د ترکيي په سويل کې د د دغه هيواد د سمندري ځواکونو پر يو مرکز بريد شوى او شپږ تنه يې وژلي دي .
حکومتي رسنۍ وايي اورپکو د مديترانې په څنډو کې د اسکندرين پر سمندري پوځي مرکز د توغنديو بريد کړى دى .د ترکيي حکومت په دې وروستيو کې د اورپکۍ د ختمولو هڅې کړندۍ کړي دي،کردۍ کارگره ډله( پي کى کى) له تېرو دوو لسېزو راهېسې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د ترکيي له حکومت سره جگړه کوي .
د حکومتي خبري رسنۍ اناتوليا د رپوټ له مخې لا نه ده څرگنده چې په دغه راکټي بريد کې سرتيري ژبل شوي هم دي که څنگه؟
بريد يوه ورځې له هغې وروسته کېږي چې د رپوټونو له مخې د کردانو بندي مشر عبدالله اوجالان له ترکيي حکومت سره د خبرو اترو د هڅو د بندولو پريکړه وکړه .
په تېروپنځه ويشت کلونو کې د کردانو په دغه جگړه کې شاوخواڅلويښت زره کسان وژل شوي دي .