ( د مراسي) !؟ او د نوميالي لرغون پېژندونكي ( اشتاين) نوم ( ستين) ليكي. په زړه پورې خو دا ده چې ( غبار) د ( ابزار) او (افزار) ا په ځاى د ( اوزار) ويي په كار وړي. رښتيا د كتاب د لومړى چاپ مدققانو او د اوسني درييم چاپ اديترانو په دواړو چاپونو كې دا تېروته نه ده سمه كړې.
(غبار) وايي چې په ( مونديګك ) كې پنځلس پوړه كشف شوي دي، په داسې حال كې ( شف فر shaffar j.g ) په خپل نوي كتاب كې ( د افغانستان لرغون پېژندنه له پيله ( د تيموريانو تر وخته پورې) (۱۹۷۸م) د كيندونو له قوله دا پوړونه پنځه بولي.غبار د دې تمدن د سترې كړۍ په هكله چې د ( امو) د سيند تر څنډو او د پامير د هسكو غرونو تر لمنو پورې رسيږي، هېڅ نه وايي. ( غبار) د ( سند) او ( امو) د سيندونو په هكله په داسې حال كې لږ خبر ې كوي چې نومونه يې نه اخلي او په دې برخه كې د نويو څېړنو په هكله څه نه وايي.
( غبار) وروسته بيا د ( اريايانو) او په تېره بيا د ( رګ ودا)او بيا ( اوستا ) په هكله توضيحات وركوي او پرته له دې چې موافقو او مخالفو نظرياتو ته وګوري هغه (( د افغانستان او بخدي د سيمې مولود)) بولي او زردشت ( زردشت) يې بنسټ ايښودونكى گڼي.له دې وروسته زموږ تاريخ جوړونكي په دوو ډلو وويشل كېږي . ځنې په ( رګ ودا) كار كوي او ځنې په ( اوستا) ، په داسې حال كې چې د پوهانو په اند دا دواړه ژبې هومره نژدې دي چې په اسانۍ سره يوه په بله اړولى شو. ( نورمان برد . Bird N ) نامتو متن پېژندونكى له يوې څېړنې وروسته وايي چې د دې دواړو ژبو ۸۵% ويي گډ دي ( ن. برد ۱۹۸۲ ) و په اساني سره دا متن په هغه بل دا اړول كيدلاى شي. د دې دواړو ژبو تر مينځ د ګړدود توپير شته او بس!
زما په اند دا كار قومي ژبني دى او د هېواد ختيځ ( هند) يا لويديځ ( پارس) ته د ميلان پر بنسټ شوى دى. دا هڅې تر اوسه هم روانې دي او زموږ د روڼ اندو ګريوان نه پريږدي.
بيا د ښاغلي( فرهنګ) ( افغانستان در پنج قرن اخير) ( فرهنګ ۱۹ ۸۸ م ) وار شو. دى د ( افغانستان تاريخي دورې ) تر سرليك لاندې په داسې حال كې چې اروپايي ويش (( لومړنۍ پېړۍ، منځنۍ، نوې او اوسنۍ) نه مني، كومه نوې خبره هم نه كوي. دلته بايد دا خبره بايد هېره نه كړو چې د ( اروپايي) تاريخ ليكونكو كار داسې بڼه نه لري، دا ويش ډېر سياسي دى. هغوى په تاريخ كې فرهنګ او تمدن ته پام ساتي؛ ځكه يې تاريخ د وخت له پلوه ويشلى، له ( بابل) څخه يې پيلوي او ادامه ور كوي.
فرهنګ د هېواد په ( زردهشت) پيلوي. وګورئ زموږ هر مؤرخ د (( زردشت )) نوم په خپله خوښه ليكي او په دې توګه دا ديوال به تر ثريا پورې كوږ ځي.
دى د دى له پاره چې د دې پړاو تاريخي تېر وختونه ومومي، پرته له دې چې د لرغون پېژندونكو او نورو پوهانو موندنو او لاس ته راوړنو ته پام ساتي، د ده په خپله وينا د ( زردهشتيانو) اخلافو ته ګوري.
فرهنګ دا پړاو د ( اوستا) يا ( ودا) له يادولو څخه پرته پاى ته رسوي او د دې پړاو په هكله د موادو د نشتوالي پړه ( ملامتى) د ( ماد) په پادشاه ( كوروش) باندې اچوي. دى يو ځلې ( ارين) قبايل يادوي او بس! دى نور؛ نو د ( سيحون او جيحون) د دوو سيندونو تر مينځ تمدن يا د ( سند) تمدن چې د هېواد په جنوب او لوديځ پورې اړه لري، نه يادوي او د پاملرنې ډېره برخه يې د ( خراسان) په كومې ننوځي.
هغه څه چې په دې اړه د يادولو وړ دي دا دي چې ډېر دغه كتابونه چې د شلمې پېړۍ له وروستيو څخه يې تر اوسه زموږ د ډېرو روڼ اندو ذهن ډك ساتلى، د سرچينو، اخځونو او اسنادو نشتوالى دى. اساسي خبره دا ده چې يو ليكوال بايد د خپل كتاب په پاى كې د سرچينو او اخځونو لست وړاندې كړي.
د ښاغلي ( كهزاد) د كتاب د فصلونو په پاى او د كتاب په پاى كې اخځونه نه دي راغلي. د كتابه په پاى كې د( نومونو، اقوامو او قبايلو فهرست) تر سرليك لاندې ځايونو او سيمو پېژندګلوي راغلې ده. په داسې حال كې چې دا كار بايد د پايكسيلونو د يوې برخې په توګه شوې واى چې لوستونكي لا لهانده نه شي. دا كار په نوي چاپ كې د ( كهزاد فرهنګي مرګز) كړى دى.
د ښاغلي ( غبار) د اثر په پاى كې د ( فهرست كتب ماخذ) راغلى . د ليكنې د سبك توپېر، د حروفو اندازه او په كار كې بېړه داسې څرګندوي چې دا برخه وروسته په كتاب پورې نښلول شوې ده. په دې كتاب كې كوم بل پايليك ( نمايه) نشته. د دې كتاب په دوهم ټوك كې چې په ( ويرجينا) كې د ( حشمت خليل غبار) په اهتمام د كال ۱۹۹۹ م په جون كې خپور شوى نه كتاب پېژندنه شه او نه پايليكونه!
د ښاغلي حبيبي د كتاب تر درييم څپركي ( فصل) پورې چې ( مستقله اسلامي دوره) يا نهمه ميلادي پېړۍ ده، د كتاب د اخځونو ذكر نشته. بيا د (( اخځونو)) تر سر ليك لاندې د ( حدود العالم) په شان كتابونو نوم اخيستل شوى؛ خو دا شرح نشته چې دا كتاب په كوم ليكوال پورې اړه لري، څه وخت ليكل شوي، څه وخت چاپ شوي او د دې كتاب كوم چاپ كتل شوى دى؟ په دې كتاب كې هم پايليكونو (نمايه) نشته .
د ښاغلي ( فرهنګ) د كتاب تر پنځلسم څپركي پورې ( مدارك باب) راغلي؛ خو پايليكونه ( نمايه) نه لري.
د لرغون پېژندنې د پوهې بله ډېوه
زما په اند هغه څه چې زموږ ګډود تاريخي ذهنيت يې راته ډالۍ كړى، دا دى چې موږ د دې تاريخي اثارو كره كتنه نه ده كړې. كره كتنه په دې مانا نه ده چې يا يوشى ومنه او يا يې مه منه، كره كتنه دا ده چې ( ښه ) او ( بد) يا سوچه او ناسوچه سره بېل كړو. او هغه څه هم چې ليكل شوى د نامتو افغانستان پېژندونكي ( ل . دوپرى) په وينا قبيله اى_ دهقاني ليكنې دي او بس! .
د ( سند_ هلمند) له تمدن څخه مخكې فرهنګ ته يوه كتنه
هغه وخت چې لږ او ډېر نيمه پېړۍ مخكې د لرغون پېژندونكو د كيندونو په مرسته د ( سند) له تمدن څخه تياره او پرېړه پرده ليرې شوه، ډېرو داسې فكر كاوه چې دا تمدن د سيمې حتى نړۍ تر ټولو پخوانى تمدن ګڼل كېږي.
د ( اشتاين) او ( مجومدار Majomdor ) په شان د نورو لرغون پېژندونكو كيندنو او څېړنو وښوده چې كه د ( سند) له تمدن څخه مخكې په دې سيمه كې د ( ښاريتوب ) تمدن نښه نه ښكاري؛ خو په ( سند) ، ( بلوچستان) ، ( افغانستان) او تاريخي پولو كې يې د ( پخواني) فرهنګ نښې نښانې له ورايه ښكاري. كيندونكي لا د اوږده واټن په پيل كې دي. سره له دې هم هغه كيندنو چې په ( بلوچستان) ، ( سيستان) او ( افغانستان) كې شوې د ( مونديګك )، د ( نمازګاه) غونډۍ ، (شهر سوخته) او نور يې په موږ پيژندلي دي.
كلى د ښار جوړونكى
د ( سند) بډايه زمكې او د ( امو) او ( سير دريا يا پاردريا) تر مينځ بډايه زمكې د كرنې له پراختيا سره مرسته وكړه چې دا د ښاري مراكزو يا د تمدن مراكز و د جوړولو د ملا تير بلل كېږي.
همغسې چې پوهيږو له ميلاد څخه ۳۰۰۰_ ۲۰۰۰ كاله مخكې د ( نيل) ، ( دجله_ فرات) او ( سند) په سيمو كې ښارونه اوتمدنونه مينځ ته راغلل. همدا سرنيزه_ بزګري( دهقاني) كلى وو چې د ښارونو او تمدنونو راتګ ته يې لاره اواره كړه. په دې كليو كې د كرنې كار او حاصل د هغه قشرونو له جوړښت او ودې سره مرسته وكړه چې كولا ى يې شواى په سياسي – دينې يافني چارو او په دې توګه د ( مونديګك) او د ( ده مراسى) غونډۍ او نورو ځايونو ښې او كښت ته چمتو خاورې د ( سند) له پرمختګ سره مرسته وكړه.
په دې تمدن كې زموږ د كليو ونده
د دې فرهنګ ستر چوكاټ داسې دى : په شمال كې ( پامير) ، ( امو)او ( سير دريا) په جنوب كې د (سند) دواړه خوا وې او د (ايران) او ( بلوچستان) ختيځ ښارونه. ښكاره خبره ده چې دا فرهنګ په همدې چوكاټ كې نه ايساريږي او تر ليرو_ ليرو پورې رسي. د هېواد له تاريخ څخه مخكې دورې په هكله لرغون پېژندونكي كيندنې، د( لويي دوپرې) په وينا، د امريكايي او اروپايي پوهانو د نه تمايل په وجه د دوهمې نړېوالې جګړې د پيل روځو ته رسي. بيا دا خبره د جګړې تر پايه وځنډيده. په دې كلونو كې د نامتو افغانستان پېژندونكى او لرغون پيژندونكى ( لويي دوپرې) په وينا، د ښاغلې علي احمد كهزاد په شان ځينو پوهانو، پرته له دې چې د لرغون پېژندنې پوهې ته پام وساتي، د هغه وخت په مطبوعاتو كې د ځينو وركو ښارونو خبره وكړه او په دې برخه كې يې بې ځايه اوازې واچولې او شايعات يې جوړ كړل ( ل. دوپرى. ۱۹۷۹ م ).
د شلمې پېړۍ پنځو سمه لسيزه د هېواد د زاړه تاريخ ( ديرينه سنګي) د سپړلو او څېړلو جدي لسيزه ده.
( والتر ا.فايرسرويس) نامتو څېړونكى په كال ۱۹۵۰ م كې د لومړي ځل له پاره، دلته له تاريخ څخه مخكې پېرته لاړ. هغه وروسته له دې چې د ( مراسي) د كلي غونډۍ ( تپه ده مراسي ) په نښه كړه، د ډېرو څېړنو له پاره ( سيستان) ته لاړ.
خو د ( سند) د تمدن اساسي څېړنې او زموږ له هېواد سره د دې تمدن اړيكې، د ( فوګلسانګ) په وينا د اويايمې لسيزې په پاى كې پيل شوې. په ( بدخشان) كې د ( امو) او ( كوكچې) د سيندونو په تړنځاى (تړونځاى_ پيوندگاه) كې په دې تمدن پورې اړوند ډېر ځايونه له خاوره را ايستل شوي دي. فرانسوي كيندونكو د ۱۹۷۷ – ۱۹۷۹م كلونو تر مينځ په ( شرتوګي shortoghai ) كې كار كړى دى. له څلويښت كلني ورانونكي جګړې څخه وروسته چې اوس هم روانه ده، د لرغونو زمانو د څېړنې كار ګډود شو.
( فوګلسانګ) په خپل كتاب ( افغانان) كې چې په كال ۲۰۰۰۲ كې خپور شوى دى، د خلكو د غوښتنې له امله په يوه كال كې دوه ځلې چاپ شو، دې تمدن ته د لرغون پيژندنې د لاسته راوړنو له مخې د ( سند_ هلمند) تمدن وايي.
مونديګك او د ( ده) ( مراسي) غونډۍ
په زړه پورې خبره دا ده چې د ( ل. دوپري) په شان ځنې لرغون پېژندونكي چې په خپل كار كې ډېر پياوړهم دي د خاصو نومونو د ثبت په وخت كې تېروتنې كوي . د بېلګې په توګه به همدا د ( ده مراسي غونډۍ Deh morasi ghavndai ) په پام كې ونيسو. ده د دغه نامه د ثبتولو په وخت كې عام او خاص يو ځاى كړې او خاص نوم يې ځنې جوړ كړى دى. په دې تر كيب كې ( ده) همه كلى دى و ( غونډۍ) په پښتو كې د ( تپه) مانا وركوي؛ خو ده له ټولو څخه د ( ده مراسي غونډۍ ) خاص نوم جوړ كړى. نورې بېلګې هم شته . زما په اند په دې تېروختنو كې د لرغون پوهانو د نه پاملرنې ترڅنګ، د دوى د كورنيو ملګرو او په تېره بيا لرغون پيژندونكو نه پاملرنه هم څرګندوي. هغه كسان چې په دې كار كې يې ډېر څه پيدا كړي دي.
( ل. دوپرې) په دې هكله داسې ليكي(( د ياد ولو وړ ده چې په ( افغانستان ) كې دا دوه ځايه د ( سند) د تمدن په جوړښت كې ستر ځاى لري ( افغانستان/۱۹۹۷) . په دې لړ كې (جان ماري كاكسال Merie casal , jean ) په كال ۱۹۴۱ كې په ( مونديګك) كې په څېړنو لاس پورې كړ او ( ل. دوپري) په ( مراسي) كې كيندنې پيل كړې. داړو په دې هېواد كې له تاريخ څخه د مخكې پير په روښانه كولو كې ستره ونډه لرلى د ه. د دوى په اند(( ( مونديګك ) ورو_ ورو له يوه كرنيز كلي څخه، د نيم ميشتوب، نيم كوچياني ژوند له نښو_ نښانو او ګدام سره كيداى شي چې د ( سند) د تمدن په ايالتي پايتخت بدليږي.))
هندي څيړونكى ( چ. د . سكا ليا sankalia, H.D ) د ( كاسال)د څېړنو له مخې چې په لسو پوړيو يا پړاونو كې سرته رسيدلې ليكي:(( هغه په دې برخه كې د كيندونو او څېړنو په بهير كې د تور خاورو له زړه څخه پنځه داسې پوړۍ وموندلې چې هر يوه څو فرعي پوړۍ لري. په دا پوړۍ كې د افغانستان په جنوب كې د فرهنګي ودې د ريښو د موندنې له پاره ډېر ستر ارزښت لري)).
په لومړي پوړۍ كې كورونه مستطلي وو چې په پيل كې له پخو او بيا خام خښتو ( بې له قالبه) جوړ شوي . نغرى د كوټو په مينځ كې موقيعت لري. په ځينو كوټو كې داسې تنورونه شته چې د خټينو يا سفالي يا كلالي لوښو پخيدلوله پاره كاريدل. دا موندنې د كوټې د ( ګل محمد) د كلي او د ( ايران) د ( حصار) له هغو سره ډېر زيات ورته والى لري.
په دوهمه پوړۍ كې نوى بدلون دا دى چې خټين لوښي د ( څرخ) په وسيله جوړ شوي . بل بدلون دا چې څاه ګان به يې د استوګن د سيمو په منځنۍ برخه كې كيندل . د دې پوړۍ په پاى كې كورونه غټ شوي او كوټې نور نو مستطيلي نه دي. له دې پوړۍ څخه وروسته به يې مړى د كور په مينځ او يا د دوو كورونو تر مينځ ښخول . لږ وروسته موږ ډله ايزه قبر وينو چې په هغه احاطه كې پروت دى چې د كناراب ، تشناب او حمام له پاره جوړه شوې وه. په زړه پورې دا چې په دې قبرونو كې له دې شيانو څخه پرته بل شي نه ليدل كېيږي: يوه غاړكۍ يا ميچنې تيږه. د دې قبر په پاسنۍ برخه كې سورى لرونكى مفرغى تبر او د ويلون په بنه د يوې ډلې ښځو څېرې ميندل شوي دي.
په پنځمه پوړۍ يا پړاو كې د كيناسو ځاى ډېر پراخ شوى، په پاسنۍ برخه كې يوه لويه صفه او لويه ماڼۍ چې په ستنو ( ستون) ولاړه ده. د دې ودانۍ تهداب يا بنسټ ډبرين خټين او پاس خښتې دي.
په دې توګه ليدل كېږي چې ( مونديګګ) ډېر برم ( شګوفايي) تر لاسه كوي، هلته عبادتځاى او نورې كلكې ودانۍ لكه پوخ بنسټ لكه لرونكى سنګر ښكاري. هلته د نفوسو ګڼوالى او د پوهې او فنونو د ودې له امله د مادي پرمختګ نښې ښكاري. دې پرختګونو فرهنګي وده له ځانه سره راوړې ده. د ( هلمند) په تمدن كې يوه روښانه بېلګه د هغه سپين سرې نارينه ګچي مجسمه ده چې ويښتان يې د ( موى بند) په وسيله په دوه برخو ويشل شوې. بله بيلګه هغه ښځينه خدايګوټې ده چې الوتلې سترګې لري، په غاړه كې يې څو غاړكۍ پرتې دي او سر يې په نازك پوړني پټ دى. دا څېره د ( سند) له فرهنګ سره پوره ورته والى لري.
په بله پوړۍ كې چې په ( افغانستان)او ( سيستان) كې د ښاري كيدلو بهير پيليږي، د لرغون پيژندې شته اسناد( شهود) وايي چې په ( مونديګګ) او ( سوخته) يا سوځيدلى ښار كې ډبرين تېره غشى او د ژړو سوري لرونكي تبرونه وو چې دا يو ډول فني لوړتوب څرګندوي؛ خو ( هاراپپا) او ( موهنجودارو) كې د انځوريز يا تصويري ليك د شته والي په پرتله، په ټيټه سطحه كې ځاى لري.
د ( مونديګګ) د ودې او برم دوران له ميلاد څخه مخكې څلورمې پېړۍ څخه پيليږي او تر دوهم ميلادي پېړۍ پورې چې د اوسپنې دعصر د پيل وخت دى روان و. په دې توګه ( مونديګګ) له يوه كرنيزه كلي څخه په يوه ښاري مركز بدليږي او بيا نزولي سير پيلوي. په دې اړه دا خبره د يادولو وړ ده چې دا كار د يرغل او زور زياتي له امله شوى او هلته د سوځيدلو كورونو شته والى دا خبره جوتيږي.
د موندل شويو شيانو په مينځ كې خټين لوښي يادولى شو چې د لرغون پوهانو تر مينځ يې تود بحث جوړ كړى دى. په دې لنډ وخت كې په دې خبره ډېر كار نه شو كولاى .
د مراسي د كلي غونډۍ تپه ده مراسي )
په دې برخه كې ( ل. دوپري) په كال ۱۹۶۳ م كې كار پيل كړ. دا كلي د ( قلعه سيد) په جنوب لويديځ ۱۵ كيلو متري واټن كې پروت دى. دا ځاى په څېړنيز كار كې له ( قلعه سيد) څخه وروسته ځاى لري او لږ كيندني پكي شوې دي. د دې ځاى مهمه پوړۍ ( لايه) دوهمه پوړۍ ده . د ( دوپري) په وينا د دې دواړو ترمينځ زماني خلا شته. له دې ځايه د ښځې خټينې مجسمې، مسي لوښـي، مهرونه ، د وزې هډوكي او ښكر، خټين او تيكري لوښي لاس ته راغلي دي. ( ل. دوپري) په دې اند دې چې (( مراسي يو نيم استوګن _ نيم كوچياني كلي و چې د انتقالي اډې بڼه يې درلوده. هلته غنم او وربشې كرل كېدې او د پسونو او وزو رام كيدل يا اهليتوب ليدلى شو.)) ( دوپري ، افغانستان، ۱۹۹۷ ) .
د ( قلعه سيد)غونډۍ
دا ځاى د ( مونديګك) په جنوب ختيځ شپيته كيلو متري واټن كې پروت دى. دا ځاى د موندل شوو اثارو له مخې له ( مونديګك) سره نه شي پرتله كيداى. دا ځاى لومړى ځل په كال ۱۹۵۱ م كې ( فير سرويس) په نښه كړ ؛ خو د لرغوني پېژندې كار پكې دوه لسيزې وروسته پيل شو.
دا ځاى هم د جوړښت له پلوه د بېلا بېلو پوړيو نښې ښكاري. دلته د عادي خامو خښتو، وچو خامو خښتو، پخسو، له خامو خښتو څخه جوړه بټۍ او د نغري نښي لاس ته راغلي دي.
موږ دلته له تاريخ څخه د مخكنيو پيرونو( ۲۱۶۰_ ۲۱۱۰ ق_ م ) نښې نښانې وينو. په دې توګه موږ د دغه هېر شوي تمدن په هيرولو سره، خپل تېر هېر كړ او تر اوسه پورې په هغه پسې لا لهانده ياستو.
جورج اورل په خپل كتاب ۱۹۸۴م كې وايي : (( څوك چې له خپل پخوا سره اړيكې لري، راتلونكي ته په خپل ورغوي كې ګوري).
زما په اند هغه خلك چې خپل پخوا ونه مومي، په هېڅ توګه نن او سبا نه شي موندلاى.
څلويښت كاله بحران
د كال ۱۹۷۳ م سپينې كودتا! چې د نورو خونړيو كودتاګانو پيلامه بلل كيږي او د وينو او مرګ سيلاو يې تر اوسته روان دى، زموږ ټول ژوند له يوه ستر بحران سره مخامخ كړ. له هغه ځايه چې د جګړې ديو فرهنګ ته ډېر ګزار وركوي، ( د تېرو وختونو د سپړلو او څېړلو كار په ټپه ودريد. د تېر وختونو سپړل د راتلونكي په لور تګ اسانه كوي.
په دې توګه وينو چې د لرغونو سيمو د كيندنو او څېړلو كار_ له ځنډونو سره _ سره هغه پراخه سيمه چې پخوا يوازې د تېريدو لار بلل كېده، د تمدن د زيږنځاى او د ( سند)، ( امو) ، ( سيردريا)، ( دجله_ فرات)، ( پخواني روم) ، ( مصر) ، ( هند) ، ( چين) او منځنۍ اسيا د سيندونو تر مينځ د راز_ راز تمدنونو د تلو_ راتلو لويه لار وګرځيده.
د بېلا بېلو نژادونو ( تېره) د خلكو تر مينځ ناسته_ پاسته چې ټول د فرهنګونو جوړونكي او لېږدونكي وو، د ګوهر جوړونكو، مجسمې جوړونكو او ليكوالو په شان هنرمندانو ته الهام ور كړ چې نه فنا كيدونكي اثار خلق كړي.
( نانسي دوپري Dopree nancy ) د ( ل. دوپري) ميرمن هغه كارپوه ښځه ده چې له دې هېواد او فرهنګ سره يې بې كچې مينه لري. هغه د وروستيو په ټولو بحراني او طوفاني كلونو كې د دې هېواد د فرهنګي اثارو د ساتلو او خونديتوب له پاره هڅه وكړه. (نانسي) لسيزو دې د همدې كار له پاره په ( كابل) او ( پېښور ) كې دفترونه جوړ كړي دي.
نانسي په دې اند ده چې د هغه ۱۴۳ ځايونو څخه چې د لرغون پوهنيزو څېړنو او كيندونو له پاره په نښه شوي وو، تر اوسه يوازې ۱۷ ځايه، هغه هم نيمګړي څېړل شوي دي. لرغونپوه ښاغلي ( شتاين) چې د (منځنۍ اسيا) ور يې لرغونپوهانو ته پرانيست، په دې هېواد كې د لرغونو اثارو د سيمې د پراخوالي او ډېرښت په هكله ليكي (( د هر مغارې او ځاى كيندنه او سپړنه، د يوه لرغون پيژندونكى د ټول عمر له پاره بس ده)).
هغه كيندنې او څېړنې چې د تېرې پېړۍ په شپيتمه لسيزه كې اوج ته رسيدلې وې، د اويا يمې لسيزې په پيل كې دسياسي بدلونونو له امله لږ شوې او په اتيا يمه لسيزه كې په ټپه ودريدې .
( نانسي) په دې اند ده چې په نوييمه لسيزه كې چې د مركزي ځواك حضور او اغيز له مينځه لاړ، د لرغونو اثارو غلو ته د لوټماري ښه فرصت په لاس ورغى. يوازې د ( ګرديز) په ( ميرزكه) كې څلور نيم ټنه سكې او د ښكلا د سپينو او سرو دوه سوه كيلوګرامه شيان لوټ شول. دا اثار په كال ۱۹۴۷ م كې په تصادفي توګه موندل شوي او ساتل كيدل. دا سره او سپين وروسته ټول د ( پېښور) بازارونو ته ورسيدل.
په دې لوټ كې د ( كابل) موزيم ډېر زيات زيان وليد. په دې موزيم كې له تاريخ څخه د مخكنيو پړاوون اثار ساتل كيدل.
موزيم ژاړي
( نانسي) د يوه شاهد له خولې چې د ( موزيم) د يوې برخې مسوول پاتې شوى و، يوه غملړلې كيسه راوړي (( يوه روځ د موزيم هغه برخې ته لاړم چې له تاريخ څخه د مخكينو پوړيو اثار پكې ساتل كيدل. ټول ځاى تياره وه او سترګو څه شى نه ليدل. بيا ورو_ ورو متوجه شوم چې په غالۍ باندې سريښناك شيان تويي دي. دا ټول له تاريخ څخه د خكنيو پوړيو اثار وو چې له خپلو ځايونو څخه لويدلى او په زمكه غورځيدلې وو (افغانستان له تاريخ څخه مخكې )( ۲۰۰۶ ) .
( نانسي) د ( افغانستان له تاريخ څخه مخكې، د څېړلو سيمې، اثار او د هغوى د ساتلو لاري چارې)) په ليكنه كې زموږ د بې خبرې او ناپوهي يوه بيلګه راوړې چې ډېره خواشينونكى ده: ( له بحران څخه د مخكينوكلونو د اطلاعاتو او فرهنګ يو وزير چې د روڼ اندو په مينځ كې يې نوم هم درلوده) ( تاكيد د طرزي) د كپروك سيمې ته ورغلى و. لرغون پېژندونكو په ډېره مينه ده ته د كار هغه وسايل ( افراز) ورښودل چې ډېر پخوا ورڅخه كار اخيستل كېده او د كار د وسايلو د ودې په لړۍ كې يې ژور بدلونونه رامينځ ته كړي و. هوښيار وزير وروسته له دې چې دى وړو او ظاهراً ډبرينو شيانو ته وكتل سر وخوځاوه او وې ويل (( اوه!؟ نه! ( افغانان) هيڅكله هم دومره وروسته پاتې خلك نه وو او داسې ابتدايي ژوند يې نه درلود.))
ته خپله له دې واړه حكايت څخه په ډېر څه پوه شه.
بايد په وازو سترګو خپل تېر وخت ته وګورو. هغه هيندرو ته كتل چې سړى وړوكى يو لوى څرګندوى د حل لار نه ده.
په ( پارسي) ژبه كتابښود:
۱ _ حبيبي، عبد الحى، تاريخ مختصر افغانستان، دانش كتابتون، پېښور، دريم چاپ، ۱۳۷۷ ليندۍ.
۲_ غبار، ميرغلام محمد، افغانستان در مسير تاريخ، شپږم چاپ، جمهوري خپرندويه ټولنه، تهران ۱۳۷۴.
۳_ فرهنګ، مير محمد صديق، افغانستان در پنج قرن اخير، د درخشش انتشارات، لومړى چاپ، مشهد ۱۳۷۱.
۴_ كهزاد، احمد علي ، تاريخ افغانستان ، دوهم چاپ، د كهزاد فرهنګي بنسټ، امريكا ۱۳۸۱ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه