په افغانستان کې روانه جګړه نه یواځې د افغانستان په تاریخ کې بلکه د نړئ په تاریخ کې یوه لویه کړکیچنه او پیچلې جګړه ده چې په کې بیلابیلو نړیوالو اوسیمه ایزو هیوادونو ، پوځی بڼسته ، استخباراتي بڼسته سیاسی ډلو د بیلابیلو موخو او لنډ مهالې او اوږد مهالې ستراتیژیکو اهدافو د لاسته راوړلو دپاره سره جنګیږي. دغو بهرنیو کورنیو ځواکونو پښتنې خاورې د جګړې میدان ګرځولې دي. په دغو جګړو کې پښتون ولس له هر لورې ځپل کیږي کور او کهول یی پکښې نړیږي. د دې کرغیړنې جګړې د ختمولو د حل لاره نه یواځې د پښتون ولس له خوا بلکې له ټولو جګړه مارو څخه چې په دې جګړه کې ښکیل دي لار ځینې ورک شویدي. د جګړې د پیچلتیا له امله ّهيڅ لورې ورسته له اتو کالو جګړو څخه تراوسه پورې نه پوهیږي چې څوک په دې جګړه کې ګټونکې او چا په کې بایلونکې دي. ّهیڅ نه پوهیږي څنګه اوکله به دا کرغیړنه جګړه په ټول پښتونخوا( ټول افغانستان) کې پاې ته رسیږي. هیڅ څوک نه پوهیږي چې کله به په ټول پښتونخوا د خپلواکې ، ولسواکې ، سولې او یوالې بیرغ رپیږي او دا بهرنیان زموږ خاوره خوشې کوي؟. که چیرې موږ د روانې جګړې بڼست او د جګړه مارو ډلو دریځونو ته ځیر شو وینو چې په پښتنې خاوره کې روانه جګړه دوه بڼستیزه اړخونه لري چې په یوه ارخ ګې د امریکې متحده ایالتونه له خپلې نړیوالې تلوالې سره او په وړاندې لورې دعربو القاعدې اورپکې ډله ځای لری او دوی د جګړې اصلی ستنې جوړوي او تر ننه پورې هر یو ځان بریالی بولي. امريکا وايي چې د ترهګرۍ او القاعدې پر ضد روان جنګ د اسلام پر ضد نه دى، خو القاعدې ته د ماتې ورکولو په موخه دوى هر چېرې عمليات کولى شي. امریکایان ددې ستراتيژۍ له مخې غواړي چې په ټوليز ډول له سخت دريځۍ سره مقابله وکړي او د هغوی سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اشخاصو ونيسي. پوښتنه دا ده چې ولې جګړه په پښتنې کلیو او باندو باندې متمرکز کړي دي. د امریکې پوځي یرغل د پښتنو په کلیو او باندو خلک سخت د دريځۍ او مقاومت لوري ته هڅوي. له بده مرغه د دواړو خواو سره وسلې او اقتصادی امکانات شته او دا ناشونې بریښي چې یو بل لورې ته ماته ورکړي. دبل لورې د کابل حکومت او سره جنګیږي او ډواړو خواو د بهرنیانو تر فوماندې لاندې دي. طالبان به هيڅکله د بهرنيو قواوو له په وړاندې له جګړې څخه لاس وانخلي او د د بهرنیانو د یرغل پر مهال په جرګو کې برخه وانخلي او د کابل حګومت په اداري فساد کې او بې کفایتي ډوب شوې چې د ژغوریده هیله پکې نه لیدل کیږي. له بده مرغه طالبان په ېه پښتنې دودونو ، جرګو او مرکو باندې درناوې نه لري او په ټول پښتون خوا کې پښتانه قومی مشران وژني او یواځې په یوه ورځ کې د مۍ د مياشتې په وروستيو کې د خوست په ولايت کې شپږ قومي مشران وسله والو کسانو ووژل ، ورپسې په باجوړ کې يو قومي مشر ووژل شو او اته کاله کیږي چې دا لړی روان دی. د دې کرغیړن پیچلې جګړو په بهرنی اړخ کې له یوې لورې عربی اورپکې د امریکایی او ناتو پوځونو سره جنګیږي د بلې لورې ایران او امریکا سره جنکیږي ، پاکستان او هندوستان سره جنګیږي ، دپاکستان پوځ او امریکا د استخباراتو ټولنه د دیورند د پورې غاړې طالبانو سره جنګیږی. ډ پاکستان استخباراتی ټولنه د پښتون ولس د بربادې دپاره په نه ستړیدونکې توګه جنګیږي. پنجاب (پاکستان) خپل بقا او پایښت د افغانستان په بربادي کې ویني. افغانستان او پښتون ولس د یوې لورې امریکایی او ناتو له خواځپل کیږي او د بل لورې افغانستان د ایران تر کلتوري یرغل لاندې راغلی دي.ایرانیان لګیا دي تر هرڅومره چې ژر شونې دی درې فارسي ژبې هیوادونه منځ ته راوړي او په دې هم ښه پوهیږي چې دا موخه هغه وخت سره ته رسیږي چې په افغانستان کې پښتانه د امریکا او ناتو پوځ په زور ښه وځپل شي تر څو چې پښتون ولس په افغانستان په یوه بیسواده قومی اقلیت(لږکی) باندې بدل شي. که څه هم جګړه په افغانستان کې دوه عمده بهرنی اړخونه لري خود کورنی اړخ له امله د کابل حکومت مؤتلفین(د شمال تلواله) چې د کابل حکومت پوځي، سیاسي ، اقتصادي او کلتوري بڼست جوړوي په دې جګړو او اړه ډوله کې تر ټولو ګټونکې ډله ګڼل کیږي. طالبان په دواطلبانه توګه خپل واک القاعدې ته ورکړي او د القاعدې د آبادي د پاره د پښتنې خاورې او پښتون ولس د بربادي دپاره ملاتړلی ، نه کوم سیاسی اجندا لري او نه سیاسی ژبه لري او په ډیره بیرحمانه توګه جنګیږي او سیاسی لار هم پوره ځینې ورک دی. د طالبانو په وړاندې د کابل حکومت جنګیږي. د کابل د حکومت بڼست د شمال تلواله او د کابل د ادارې د پوځ اساسی بڼست د نظار شورا، د وحدت ګوند او د دوستم جنش جوړوي. د امریکا او ناتو باورهمدا ده چې پښتانه د اعتباره وړ خلک نه دي او په دې کې شک هم نشته چې پښتانه د بهرنیانو سره لاره نه یوسي او د شمال تلواله چې په افغانستان کې د تروریزم پرضد د جګړې په ډګر کې د لویدیځ ملګری ګڼل کیږي. امریکایان په دې باور کې دي تر څو چې په افغانستان کې بهرنې پوځیان وي په اردو کې د پښتنود روزلو مخه ونیول شي. د بلې خوا د افغانستان پښتون میشتې سیمې د کابل حکومت د ولکې څخه تر یو حده هم وتلې دي. د کابل حکومت د استخباراتو ریاست هم د نظار دشورا د یو موتروان په لاس کې دی چې د کورنیو جګړو په وخت کې د ناف کش په نامه مشهور ؤ. د ولسي جرګه ریاست هم د نظارشورا د بل غړي په لاس کې دي. د ملګرو ملتو د پلان سره سم دفغانستان په ولسی جرګه کې باید پښتانه اکثریت نه وي او د افغانستان د شمال له خوا په ډیره لږه انداز برخه باید ولري. د بلِ لورې په بلخ ولایت کې د نظار شورا بل شاخدار عطا محمد تل پاتې واک دار دي او دهغه لاسونه د شمال پښتنو په وینو تر اوږو سره دي. د کرزی اداره ځکه ناکامه ده چې د حکومت څخه آئتلاقي اداره جوړه کړه او د کابل د ادارې د ولسمشر یو مرستیال د نظار شورا بل مرستیال د وحدت د ګوند مشر او د دفاع وزارت ستردرستیزوال دوستم دی او د سولې د ټینګښت د پاره پاته شوه یوه چپن او یوه خولۍ او د ترکستانی کلتور ممثل ولادمیر کرزی. د افغانستان د تاریخ ستر بې کفایت مشر چې د هغه د شاهکاری له امله افغانستان په اداري فساد کې نړیوال شهرت موندلی دی. اصلی خبره دا ده چې آیا دا شونې دی چې د سولې ملي مشورتې جرګه چې د غبرګولي په دیارلسمه جوړيږي په افغانستان کې د دې روانې جګړې دپاره د تل پاتې سولې ډپاره لاره پرانیزي؟ مخکې ټاکل شوې وه چې دا جرګه د مې په دولسمه جوړه شي خو امریکا ته د ولسمشرکرزي د سفر په خاطر وځنډول شوه .د دې دولتی جرګې یو اصلي هدف دا دی چې د طالبانو له مشرانو سره په څه ډول خبرې وشي .د کابل ادارې چارواکي وايی چې باید د جرګې پرېکړو ته د امریکا په شمول نړیواله ټولنه درناوی وکړي. کرزی دې جرګې ته له وسله والوطالبانو سره سږکال یوې روغې ته د رسېدو لپاره د یوه مهم فرصت په سترګه ګوري، خو واشنګټن وايي چې لا ډېر وختي دی چې له طالبانو سره دې خبرې نتیجه ورکړي ځکه چې د امریکایانو په اند لومړی طالبان ښه وځپل شي تر څوچې سولې ته تیارشي چې دا ډول تفکر خپله د سولې د ټیګښت د پاره لاره بند وي.که څه هم دا جګړه ډیر پیچې او کړکیچن دی خو که چیرې د سولې په ملی مشورتي جرګه کې جرګه وال په دې باندې بریالی شي چې د لویی جرګې د جوړولو دپاره لاره پرانیزی او بهرنیو ځواکونو ته قناعت ورکړي چې د خپل وتلو دپاره لنډ مهال ، مهال ویش وټاکې بیا به امکان لري چې د سولې ملی مشورتي جرګه بل پړاو ته لار ومومي او وروستي پریکړه به لویه جرګه وکړي. ځکه چې او په افغانستان کې د جګړې بڼست د بهرنیو ځواکونو شتنون جوړوي. که چیرې د وتلو د پاره بهرنیان مهال ویش وړاندې کړي نو اړینه ده چې طالباننو باید د کابل حکومت سره اوربند ومني خو بد مرغي دا ده چې طالبان هم د جګړود بندیدو یا اوږدیدو کې واک نه لري. که چیرې طالبان د بهرنیانو وتلو په وړاندې اوربند ومنی نو دا د افغان ولس په ګټه ده چې په کابل کې یوه موقته حکومت منّځ ته راشي.
دلته یو شمیر خلک تشویش لري چې که بهرنیان ووځي بیا به د کابل ځان ټینګولې نشي او د شمال تلواله په ّخوشه دیموکراسي او اداراري فساد له منځه ځي، درې فارسي ژبې هیوادونه نه جوړیږي ، د ایران کلتوری یرغل پای ته رسیږي اوترکستانی چپن له موډ څخه ولویږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه