په هرات ولايت كې له تېرې ورځې راهيسې د ځينو امريكايي اشخاصو او د نوموړي هېواد د خلكو د هنري ژوند د ښوولو په هدف يو نندارتون پرانيستل شوى.
په هرات كې د امريكا د قونسلګرۍ سياسي مسوول براډ هنډسن وايي چې په دې نندارتون كې لسګونه انځورونه چې له امريكا څخه راوړل شوي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او كلتور رييس ولي شاه بهره وويل، چې دا انځورونه به د يوې اونۍ لپاره په هرات پوهنتون اولس ورځې نورې به د دې ولايت په عامه كتابتون كې د خلكو نندارې ته وړاندې شي.
ښاغلي بهره څرګنده كړه، چې دوى هڅه كوي په امريكا كې د افغانستان له خوا هم ورته نندارتون جوړ شي