کور / تازه خبرونه / ننګرهار: سوداګر د محصول دکمښت غوښتنه کوي

ننګرهار: سوداګر د محصول دکمښت غوښتنه کوي

دننګرهار سوداګرو دجلال ابادښاروالۍ څخه غوښتنه وکړه چې دولايت مقام داحکامو له مخې يې دهر موټر پرسر زرافغانۍ محصول واخلي .

دننګرهار دسوداګرو په استازۍ حاجي عتيق الله مومن زاده ، ډاکترمخلص احمد ، حاجي غلام مصطفى رحيمي او حاجي محمدشريف ناصري وويل ننګرهار يوسرحدي ولايت چې اوياسلنه واردات له همدې لارې صورت نيسي او دتل لپاره دننګرهار سوداګرودقوانينو رعايت او ولس ته دخدمت هوډ کړى دى او په خاص ډول يې دخپل ولايت دخلکو دژوند ښه والي لپاره له خپل دولت سره مرسته کړې ده .

دوى په يوپرېکړه ليک کې غوښتنه وکړه چې دجلال ابآدښآروالي دې دولايت مقام داحکامو له مخې په في موټر زر افغانۍ محصول واخلي او دمحصول ټولولو لپاره دې دښآروالۍ دعوايدو مامورين توظيف شي .

دوى ګواښ وکړ چې که غوښتنې يې ونه منل شي ، نو لاريون به کوي او خپلو لارۍ موټرو ته به توقف ورکوي او دکاروبار په بندولو به لاس پورې کوي .