اندونيزياپه منځني ختيځ کې دسولې له ټينگښت څخه ملاتړ وکړ،دغه څر ګندونې دنوموړې هيواد جمهور ريئس دخپل فلسطيني سيال سره په جاکارتاکې دليدنې کتنې پرمهال وکړئ
دفلسطين جمهور ريئس ديوه دوه ورځني سفر په ترڅ کې اندونيزياته ورسيده اودجاکارتا په هيوايې ډګرکې ورته دلوړپوړو مشرانولخوا تود هرکلى وويل شو
عباس له خپل اندونيزيايې سيال سره ليدل کتل ترسره کړل او د دواړو لورو ترمنځ يې داړيکو دپياوړ په اړه خبرې اترې وکړې .
داندونيزياجمهور ريئس دخپلې ويناپه لړکې وويل هيواديې چمتودي څوپه منځني ختيځ کې دسولې دټينګښت لپاره مرسته وکړي اوپه غزاکې دجګړې دقربانيانولپاره دروغتون په رغونه کې مرسته وکړي .
عباس چې داسيايي هيوادونو په سفرتللى دى له ويتنام اواندونيزياڅخه ليدنه وکړه څوپه سيمه کې خپل ملاتړ ترلاسه کړي اوفلسطيني وګړې له اسرايئلوڅخه غواړي ترڅو ژر ترژره په غزه باندې لګول شوي بنديزونه لري کړي .