افغان ادبي بهير په خيبر پختونخوا کښی لمړی اونيزه غونډه ترسره کړه ،غونډه د قران عظيم شان په څو مبارکو ايتونو پيل شوه .د وياند يو چاری واحد الله (خاکسار ) ترسره کولی د غونډی صدارت استاذ عزيز الله (خصاری ) او مشر ميلمه يی معروف خان( عارف ) وه .غونډی ته دتيری اوونی ګزارش رحمت الله (سمسور ) له خوا وړاندی شو .چی دګډونوالو له خوا پری نظرونه واچول شول .
غونډه ته د رويد (همت) غزل د کرکتنی لپاره وړاندی شو چی د ګډونوالو له خوا پری ګټور بحث وشو .غونډی ته نامتو ليکوال ،شاعر او ژورناليست باز محمد ( عابد ) د ګرځنده تيلفون له لاری د بهير ګډونوالو ته د افغان ادبی بهير دبيا فعاليدو مبارکی ورکړه او په افغان ليکولانو باندی غږ وکړ چی خپل قلم د سولی لپاره راپورته کړی .
په غونډه کښی اتياؤ شاوخوا ليکولانو او شاعرانو برخه درلوده .ښاغلی سفيرالله ناشاد ،مفتون غرق فرق ،سجاع ځاځی ،سيف الله غريب يار ،تحسين الله تحسين ،عزيزالله نيازی ، فياض خان ،حفيظ الله شينواری ، محسن صديقی ،عارف همدرد ساپی ، عبدالحق عمری ،محمد اسحاق مزمل ،عبدالمنان ثابت ،رويد همت ،زاهدی احمدزی ،نصرت الله دوديال ،رحمت الله سمسور ،غلام حسين ،استاذ الف خان مدخيل ،نصير احمد ،محمد اصف ، ګلزار ،مجاهد ،سميع الحق هاڅون ،روح الله شاه ،مطيع الله زاخيل ، هدايت الله ،نعمت الله احسان ،عطاالله شينواری ، علی خان شينواری ،مبين بغلانی ، مجيد زندانی ، سهيل احمد ،قدرت الله ،مدثر همراز ،عبدالوهاب بلال ،قاری جانباز ، نقيب الله وفا ،عبدالوهاب څاروان ،نظير الحق قريشی او نورو شاعرانو خپل شاعرونه واورول .
غونډه ته د افغان ادبی بهير ريس پوهنمل زاهدی احمدزی او مرستيال تحسين الله تحسين ويناوی وکړی او پريکړه يی وکړه چی په راتلوونکی اونی کښی به د حضرت محمد (ص) په سيرت او ژوند مشاعره ترسره کوی .
عبدالحق (عمری) افغان ادبی بهير خيبر پختونخوا رسنيو مسول
afghan.adabi.baheer.pukhtoonkwa@gmail.com