د هوټل له مزدورۍ، د کندهار تر پاچاهۍ
ليکوال: پيټر گووډسپيډ
منبع: نيشنل پوسټ http://www.nationalpost.com/
ژباړونکى: رنگين احمدزى
احمدولي کرزي اتلس کاله وړاندې په امريکا کې د خپلې کورنۍ پورې اړوند په يوه افغان رستورانت کې پېرونکو ته د اشک او دوپيازې خدمات وړاندې کول. رستورانت د شيکاگو د ريگلي ويل ولسوالي پر شمالي سړک هالسټيډ موقعيت درلود.
د افغان ولسمشر حامد کرزي په صورت تيار، خو ونه ټيټ، دغه ناسکه ورور اوس ٤٩ کلن او د افغانستان په جنوب کې تر ټولو ځواکمن چارواکى دى.
په حقيقت کې د کندهار پاچا نن ورځ هلته يوه پټه سياسي او سوداگريزه امپراتوري جوړه کړې ده، چې هره اداره او مشر د ده تر واک لاندې دي.
د خپل ورور د حکومت، جنگسالارانو او نشيي توکو له کاروباريانو سره د تړاو له امله نوموړى اوس په سيمه کې تر ټولو لوى او زورور دلال دى.
ويل کيږي چې هغه په کندهار کې له مخابراتي، امنيتي او ترانسپورتي معاملاتو نه ډيرې روا او ناروا گټې ترلاسه کوي.
احمدولي کرزى له خپل واک نه په گټې اخيستو د نشيي توکو له قاچاق وړونکو سره پر مرسته تورن دى او دا تور هم پرې لگېدلى، چې د تيرکال په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د خپل ورور سياسي مخالفان وويرول او د هغه په گټه يې له جعلي رايو نه صندقونه ډک کړل.
د دې مياشتې په سر کې د کندهار يوه پوځي چارواکي په خپل راپور کې پر احمدولي کرزي تور پوري کړ، چې د هغو غاصبانو ملاتړ کوي، کومو چې د کندهار ښار په شاوخوا کې ٣٩٠٠ هکتاره دولتي ځمکه لاندې کړې ده.
د دفاع وزارت راپور وايي د احمدولي کرزي يوه نژدې خپلوان په وروستيو کې له غلا شويو دولتي املاکو نه ١٦ ملکيتونه او يوه غټه ټوټه ځمکه چې ٢٩٠ دکانونه او څلور هوټلونه پرې جوړ شوي دي وپلورله. خو خپله احمدولي کرزى دا تورونه ردوي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه ټينگار کوي چې احمدولي کرزى له اتو کالو نه را په دېخوا له امريکايي ځانگړو ځواکونو سره ټينگ اړيکي لري او په کندهار کې د هغوى د مرکزي اډې (د ملامحمدعمر د کور) کرايه هم دى خپل جېب ته اچوي.
د ايشيا سکيورټي په نوم د دوى پر کورنۍ پورې د اړوند شخصي امنيتي شرکت شاوخوا ١٠٠٠٠ ملېشې له سي، آى، اې او امريکايي ځانگړو ځواکونو سره په دې بوخت دي، چې په کندهار کې د طالبانو شکمن پټنځايونه په نښه کړي.
د کرزي يوه بله کورنۍ سوداگري د وطن ريسک منيجمنټ په نوم هغه امنيتي کمپنۍ ده، چې له پاکستان نه افغانستان او له کابل نه کندهار ته د ناټو د تلونکو اکمالاتي کاروانونو امنيت تامينوي.
دې کمپنۍ د کاناډا له دولت سره په ٥٠ ميليونه ډالره يو بل قرارداد هم لاسليک کړى، چې د کندهار د دهلې د بند پروژې ته امنيت ټينگ کړي.
د کرزي د کورنۍ سوداگرۍ نور مثالونه د افغانستان تر ټولو لوى بانک (کابل بانک)، د بغلان د سمېټو فابريکه او همداشان د کولا (ډبرو سکرو) د کان کيندل او د ټيوټا کمپنۍ سره د يوه انحصاري قرار داد لاسليکول دي.
د جگړې د مطالعاتو د انستيتوت څېړونکى کارل فورسبرگ وايې کابل هم لکه کندهار، د کورنيو سوداگريو په ليدو به سړى پکې حيران شي، دا ټول کارونه چا ته د پخواني شاهي رژيم وختونه ور په زړه کوي.
احمدولي کرزى دا تورونه بېځايه گڼي او وايي: (زه يو قومي مشر يم). هغه له ټايم مجلې سره په مرکه کې وويل:(دا زما دنده ده چې څوک مې د کور ور راوټکوي، زه مرسته ورسره وکړم او بس)، خو د اسوشيټيډ پريس له خبريال کيتي گانن سره په مرکه کې نوموړي داسې اعتراف وکړ: (دا افغانستان دى او پر دې هيواد پخوا پاچاهي کېده، د پاچا وروڼه، ورېرونه او زامن ټول ځواکمن کسان وو، دغه حالات به تغير ومومي، خو نه په يوه شپه).
له څو کلونو راهيسې د ناټو چارواکي په جنوب لويديځه حوزه کې احمدولي کرزى په حکومتي فساد، د قاچاق وړونکو په ساتنه او د اپينو د انتقال له لارې د خورا ډيرې گټې په ترلاسه کولو تورنوي.
د احمدولي کرزي يوازنۍ رسمي دنده په کندهار کې د ولايتي شورا رياست دى، خو بيا هم دې بې اهميته مقام هغه ته په سيمه کې د قوت د يوې هستې حيثيت ورکړى دى.
د تيرکال په اگست کې د امريکا د مشرانو جرگې د بهرنيو اړيکو کميټې په يوه راپور کې احمدولي کرزى د فساد د نمونې په توگه ياد کړ، کوم چې ټول افغان حکومت په لړلى دى.
راپور زياتوي د افغانستان نشيي توکو په ٢٠٠١ کال کې هغه وخت چاودنه وکړه، چې امريکايي ځواکونو پخواني جنگسالاران او د نشيي توکو قاچاقبران د طالبانو د راپرځولو په خاطر له ځان سره ملگري کړل. د نشيي توکو او فساد له منځه وړل او لوړ پوړي حکومتي چارواکي له يو بل سره د يوه قوي ساختمان په څېر تړلي دي.
د نيويارکر مجلې کالم ليکونکى او پخوانى ژورناليست سټيف کول وايي: (بهرني ځواکونه چې هرکله په افغانستان کې د فساد او شخصي گټي وټي د ترلاسه کولو او د يوه موثر حکومت د جوړولو په هکله خبرې کوي، د احمدولي کرزي نوم د نمونې په توگه يادوي، دا ځکه چې نوموړى په جنوبي افغانستان کې د فساد تر ټولو غټ او څرگند سمبول دى).
په کابل کې لږ تر لږه دوو امريکايي سفيرانو له ولسمشر کرزي نه هيله کړې وه، چې خپل ورور له کندهاره ليري کړي او که امکان ولري په بهر کې کومه سفارتي دنده ورکړي. خو حامد کرزى وايي پر احمدولي د فساد او قاچاق لگېدلې تورونه د هغه د سياسي دښمنانو تبليغات دي، چې هيڅ حقيقت نه لري.
خو د ځان په گټه د افغانستان د دې استعمالوونکي په کړنو اوس امريکايان هم پوهېدلي دي او هغوى ته يې دا ډار پيدا کړى، چې ښايي دغه کس په کندهار کې د دوى عملياتو ته هم خنډ شي.
بلې خوا ته د ناټو د استخباراتي چارو مشر تورن جنرال مايکل فلېن خبريالانو ته وويل: (د دې ستونزې يوازنۍ لاره دا ده، چې هغه (احمدولي کرزى) له زوره واچوو.