کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان په اړه په هالند کې د خلکو د ورځپاڼې د يوې پارونکې ليکنې په اړه

د افغانستان په اړه په هالند کې د خلکو د ورځپاڼې د يوې پارونکې ليکنې په اړه

په نيدرلندکې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون


درنو هېوادوالو!


په وروستيو  څو اونيو کې هالند-مېشتو افغانانو د افغاني کلتوري ټولنې په پته يو شمېر شکايتونه د نيدرلند په يوې ورځپاڼه کې د افغانستان په اړه د خپروې شوي يوې ليکنې په اړه رااستولي، خو مخکې له دې چې غبرګون څرګند کړو، نو ستاسو هېوادوالو پام په لومړې ګام کې د نومولشوې ليکني د متن د ژباړې لوستلو ته رابولو.

د خلکو ورځپاڼه (Volkskrant)

Natatlie Righton.// In Mazar-i-sharif wordt gepiknickt en gefeest./ 24 april 2010.

په مزار شريف کې بنډارونه کېږي او جشنونه لمانځل کېږي. زموږ د ژورنالېستې (Natalie Righton) راپورتاژ د ۲۰۱۰ ميلادي کال د اپرېل مياشتې ۲۴ نېټه.


مزارشريف: افغانستان يواځې د جګړو نندارتون نه دئ، مګر په شمال کې خلک خوشالي کوي او هوسا ژوند لري ‍«دلته يرغلګر پښتانه نه شته»!

مزار شريف د جګړن افغانستان هغه انځور  دئ، چې ته يې نه شې کولی لکه د جګړې ډګر يې وګورې. په شنو پارکونو کې په سلهاوو وګړي له خپلو کورنيو سره ناست وي او بنډارونه کوي، ځوانان یې فوټبال کوي او پلرونه يې په خپلو موبايلونو انځورونه باسي. تبنګوالا د میوې د اوبو او پستو د بيې نارې وهي. د سره شوي کباب بوی خلک لمسوي، چې له کټارو ورواوړي او د کباب له خوړلو خوند واخلي. دلته په افغانستان کې داسې هوسا سيمې شته، چې ته به هېڅکله ګومان و نکړې، چې ګواکې په دغه ملک کې د مدرنې زمانې خونړې جګړه روانه ده.

د افغانستان  د شمال سيمې ښار مزارشريف «سباون دلته آرام دئ»، دلته خلک ګرځي، بنډارونه کوي او جشنونه لمانځي. د مارچ په پای کې دلته لږ تر لږه نيم ميليونه خلک راټول شوي ول، چې د افغانستان نوی کال ولمانځي. د داسې غونډې جوړېدل او د خلکو راټولېدل هغه هم د هېواد له هرې برخې، ډېر خطرناک کار برېښي، خو بيا هم دغه خلک راټول شوي ول، مګر له هوسا مزارشريف نه ۷۰۰  کيلومتره ها پلو د افغانستان په جنوب کې هره ورځ جګړه ده، خلک وژل کېږي او ځان وژنې تر سره کېږي. ډېری ماشومان، چې هلته لويېږي، نو يواځې جګړه پېژني. کورنۍ هلته له مرګ سره لاس او ګرېوان دي، هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې ژوندي پاتې شي.

دا ډېر  عجيبه واقعيت دئ، چې دلته د نيدرلند  د «عيسوي روژې» په موده کې خلک په مزار شريف کې له خپلو کورنيو سره په شنو پارکونو کې ګرځېدل، خو نورې کورنۍ نږدې لشکرګاه ته د هلمند په جنوب کې اړ ول د ژوندي پاتې کېدلو لپاره له سيمې وتښتي او له هغه مارکېټه ځان ژوندی وباسي، کله چې يو بم په دغه ورځ ۱۳ تنه ووژل.

زه ډېر  خوشال يم، چې په شمال کې ژوند کوم، داسي وايي «رحمت»، يو ۲۸ کلن سوداګر د مزار شريف په بنجاره مارکېټ کې. امنيت د هېواد په دغه سيمه کې د جنوب په پرتله ډېر ښه دئ. په زړه پورې خبره دا ده، چې ولې دلته د افغانستان په شمال کې نسبتآ کراري او امنيت دئ. څنګه کېدلی شي، چې طالبان دلته په دغه سيمه کې لاسبري نه دي. د مزارشريف د رسول پهلوان د مارکېټ يو دوکاندار ته د دغو پوښتنو ځواب لکه رڼه ښيښه روښانه دئ. هغه په ټيټ غږ وايي «دا ځکه چې دلته په دغه سيمه کې يرغلګر پښتانه نه شته». پښتانه د افغانستان لوی ايتنيکي ګروپ دئ، خو د طالبانو د قوماندانانو لوی پانګوال او پالونکی هم دي.

د شمال بلخ ولايت، چې مزارشريف يې مرکز دئ، په ټولو سيمو کې يې تاجکان اوسي، همدا ډول خال خال اوزبکان هم مېشت دي او ګڼشمېر راپز (هزاره) هم دلته اوسېږي. چادري پلورونکی احمد فريد، چې ۳۰ کلن دئ، پخپله پښتون دئ، وايي: زه د راديو له لارې اورم، چې په جنوب کې هر کله چاودنې کېږي، مګر دلته په شمال کې داسې پېښې نه شته، ځکه چې په مزار شريف کې سوله غوښتونکي خلک دي، ځکه چې تعليميافته دي او ښوونځيو ته تللي دي.

سخي، چې ۳۵ ګلن مسلمان دئ او جومات ته روان دئ وايي: دا چې ته دلته په هوسايني او له ډاډه سره په کوڅه کې ګرځې، علت يې دا دئ، چې دلته موږ يوه جبهه جوړه کړې ده، هغوی (جبهه وال) به طالبان پرېنږدي، چې ژوند يې ورخراب کړي.

حاجي کتان،  چې ۴۸ کلن دئ، په مارکېټ کې د وړيو سوداګر دئ، وايي چې ښه مې په ياد دي،  چې وروسته د طالبانو له نسکورېدو نه مزاريانو ډېر طالبان او پښتانه له شماله وشړل. د نويمو کلونو په اوږدو کې مزاري ښاريانو له طالبانو سره جګړې وکړې. د هزاره ګانو يوې پياوړې ډلې ډېر طالبان وځپل او ويې وژل، هغوی يې له مزار شریفه وشړل، خو يو کال وروسته طالبان راغلل، چې غچ واخلي، په سلهاوو راپز (هزاره) يې ووژل، د هغوی لاشونه (جسدونه) په کوڅو کې پراته ول، تر هغې چې هغه جسدونه سپيو وخوړل.

سياسي مبصرين وايي چې د مزار شريف کراروالی او امنيت  د دغه سيمې د خلکو په طرز تفکر پورې اړه لري. سيد ابراس د مزار شريف د نهر شاهي د ولسوالي ولسوال وايي، چې د دغه سيمې خلک له پوليسو سره همکاري کوي، که چېرې هغوی کوم جرم وويني د هغه راپور پوليس ته ورکوي. همدا ډول هغه وايي، چې پوليس د سيمې د اداري چارواکو تر کنټرول لاندې دي. ولسوال وايي، چې د کار په موده کې يې پرته له دوو غلو او د موټر د ټکر د يوې حادثې پرته بل څه د امنيت د خرابېدو په اړه نه شي ور په يادولی.

دا هسې  هوايي خبرې نه دي. د لويديزوالو امنيتي مزارۍ مشاروه، چې نه غواړي نوم يې په اخبار کې ياد شي، وايي چې د مزار شريف والي عطا محمد نور په لوی لاس مزار شريف کنټرولوي او پوليس يې تر کنټرول لاندې دي. دغه مزارۍ مېرمن وايي، چې په مزار شريف کې د امنيت ژمن عطا محمد نور دئ، مګر نه د (ISAF) ځواکونه، چې په ښار کې موجود دي، خو په کوڅو کې (ISAF) ګزمه نه کوي، هغوی په خپلو مرکزونو کې ناست دي.

څرګنده ده،  چې هر څه په مزار کې ښه نه دي. همدا ډول  لکه د هېواد په پاتې برخه کې دلته هم لوږه ده، غربت دئ او بېکاري ده. په تېره بيا چې له ښاره ووځې، نو دا پرابلمونه محسوسېږي، مګر بيا هم که دلته سوله وي، نو که بيا هم ستا د چاپېريال خلک ټول غريب هم وي، داسې ښکاري چې په غربت کې سولييز ژوند ممکن دئ، خو په تېره د مزار شريف د خلکو په څرګندونو کې داسې راغبرګېږي. بيا هم دلته په شمال کې په ټولو سيمو کې کراري نه ده، دلته هم د ملېشو واړه ګروپونه د شمال په بېلابېلو سيمو کې شته دي، چې د افغانستان امنيتي قواوې او د (ISAF) ځواکونه په نښه کوي، خو ملکي خلک له دغو پېښو ژغورل شوي دي. په شمال کې د بلخ ولايت په شمال او لوېديز کې نسبتآ وړې چاودنې کېږي. د جنوبي سيمو په پرتله د بلخ سيمه او د جوزجان ولايت ډېر آرام دي، د يو امنيتي څانګپوه په تآييد، چې وايي دلته طالبان تقريبآ نه شته.

د افغانستان  په جنوبي غرنيو سيمو کې طالبانو  خپل ګروپونه بيا جوړ کړي  او په وسلو سمبال شوي دي. د هلمند  د مرجې په سيمه کې ډېره سخته جګړه روانه  ده. په دوبي کې د کندهار وار دئ. کندهار د طالبانو د زېږندې سيمه ده. د  جنوب ولايتونو استوګن خلک له دې وېرېږي،  چې په جګړه کې به ډېر خلک ووژل شي.

يو مېشت افغان وايي، زه له کندهاره سره  ډېره مينه لرم، مګر ژوند دلته ډېر ستونزمن دئ. د کورونو-سوداګر عطاالله، چې ۴۲ کلن دئ يو ژورنالست ته وايي: کله چې دلته چاودنه کېږي، زه ګومان کوم، چې خدای مکړه زما زوی به مړ شي، که چاودنه يې مړ نکړي، نو کېدای شي له وېرې ومري. د افغانستان په شمال کې برعکس د سولې او کراري خبرې کېږي. يو کتاب پلورنکی احمد له مزار شريفه وايي، چې زه ګومان کوم، چې زه دلته يو ښه هوسا ژوند لرم، له افغانستانه به هېڅکله ونه تښتم دا زما کور دئ. 


درنو هېوادوالو!

د هالند  مېشتو په شکايتونو کې داسې څرګندونې شوې، چې يو شمېر خلک پښتنو ته په سپکه سترګه ګوري او افغاني کورنۍ دا په ګوته کوي، چې په ښوونځيو کې يې ماشومانو ته سپکاوی کېږي او د يرغلګرو او تروریستانو په نامه يې يادوي، چې يو شمېر ماشومان  د دغو څرګندونو له امله له روحي ستونزو سره مخامخ شوي دي  او د ماشومانو او ځوانانو د ښونځيو په لوست کې يې هم ډېر منفي اغېز درلودلی.

افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې په پورته ياده شوې ليکنې کې د افغانستان د بېلابېلو ټبرونو تر منځ تاوتريخوالي ته لمنه وهل شوې ده او د افغان وګړو تر نامه لاندې داسې څرګندونې شوې، چې د افغان ولس سولييز ژوند ته يې ګواښونه رامنځ ته کړې. په دغه ليکنه کې د افغانستان لوی ټبر پښتنوته په نا حقه د «يرغلګر ټبر» وراشه کارول شوې او پښتون ټبر يې په سياسي او نظامي ډلو او تپلو کې مدغم کړی، چې پايلې يې نه دا چې په افغانستان کې بلکې په بهرنيو هېوادونو کې د افغانانو تر منځ سولييز ژوند له ګواښه سره مخامخ کړی او دافغاني ماشومانو، ځوانانو او بهرنيو ځوانانو تر منځ د ايتنيکي مخالفتونو بټۍ يې توده کړې ده، چې نن سبا په ښونځيو کې غير افغاني ماشومان پښتنو ته د «aggressive» وراشه کاروي، چې د ماشومانو او ځوانانو په ذهني حالت يې بد اغېز پرې اېښی دئ او پلرونه يې په وېرجن ټغر کېنولي دي.

په نيدرلند  کې افغاني کلتوري ټولنه له تاسو هېوادوالو  غواړي،چې په دې اړه خپلې انګېرنې  او غوښتنې موږ ته راواستوی، چې موږ  د (Volkskrant) مسؤلينو ته خپل غبرګون وښيو او له دغه ورځپاڼې په زغرده وغواړو، چې د افغان له ولسه بښنه وغواړي او په راتلوکي کې د دا ډول پارونکو او غير مسؤلانه ليکنو له خپرولو ډه ډه وکړي.

په درنښت

اداري کميسيون

تبصره نسته

  1. زه دا ويم جه خير دوي ووس مزي او جرجي وكري. ددي جرجو او مزو وخت دير كم ده . دا دنيا يو ابتلا ده هر حوك بكشي تلل كيزي دوي خبل جانونه خلكو ته شه ور وبيزندل . ددي نيجه دا كيزي جه به نزدي اينده كشي به ان شاءالله تاجكاستان ته مجبور شي وبس .

  2. مخکښ دنایمېـخین له ښاره

    دفولکس کرانت چلوونکو ته !
    په ټولیــز ډول دنیـدرلاند خلک غوبګیان (بور ــ ګاوچـران) ،بې کلتوره ،بېسواده ،چرسیان ،کونیان اوپخپل وطن کې دامریکا د ( سی آی اې ) مزدوران او څپـېړ خواره غلامان دي !!!

    هالـېنډیان تراوسه دامریکا تر زبېښاک ( استثمار ) او ښـکېلاک ( استعمار ) لاندې دي .

    که هالـېنډیان ځانونو ته انسانان وایي نو له غیرتمنو پښــتـنو څخه دې دآزادۍ اوخپلواکۍ درس زده کړي چې د سرپه بیه دنړۍ د ( ۴۶ ) یرغلګرو هیوادونو په وړاندې جنګېـږي او دا لس کاله د یرغلګرو دمُردارشویو عسکرو او افسرانو تابوتونه ددوی له مړزګو ( جیفه ها ) ډک اروپایانو اوامریکایانو ته ور روان دي .

    دا دپښـتون د تورې شرنګ دی چې شوروي سوسیالسـتي نړۍ یی دړې وړې کړه !!!

    دا دپښــتون زور دی چې سـتاسوکاس کوپونو ( پنـیر سرو ) دولـت یی در ړنګ کړ !!!

    دا دپښتون تاریخ دی چې دجرمن ولسمشر استعفا وکړه .

    ډېر ژر به امریکایی امـپریالـزم داسې ټوټې ټوټې شي لکه چې دشوروي سوسیالـزم دړې وړې شو.
    هالـنډیانو تاسې خبریاست که نه ؟؟؟ تاسې د نړۍ په تاریخ کې د ( غــلو) په بې شرفه نوم یـادېـږئ.

    خو افغان پښـتون د نړۍ په تاریخ په آزادي او خپلواکي مین او غیـرتمن ولس مشهور دی !!!
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    پښـتـنو ته خطاب !
    دپښتون عزت ،دپښتون خپلواکي اود پښتون تاریخي هویت پخپله دپښتون په لاس دی !!! الله دهیڅ ټـبر په برخلیک ( سرنوشت ) غرض نلري .
    دالله مرستې ته لاس تر زنې مه کښېنئ پخپله توره،اتفـاق او سرښـندنه خپل برخلیک خپلواک کړئ !!!

  3. da de you so wejdan farosho khabare de aw hagha hamesha de bal pa lamsa awe paeso khabare kawe che zan khpalo badarano ta pa her maedan ke wafadar wakhae ager ka fiqer wa kre khpal baba neka noro ta spaka we awe bya zan ta de gran awe gheirate afghanitan bashenda waye
    sharam wa kra leg pa khpal grewan ke wa gora sa waye awe sa fiqer kawe
    pate shwa de nederland wrazpane lekana no hagha kho hese ham kofar de awe ka cherta de peghamber e islam hades wa gore no kfar kala ham de musalman dust na she kedae hagha kho hara hagha lar pa kar acha we che musalmanano ke be itifaqi awe raqabat paeda kre allah de mong tolafghanano ta ka tajik da pakhtun ya hazara ya her you se da da taufeeq ra kre se de pradi pa her raza daseso mo de aqal starge khlasi she awe khpala wrorwali mo bya laka pa khwa che wa berta jura she inshallah
    pa omed da you khad abad awe samsoor afghanistan

  4. we have to know that we dont know how to play in the international stage thats why we are bad people. we call our educated brothers atist or communist, we call our brothers taliban etc… until we dont become united we will be called torrists.
    i have too many Pakistani friends they telling me we can use pashtoons or pathans very easily and i say how, they laugh and say when we tell you guy islam is in dangerous you sale your country for nothing and thats why we calling pashtoons very stupid people when we speak at home.

    until we dont become nationalist we will have that shity live we have now…

  5. PUNJBYIAN AW TAJIKAN PKHTANA BANAMAWY TERRORIST WARTA WYEI.MONG PASHTNANO NA DA ISLAM PA NOM PUNJISTAN ISTEMAL KARO DA KASHMIREE AZADI LAFRA MUJHIDEEN WO MAGER NAN DUNYA TA TAJIK AW PUNJBEYI WAYI CHIY PKHTOON DAHSHATGER DEIY

  6. ګرانو هيوادوالو كه هرڅوك مونږ ته تروريست دهشت گرد ووايي پدي مه خفه كيږي ځكه نن چي هر چا ددي وحشي صفته امريكايانو اودهغوي داتحاديانو وينه توي كړه هغه ددوي په وحشي قاموس كي دهشتګرد دي.
    خوچي دمسلمان او دپښتون وينه توي كړي هغه هدر ده ولي؟ ځكه تروريست اودهشتګرد دي .
    پښتون ته !
    په بل غشي او ټوپك ويشتلي نه يم __ كه ويشتلي يم خوبيا په خپل ټوپك يم
    په ډير درنښت : بت شكن افغان
    زمونږ پښتو شعرونه پدي ادرس وګوري خامخا
    http://www.youtube.com/botshikan11

  7. محمد جلال سلیمانخیل ته !
    سعودي ته ډېر خلک دبېوزلۍ له امله تللي دي اوته هم همدارنګه دغریـبکارۍ لپاره تللی یې نه د زدهکړې لپاره، او نه هم کوم سیاسي سړی یې داځکه چې دتا له لیکنې زه پوه شوم .
    که ته دالله تعالی په قرآن مجید ایمان لرې نو دغه آیت څه معنی لري؟؟؟
    ان الله لایغیـرمابقوم حتی یغیروا مابأنفسـهم
    ما ددغه آیت د حکم پر بنسټ پښـتنو ته لیکلي ؤ چې پخپل اتفاق اوغیرت خپل وطن اوتاریخي هویت وګـټئ الله تعالی په هر څه قادر دی خو الله دغه چارې د هـرقوم ځاني خوځښت ته پرې ایښې دي .
    ته دومره بوده یې چې نه دالله په احکامو خبر یې اونه دخپل هیوادپه تاریخ او سمدلاسه په ښکنځلو پـیل کوې « الله بېعلمه او بې عامله عالم په جهنم کې غورځوي اودالله له احکامو بې خبره مسلمان هم ددوزخ تمبه ګرځوي »

    دمکې په بزرګي کې هیڅ شک نشته
    خو ، خـــر به حاجي نشي په طواف

    اوس به راشو دې ته چې زمااوستا ګران وطن افغانستان دا ( ۳۵ کاله ) دهمدغه سعودي دتروریستانو، دهمدغه سعودي په پـیسو وران دی چې له پاکستان او امریکې سره یې لاس یوکړی دی ،شپه او ورځ زمونږ پښــتانه وژني . که یې نه منې نو دغه تاز ه خبر چې په انـټرنټ کې خپورشوی چې دسعودي ډالرې دافغانانو د وژلو په خاطر په پاکستان « چټلسـتان » کې په کلدارو تبادله شوې او افغانستان ته ولاړ ې . ولوله.
    خو خبردار چې بله پلا نارواوې او نادودې و نه لیکې .
    په درناوي غرنی مخکښ

  8. first of all i am sorry that i am writing in english because i am writing this from cafe. now lets come to our topice the main goals for pashtoons are to understand what is good and what is bad for them who is friend and who is enemy.what century we are living in it is 21century we have to understan war doesnt have any value now only thing that make nations important it is education,lungauge,econemy,but today pashtoons are weak from education side come to lungauge pashtoon are 70% of afghanistan and how monay tv chanels we have just 1 or 2 mostly we speak dari with tajiks because they cant understan our lunguage it is hard to learn they can learn english,french,german but not pashto so we have to understan the value of our lunguage,education and to get that we have be nationalists indeed we have learn some from our past that pakistan,sudi arbia are using us for their benifets they are not friends they are just enemys come to the religon there is no religon in politics we have to learn that people in 21century just thinks for their national intrests not religon

  9. first of all i am sorry that i am writing in english because i am writing this from cafe. now lets come to our topice the main goals for pashtoons are to understand what is good and what is bad for them who is friend and who is enemy.what century we are living in it is 21century we have to understan war doesnt have any value now only thing that make nations important it is education,lungauge,econemy,but today pashtoons are weak from education side come to lungauge pashtoon are 70% of afghanistan and how monay tv chanels we have just 1 or 2 mostly we speak dari with tajiks because they cant understan our lunguage it is hard to learn they can learn english,french,german but not pashto so we have to understan the value of our lunguage,education and to get that we have be nationalists indeed we have learn some from our past that pakistan,sudi arbia are using us for their benifets they are not friends they are just enemys come to the religon there is no religon in politics we have to learn that people in 21century just thinks for their national intrests not religon

  10. درنو هېوادوالو!
    په پورته ياده شوې ليکنه کې د افغانانو يو منطقي غبرګون ته اړتيا ده، نه دا چې افغانان خپل زړونه په يو او بل تش کړي. موږ بايد هڅه وکړو، چې د موضوع په اړه خپل نظريات وليکو، خو له غبرګونونو داسې ښکاري، چې څوک پاکستان، څوک عرب او څوک هم نور ملامتوي، مګر دلته بايد په لومړي ترڅ کې د هالندي ژورنالېستې د ليکنې په اړه په منطق سره ځواب او يا خپل نظر وويل شي. په ښکنځلو اوږد مزل نه شي تر سره کېدلای. دغه هلې ځلې ماته يوه ټوکه راپه يادوي: ويل کېږي، چې يوه ورځ يو سړي د يو پراخ راده بل پلو ته تېږې وارولې او له هغه پلوه ورته سپيو غپل، نو کوم لاروي له دغه سړي وپوښتل، چې وروره ستا دغه ډبرې خو هسې هم په راده ې لوېږي او هغو سپيو ته نه رسېږي، نو ولې دې ځان دومره ستړی کړی، چې ټوله ورځ ډبرې ورواروي، خو دا بل ورغپرګه کړه، چې ځه بابا که وسه مې نه رسي، مګر سپيو ته خوخپل نيت ښييم! نو درنو وروڼو د ليکنې په دغه مشخصه موضوع بحث وکړي، چې ستاسو د بحث پر بنسټ د هالندي خپرونې د ليکنې په اړ سم منطقي غبرګون وښودل شي.
    ستاسو د بري په تمه
    ډاکتر لم

  11. first of all i am sorry that i am writing in english not pashtoo because i am writing this from a cafe and now lets come to the topice pashtons are facing alot of incidents like that in afghanistan and out side from the country we have to work hard to achive our goals as nation and as big ethnic group in south asia we have to know what is good and bad for us who is friend who is enemy what century we are living in it is 21century war dosent have any value the only thing makes nations important it is their lunguge,econmy,education,media come to the lunguge we are speaking dari with tajiks because they cant learn pashto it is hard to learn but they can learn english,french,german that is way because they dont respect us and that is our fault that we speak with them in dari if you see education pashtoon are weak in education base on their population lets come to media pashtoon are70% in afghanisatn how many tv channels we have just 1 or 2 come to politics as a nation what we know just jihad,haven,islam but it is 21century we have to know that in politics their is no religon just national intrests pakistan or sudai arbia they dont care who we are they just think what benifits they have in afghanistan same for other countrys that is the main thing that we have to know the pashtoon sould know

  12. Insulting, torturing and killing Pashtuns have became a common way of living for non Pashtuns forces including NATO. Pashtuns living under this kind of immense pressure have no choice, but fight back through any means possible. The Dutch newspaper irresponsibly blames Pashtuns for the unrest in Afghanistan, I think that the Dutch should realize that the cause of unrest in any part of Afghanistan is the empowerment of warlords, drug lords and rapists, and alienation of Pashtuns as the largest Ethnic Group in Afghanistan and de facto rulers of Afghanistan for centuries

  13. ده هر څه له مخه سلام او نیکی هیلی،
    ښاغلو ! که ده خپلی خاوری ژغورنه،ده اولس او ده نوی پښت ساتنه،ده خپل دینی او کلتوری ارزښتونو څخه په کلکه دفاع،ده ښکیلاکګرو شومو توطیو ته ګواښ ایښودل او داسی نور ماته په توګه ده یو پښتانه ده ؛یرغلګر؛ صفت راخپلوی نو زه په خپل دی صفاتو ویاړم .هغه چی نن ده بهرنیو په شتون کی زما شتون ته زما په خپله خاوره کی زغم نه لری دا په ډاګه وایم ،چی ستاسو دا باداران یو وخت تلونکی دی نو ده هغه وخته وبیریږئ چی دا ؛یرغلګر؛ په رشتیا پر تاسی یرغل دروړی او بیا مو دی ته اړ باسی چی څوک ده تاجکستان څوک ده ازبکستان او څوک ده ایران په لوری مخه ونیسئ

    په نن پسی صبا سته

  14. Selaam On all moslim .
    I am wonder !!!!
    Way afghan culture org react so quick and so easy if there is question of Nation or a stam ?
    While there is the main quistion about the accopation of our country?
    Does the AFG CUl ORG is care about the cultur or Islam?
    So please Please Faight for Your Iman NOT for you culture!!!!

  15. Mr. Kaker,
    Are you suggesting that we should abandon our culture in order to have Iman and Islam? I think that you are being very stupid to suggest to us that we should abandon our culture or not to care about it. Our culture is based on our Islamic faith, Islamic Values and Islamic Morality. If you being ignorant and extremely stupid, and you want to abandon your Islamic Valued Afghan Culture, and become a Punjabi, Arab, or Iranian, you are very welcome to do so.

  16. Let' s keep the emotion aside and think logical for a while. I am Pashtoon but I am really ashamed of those pashtoons who are working for pakistan or so called Taliban. They are killing our innocent people and destroying schools.

    Let' think for a while? Why most of Northern provinces are peacful? I do agree with what was written in Volkskrant. t

  17. سلامون او نیکی هیلي:درنو پښتنو وروڼو مونږ ته چی ځه راپيښ شوي دي هغه زمونږ دخپله لاسه نه دپردیو له لاسه دي،مونږ پښتانه تر اخیره پر یوه اوبل اعتماد ونه کړي او نه مو دا کار دنورو نه زده کړي،همیشه موخپلی ریښی په خپله تیشه پري کړي دی،همیشه غټ غټ وایو ولی په عمل کی هیځ نه یو،غواړم یو لنډ مثال درته بیان کړم:هغه وړمه ورځ می دشاغلی اسمعیل (( یون)) صاحب یو لیک چی دهیواد ولسمشر ته یی لیږلی وو او له هغه ځخه یی غوښتنه کړي وو چی برهان الدین ربانی باید دسولی دمشورتی جګړی مشر نه شی او نوری ډیری خبری یی لیکلی وی،ما داسی فکر وکړي چی افرین پر یون صاحب چی ځومره دپښتنو په غم کی دی اخر ثابیته شوه چی دا یوه تجارتی پټه تبلغاتی خبره وو، او اخر هغه یون صاحب مړی سترګی دسولی په مشورتی جګړه کی دښاغلی ربانی تر مشری لاندی نا ست دي او نن ما شام یی داشنا دراډیو له لاری دهغه صفتونه کول، او هغه پخوانی لیکنه یی یوازی دپښتنو دفریب ورکولو په خا طر کړي وي.چی مخکی تر مخکی دپښتنو ذهنونه اماده کړي
    دوهم مثال:یو بل دپښتون په نام بسمل صاحب هم دپښتنو لپاره په جرمنی کی ډیری ناری وهی او دتجارت ښه بازار یی ګرم کړي دی هغه ورځ می ولیدی چی دپښتنو دقاتلانو دنماینده سره یی ښه په ورین تندی یادګاری عکس چاپ کړي دي او په خندا خندا ورسره ولاړدي،نوتاسی قضاوت وکړی چی له داسی په نامه پښتنو ځخه به مونږ ته ځه ګټه په لاس راشي،چی خپل مو داسی راسره کوی دپردیو ځخه باید ګیله ونه کړو

  18. ورونو زماسلامونه ومني راځي تراحسا تي خبرو تير شو ديوه اوبل پر ضد ليکني بند ي کړو٠ ديوه اوبل په مشوره دخپل اينده په هکله ژور فکږ وکړو ،دا چه فلا ن ځه وکړل دا به اوس پريږ دو،که يي وخت راغلي بيا به ورسره ګوږو،داچي پشتنو ته ځوک ځه وايي مونږ يي با يد په عمل کي ثابيته کړو چي مونږ وطن پلورونکي نه يو بلکي وطن سا تو نکي يو

  19. Mr. Khan
    If you agree what the newspaper says about Pashtuns, then I guess the killing, torturing, and abusing of Pashtuns is a valid point. However, the newspaper targets Pashtuns as terrorists- NOT TERRORISTS (PUNJABIS, ARABS, IRANIANS, TAJIKS, UZBECKS, etc). Terrorists who are committing the heinous crimes are from all parts of the country and from around the world.
    Pashtuns reactions to injustices committed by Nato and Warlords is valid. Northern Provinces are peaceful because the Northern Warlords are holding real power at the expense of Pashtuns. Pashtuns are forced to depend on Pakistan, Iran and Arabs just to survive because of Pashtuns Stupid Mentally Disillusioned Leaders. If one cannot lead, as a responsible leader can quit. However, Pashtuns are engaged in self defence, while others pursue their self interest at the expense of Pashtuns. One day NATO and Its Allies have to recognize the fact that alienation of Pashtuns does not bring peace to Afghanistan.

  20. ویا ړلي افغاني کلتوري ټولني ته سلامونه!
    ژورنالیستي (Natalie Righton)دغه راپورتاژ له هره نګاه څخه ناسم لیکلی دی؛ دا ځکه پر یو کام داسي ټاپه وهل د ژورنالیستۍ اصول ئي نه د سیاسي نګاه اونه د ټولنیزي نګاه څخه مني . ۴۶ وېښت هېوادونه دا ۹ کاله په افغانستان کي دي هیچا دا خبره ونه کړه «نتالي» دا خبره پیدا کړه؟ کلتوري ټولنه ددغو افغانانو دپلاوي په توګه دا غټ ناورین چې په عامه توګه دټولو پښتنولپاره دی او بیا په خاصه توګه په هالند کي داوسېدونکو پښتنو له پاره دی؛ د هالند دلوړپوړو چارواکوسره دا خبره په منځ کي سره کږېږدي . دا دپښتنوبې ګاه ماشومان چې ښوونځیو ته ځي پخپل ګناه نه پوهېږي، چې ولي دوی ته په بده سترګه کتل کېږي .که پښتنو یو هالندی په هالند کي ترور کړی وای؛که بیا دا خبره لیکل سوې وای؛هغه هم نه په دې اوسني ډول؛ نوبه موږ ویلي وای چې خبره ئي سمه ده. دغي ژورنالیستي بېخي تېری کړی . دا خبره باید د هالندد لوړپوړو چارواکو سره په سړه سینه حل سي . دا وو زما وړاندیز . محمدسرور وکیلي

  21. Mohtaramo salamoona w niki haely me wamanai.
    Do not shoot the messenger.I undersatand that western media only does not paly a majr role
    but actively interferes in our country's internal affairs, and provokes ethnic tension.In my opinion the problem here lies in people interwieved by the news paper- he just reported what they said.And I believe if not all most nonpakhtoons in Afgahnistan are against Pakhtoons in all possible ways-be .There are plenty of example of this .No one can and should not deny.Most of ythe problems we pakhtoons face today brought upon us by nonpakhtoons in Afghanistan and thier supporters abroad like Iran, The Punjabis, and others.
    How do you think the blind bombardment of weddings, funerals in pakhtoon provinces are conducted by American, with no intelligence

    from others-so called Afghan Army- where 90% are nonpakhtoons, what the hell, a panjsheri interpreter does in Helmand, will he say the truth to an american military officer.Therefore we should first unite amongst ourselves,(means all pakhtoon nation- laraw bar) tyhen by all possible means
    prevent that very damaging propaganda by our countrymen against pakhtoons,engage with the western world as they are, and try evrything to persuade the two major fractions of Pakhtoon dominant paramilitary groups the hezbe Islami and the Atliban and real Apkhtoon elements in today's gov.to come to the negotiation table and put an end to this protracted and devastating conflict.

  22. Selaam to all moslim brothers end sisters !!
    Mr wazi ;
    To save your culture you need to be a good moslim.today in Afghanistan the culture is not in danger but Islam and our country is in danger .
    In the place to fight against Tajec brothers please fight agaist US and ISAF army.
    I think YOU are One of the panjabies they try to make and stimulate war and hate between our two brothers .Go back to panjaab . and leave us two brothers to fight for the ISLAM and our country.

  23. Mr. Kakar,
    When you do not know what you talking about, please do not try to deny your own stupidity. You are being stupid because you think that by making an ignorant comment, you will impress people.

    As an Afghan I believe that Islam is our faith, and our culture is Islamic because our faith shapes our culture, values and beliefs, but people like you who have no understating of the Afghan Society think that what Punjabis, Iranians or Arabs tell them that is Islam and our culture is nothing. We have been Muslims for centuries and our culture developed from Islam that is why we had Great Islamic Scholars like Hanifee or Sayed Afghani. Since our culture developed from our Hanifee School that is why we are NOT like Hindus, Punjabis, Iranians, or Arabs. Tajiks, Uzebecks, Hazaras and the rest of people living in Afghanistan are part of our faith, and at the same time part of our culture, so no one is against them.

    Islam is NOT in danger anywhere in the world. Islam has its position in the Universe forever. Afghans are faced with danger because ignorant servants of Punjab, Iran and Arabs, and in this regards because of servants of NATO. Afghans will struggle for their own country, culture, values, beliefs, and Islamic faith, and they DO NOT need Punjab, Iran or Arabs to lecture them in this matter.

    What is in danger is our country, culture, values, beliefs, and this danger is exposed by NATO, Arabs, Iranians, Punjabis and some other elements within our society. Unfortunately, you have no idea what heck you are talking about. However, let me tell that your stupidity is in danger and it is also a danger to the Afghan Society even though you are a blessed IGNORANT

  24. Mr. Kaker,
    Please read your own comment one more time, and see your twisted logic. It is very unfortunate that you comment contradicts what you trying to express

  25. Selaam to all muslims Bro &Sis !
    Mr Wazi ; For the last time .
    Go to a good scholar( Emam) and ask hem .
    what is the priority to day in Afghanistan for muslim Afghan ?
    to wees your time for this stupid propaganda against muslim brother ?
    OR
    spend you time in the way of ALLAH (jj)
    And do Jihad against NAVO and US to free you Country from that arrogant enemy which kills every day hundreds of innocent Afghans.
    In the day of judgement ALLAH jj well not ask you about your Culture .
    but he well ask you about your Iman and Madhab .
    So ;
    To tell you in the short terms .
    First Islamic Sharia .
    Second Culture and Language

  26. Selaam to all muslims Bro &Sis !
    Mr Wazi ; for the last time .
    Go to a good scholar( Emam) and ask hem .
    what is the priority to day in Afghanistan ?
    to wees your time for this stupid propaganda against muslim brother ?
    OR
    spend you time in the way of ALLAH (jj)
    And do Jihad against NAVO and US to free you Country from that arrogant enemy which kills every day hundreds of innocent Afghans.
    In the day of judgement ALLAH jj well not ask you about your Culture .
    but he well ask you about your Iman and Madhab .
    So ;
    To tell you in the short terms .
    1st Islamic Sharia .
    2nd Culture and Language

  27. ټولوافغانانوته سلامونه اونیکې هیلې .
    زه دهالینډ دخلکودورځپاڼې داخبر په کلکه غندم اورده ومه یې .
    که چیرې ددې ورځپاڼې چلوونکې غواړې چې په رښتنې توګه دخپلې ورځپاڼې لپاره په زړه پورې او دواقعت څخه ډک معلومات راټول کړې اوپه رښتینې ترورستان خلکوته وروپیژنې نو امریکا یهودانواوانګریزانوچ ې افغانستان اویراق کې په رسمې امرونو په زرګونوخک اوژل او اوس مهال هم دتالیبانوتر شا ولاړدې او همدارنګه یهودانو څوورځې مخکې یوډیر روښانه ترورستې عمل وکړوچې فلستین ته روانې کشتې په توپونو ویشتې
    دې ته واې اصلې ترورستې بانډونه .ددې ناسم خبر په خپرولوسره دې خبریال ددې خبرپه خپرولوسره ترټولولوې ځیان خپًلې ورځپانې ته هم رسولې دې دخپل ناسم خبر په خپرولو ېې ټولولوستونکوته دقمقلو ګومان کړې .اودوې دې ښا مښا ددې توهین له کبله بښنه وغواړې .

  28. ټولوافغانانوته سلامونه اونیکې هیلې .
    زه دهالینډ دخلکودورځپاڼې داخبر په کلکه غندم اورده ومه یې .
    که چیرې ددې ورځپاڼې چلوونکې غواړې چې په رښتنې توګه دخپلې ورځپاڼې لپاره په زړه پورې او دواقعت څخه ډک معلومات راټول کړې اوپه رښتینې ترورستان خلکوته وروپیژنې نو امریکا یهودانواوانګریزانوچ ې افغانستان اویراق کې په رسمې امرونو په زرګونوخک اوژل او اوس مهال هم دتالیبانوتر شا ولاړدې او همدارنګه یهودانو څوورځې مخکې یوډیر روښانه ترورستې عمل وکړوچې فلستین ته روانې کشتې په توپونو ویشتې
    دې ته واې اصلې ترورستې بانډونه .ددې ناسم خبر په خپرولوسره دې خبریال ددې خبرپه خپرولوسره ترټولولوې ځیان خپًلې ورځپانې ته هم رسولې دې دخپل ناسم خبر په خپرولو ېې ټولولوستونکوته دقمقلو ګومان کړې .اودوې دې ښا مښا ددې توهین له کبله بښنه وغواړې .

  29. ګیدړان په آزادی کی خوشحال اوسی دزمری په غاړه تل وی ځنځیرونه،
    ټیټ می مه بوله غورځنګ راباندی مه کړه زه په دی افتاګی کی لوی کړنګ یم،
    پښتانه که نور څه فکر کړی ناکام دی بی له توری خلاصی نشته بی له توری،

    پښتون دا فغان خاوری اصلی څښتن دی او دلوی اوغیرتی خدای په فضل سره به یول ځل بیا دخپلی خاوری خپلواکی دوخت فرغونیانو څخه اخلی ، او پدی حقیقت اوس ټوله ناولی اروپا ،کاناډه،امریکا اوددوی نور غوړه مالان ښه پوهیدلی دی او دا پښتانه به نه یوازی خپله خاوره بلکی ټول دنړی مظلوم اولسونه ددی دشرنه خلاصوی ،،،،،، وایی اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوی، ددی دشر شپی رالنډی شوی انشاآالله

  30. سوچه پښتون /له مسکو نه
    ګیدړان په آزادی کی خوشحال اوسی // دزمری په غاړه تل وی ځنځیرونه،
    ټیټ می مه بوله غورځنګ راباندی مه کړه /// زه په دی افتاګی کی لوی کړنګ یم،
    پښتانه که نور څه فکر کړی ناکام دی// بی له توری خلاصی نشته په بل کار،

    پښتون دا فغان خاوری اصلی څښتن دی او دلوی اوغیرتی خدای په فضل سره به یول ځل بیا دخپلی خاوری خپلواکی دوخت فرغونیانو څخه اخلی ، او پدی حقیقت اوس ټوله ناولی اروپا ،کاناډه،امریکا اوددوی نور غوړه مالان ښه پوهیدلی دی او دا پښتانه به نه یوازی خپله خاوره بلکی ټول دنړی مظلوم اولسونه ددی دشرنه خلاصوی ،،،،،، وایی اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوی، ددی دشر شپی رالنډی شوی انشاآالله

  31. العزه تحت الظلال سیف . الحدیث
    عزت د توری د سیوری لاندی دی .دپشتون قوم تولو مغرضو دشمنانوته :
    کوم قوم چی الله ج دکلمه او دوطن د ازآدی لپاره قربانی ورکری هغه قوم ته به الله ج عزت ورکوی دا پشتون قوم دی چی هر وخت یی خپل وطن د تن په وینو آزاد کری او آزادوی به یی انشاءالله او د هغه پاکو شهیدانو وینی به هیچ کله هم الله ج عبث پرینژدی چی دظالمو صلیبیانوپه ظالمانه اووحشیانه حملو کی بهیدلی دی.

  32. زه به څه نه وایم ،خو په پورتنی لیکنه چه د هالنډ د خلکو ورځپاڼی خپره کړي،د افغانستان په شمال کی دی خلکو د ازهانو انعکاس دی. په شمال کی ، د کرزی د اداری چارواکیو دغه زهنیت رامنځ ته کړی دی . پرتنی غبرګونو نه چه وګوری ډیریی څه ناڅه له منطق نه لری دی . په خپل قوم باندی بدی خبری نشی زغملی مګر نورو قومونوته سپکی سپوری کوی.
    یادونه -محمد اسماعیل یون صاحب خپله وجبه ډیر ښه په ځای کړی ووه نور نو دکرزی کار دی چه څنګه یی غچوی. . خدای پاک دي په پښتنو کی د یو ن صاحب غوندی د سیاسی او علمی بصرت خاوندی ښه ډیر کړی.

  33. زه به څه نه وایم ،خو په پورتنی لیکنه چه د هالنډ د خلکو ورځپاڼی خپره کړي،د افغانستان په شمال کی دی خلکو د ازهانو انعکاس دی. په شمال کی ، د کرزی د اداری چارواکیو دغه زهنیت رامنځ ته کړی دی . پرتنی غبرګونو نه چه وګوری ډیریی څه ناڅه له منطق نه لری دی . په خپل قوم باندی بدی خبری نشی زغملی مګر نورو قومونوته سپکی سپوری کوی.
    یادونه -محمد اسماعیل یون صاحب خپله وجبه ډیر ښه په ځای کړی ووه نور نو دکرزی کار دی چه څنګه یی غچوی. . خدای پاک دي په پښتنو کی د یو ن صاحب غوندی د سیاسی او علمی بصرت خاوندی ښه ډیر کړی.

  34. Mr. Kaker,
    At least you made some changes in comments. Peace! You are adding culture and language as part of our life in Afghanistan. I like your addition.
    However, Prof. Mijadidi one of the Afghan Scholars in Afghanistan said last week "Killing foreigners in Afghanistan is forbidden", which means HARAAM. Do you think should I listen to Mr. Mujadidi or not? Please advise me. When Russians were in Afghanistan, the same Prof. Mujadidi was taking money from Arabs, Pakistanis, Iranians, and Americans to destroy Afghanistan in order to expel Russians. Now he is telling us not to expel foreigners. I believe that I should look for what the best for me or my nation than listening to these people. Anyway it was nice talking to you, and have a very good day.

  35. <a href=http://centrodieducazionepermanente.com>cheap viagra</a> er˜wB+7Z,<a href=http://cjbears.com>viagra online</a> EDѓ‚…re4Ў, <a href=http://emporioartecasa.com>generic viagra</a> ¤„jџ^~‡u,<a href=http://erimini.com>buy viagra online</a> {{Y<>љl^,<a href=http://eurasiansafaris.com>cheap viagra</a> Љ,Dz9]Bb˜‹,<a href=http://mariesproul.com>buy viagra</a> Ќaei6—:B-`,<a href=http://pickwickdreamlots.com>buy viagra online</a> —^‘MwЎћlЎm,<a href=http://time-to-ride.com>buy viagra online</a> ioa0¦2@~,<a href=http://www.veredict.com>generic viagra</a> Љb‰An7<H?,<a href=http://www.wearesalt.com>viagra online</a> kЉ €bj,›,<a href=http://www.anoukbikkers.com>buy viagra cheap</a> ‚A~l7‰ѓ”J,

  36. <a href=http://centrodieducazionepermanente.com>buy viagra</a> .6}wѓDxm©,<a href=http://cjbears.com>generic viagra</a> Xi@B@Ug•, <a href=http://emporioartecasa.com>viagra online</a> L`zJD„{©@“,<a href=http://erimini.com>buy viagra online</a> JT€}V:>ћ,<a href=http://eurasiansafaris.com>generic viagra</a> 0B—˜PJS„K,<a href=http://mariesproul.com>generic viagra</a> ,yAk©›BEG,<a href=http://pickwickdreamlots.com>buy viagra cheap</a> ЉЈQЏЂ Ђ;6 ,<a href=http://time-to-ride.com>generic viagra</a> I]Ini{MCR,<a href=http://www.veredict.com>viagra</a> t’z†Ј’Ij,<a href=http://www.wearesalt.com>cheap viagra</a> nJYyЈ™Џ•,<a href=http://www.anoukbikkers.com>viagra 100mg</a> ѓ:„sUўJ7¤,

  37. <a href=http://centrodieducazionepermanente.com>buy viagra</a> (Љ}s<JHw|@,<a href=http://cjbears.com>viagra 100mg</a> +7;¦_]џ5, <a href=http://emporioartecasa.com>buy viagra cheap</a> Њ©Sћ§¦x‰™,<a href=http://erimini.com>viagra online</a> ›:‰_+ЁjX7,<a href=http://eurasiansafaris.com>buy viagra</a> W4–A—PSp7u,<a href=http://mariesproul.com>generic viagra</a> }^pRҐD)¤ђ`,<a href=http://pickwickdreamlots.com>buy viagra online</a> •¦:.M-›ZQ,<a href=http://time-to-ride.com>viagra</a> (\;^;e”<><a href=http://www.veredict.com>cheap viagra</a> ,7˜ћFiЊ¦‹,<a href=http://www.wearesalt.com>viagra</a> ЈЋ‘)<of_b1,<a href=http://www.anoukbikkers.com>viagra 100mg</a> WaЋYl¦oF,