کور / تازه خبرونه / په كابل كې د ماشومانو لپاره د ادبياتو او رسامۍ كانكور

په كابل كې د ماشومانو لپاره د ادبياتو او رسامۍ كانكور

د تيرې يكشنبې په ورځ د كابل په علاوالدين روزنتون كې د ماشوم نړيواله ورځ د ادبياتو او رسامۍ د كانكور په جوړولو سره ولمانځل شوه .

دغه ورځ په كابل كې د ماشوم د ادبياتو د كور له خوا ولمانځل شوه چې په سلګونو ماشومانو په كې ګډون كړى و .

د دغه ادبي كانكور په پاى كې د روزنتون ماشومانو ته د نانځكو تياتر هم وښودل شو .

په كابل كې د ماشوم د ادبياتو د كور مسوولان وايي چې ورته پروګرامونه به د كابل تر څنګ د افغانستان په ولايتونو كې هم جوړ كړي .

د ماشوم د ادبياتو كور په دې ورستيو كې په كابل او جرمني كې د يو شمير افغان ليكوالو او فرهنګپالو له خوا جوړ شوى دى .

د ماشوم د ادبياتو كور يوه ويپاڼه هم لري چې د ماشومانو لپاره بيلابيل مطالب په كې ځاى پر ځاى شوي دي .

د ماشوم د نړيوالې ورځې په مناسبت د كابل په علاوالدين روزنتون كې د ماشومانو لپاره د ادبياتو او رسامۍ په جوړ شوي كانكور كې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت سلاكار جلال نوراني ، د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال او د روزنتونو مشرې ، افغان ليكوالو ډاكټر خوشحال روهي ، الحاج محمد حسن حسام ، ډاكټر صيب محب الله زغم ، وحيد توحيدي ، عبدالهادي تپاند او يو شمير نورو ګډون كړى و .