دننګرهار پوهنتون روغتون او په دغه ولايت کې دډاکترانو اتحاديې له لورې دزړه دجراحي عملياتو په اړه يو ورځينى کنفرانس ترسره شو .
دغه کنفرانس چې دپوهنتون دکنفرانسونو په تالار کې جوړشوى و په کې دجرمني دکوټينګن پوهنتون دزړدجراحي ډاکتر بريالي له لورې دننګرهار پوهنتون او عامې روغتيا روغتون سربېره دحصوصي روغتونونو ډاکترانو ته دزړه دجراحۍ په اړه مالومات ورکړل شول .
په ننګرهار کې دډاکترانو داتحاديې مشر ډاکتر خوشال تسل وويل په دې وروستيو دننګرهار پوهنتون روغتون سرطبيب جرمني ته سفر کړى و او په دې وتوانېد چې دجرمني دکوټينګن پوهنتون دزړه ناروغيو دغه ډاکتر ته په بلنې ورکولو سره هغه په دې حاضر شو چې افغانستان ته راشي .
ده وويل ډاکتربريالي دهېوادنۍ مينې له مخې دې ته چمتو شوى چې دخلکو په مرسته په ننګرهار کې دزړه دجراحۍ عملياتو يو روغتون جوړ کړي .
ډاکترخوشال تسل وويل دوى په دې اړه د ننګرهار له والي سره هم کتنه ترسره کړې او هغې دمرستې ډاډ ورکړى .
له جرمني څخه راغلي افغان ډاکتر بريالي وويل د افغانستان نږدې څلوېښت زره تنه هرکال دزړه په ناروغۍ دتداوۍ لپاره په ډېرو ستونزو سره بهرنيو هېوادونو ته ځي .